د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسیدلو وروسته د افغانستان لپاره د استراتیژي اعلانولو باندې میاشتې تیرې کړې خو وروسته یې په خپله استراتیژي کې د افغانستان لپاره له جګړې پرته بل څه نه درلودل.
ټرمپ په نوې استراتیژي کې طالبانو ته درې لارې ټاکلې وې ‹‹تیښته، سولې ته حاضریدل او یا وژل کیدل›› خو ټرمپ د کابل له بریدونو وروسته دریمه لار هم په طالبانو وتړله چې سوله ده بلکې یوازې تیښته او وژل کیدل یې ورته پریښودل.
د ټرمپ له استراتیژي وروسته ځینو پلورل شویو افغانانو د ټرمپ د استراتیژي نه د هرکلي په پار په ولایتونو کې غونډې راوبللې، د افغانستان لپاره یې د امن زیری وبللو او د امريكا او لويديزو ځواكونو له وحشتونو سره سره یې پر هر څه سترګې پټې کړلې خوشالیانې یې وښودلې.
دوى پوهیدل چې د بي ۵۲ او بې پيلوټه الوتكو د سيوري له لرې کیدلو سره پرې روزي بندیږي او دوی به د خپلو کړیو جرمونو حساب د ولس پر وړاندې ورکوي.
دوی د هیواد په هره برخه کې شپه او ورځ د لسګونو تنو د وژل كېدلو هیڅ پرواه ونکړه خو بیا یې هم د ټرمپ له استراتیژي نه هر کلی وکړو او ځینو بیا د ټرمپ په نوم مډالونه ولیږل.
طالبانو هغه مهال ټرمپ ته ویلي وو چې بمبارونه او د نورو عسکرو راتلل یې نشي ویرولی، د کورنیو او بهرنیو عسکرو پر وړاندې به جګړې ته زور ورکړي، یواځې دا نه چې نیول شوې سیمې به ساتي بلکې د خپلو پیچلیو تکتیکونو پر مټ به نورې سیمې هم ونیسي.
د امریکایي ځواکونو له چاپو او بمبارونو سره دا دی دوه ورځې وړاندې په تخار کې د یوې ورځې جګړې په ترڅ کې د کماندو ځواکونو د یوې قرارګاه په شمول ۱۲ پوستې ونیولې.
ټرمپ ویلي وو طالبان مو د ولسوالیو او ولایتونو له نیولو غورځولي او نشي کولی چې نور ولسوالۍ او ولایتونو ته سقوط ورکړي خو نن یوځل بیا طالبانو د فراه ولایت اناردره ولسوالۍ ونیوله.
افغانستان ته د نورو عسکرو له راتګ سره افغان ولس وپوهیدلو چې امریکا په افغانستان کې د اوږدمهاله اشغال اراده لري او طالبانو ته یې د مرستې کلک لاس وراوږد کړلو.
همدا راز طالبانو د ټرمپ له استراتیژي وروسته د فراه ولایت امنیه قومندان و وژل او څو ورځې وړاندې یې د دغه ولایت د والي په موټریز کاروان برید وکړلو هغه له برید روغ و وتلو خو ساتونکي یې و وژل شول.
طالبان د ټرمپ جګړئیزې استراتیژي ضعیف نه بلکې قوي کړل او اوس هم کولی شي ولسوالیو ته سقوط ورکړي.
وروستي