د جنسي اړيکو په اړه لس (۱۰) مهم ټکي، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي

د جنسي اړيکو په اړه لس (۱۰) مهم ټکي، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي

د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې يوازې د جنسي غرېزې او اولاد د منځ ته راوړلو په موخه نه ترسره کيږي، بلکې جنسي اړيکې د ګډ ژوند يو مهم اړخ دی.

د جنسي اړيکو په اړه نه پوهوی، ستونزې او ناروغۍ په ګډ ژوند باندې بد اغېز کوي.
اړينه ده، چې ښځه او خاوند دواړه د جنسي اړيکو په اړه ښه پوهوی ولري، ترڅو خپل او د اولادونو ژوند يې خوښ او روښانه وي.
په دې لېکنه لس هغه مهم ټکي درته په ګوته کوو، چې د نارينه او ښځو لپاره اړين دي.
 
۱- د جنسي غرېزې زياتوالی Aphrodisiacs: د سړيو په پرتله په ښځو کې جنسي غرېزه سسته او کمه وي، د جنسي غرېزې سوړوالی جنسي اړيکې هم سړې کوي.
چاکليټ د ښځو لپاره د جنسي غرېزې په زياتېدو کې په طعبي ډول سره مرسته کوي. د چاکلېټو په خوړولو سره د ښځو په وجود کې د کې د سروټونين serotonin هورمون په ډېره اندازه سره خوشی کيږي. سروټونين د وجود طعبيت يا موډ خوښ او لوړه وي. کله چې چاکليټ وخوړل شي نو سروټونين خوشی شي د سروټونين په خوشې کېدو کې سره ښځو جنسي غرېزه هم لوړيږي.
 
۲- د نارينه مني Semen: مني يا سېمېن يوازې په سلو کې يو سلنه سپرم Sperm لري، نور مني په خپل جوړښت کې ۲۰۰ نور مختلف پروټېنونه لکه کلسېم، د سي ويټامين، د بي ۱۲ ويټامين، کلورين، سېتريک اسيد، فروکتوز او نور.
 
۳- ټولې ښځې د جنسي يوځای کېدو په وخت کې ارګازم ته نه رسيږي: په هر سلو ښځو کې ۱۱ ښځې هېڅ جنسي ارګازم ته نه رسيږي او په سلو کې درې ښځې د جنسي ارګازم يا جنسي خلاصېدنې په وخت کې له ستونزو سره مخ وي.
 
۴- هورمون او جنسي اړيکې له يو بل سره نېغ په نېغه اړيکه لري: کله چې ښځې مياشتنۍ ناروغي ولري، نو په هورمونونو کې یې توپيرونه رامنځ ته کيږي چې ورته hormonal fluctuations. له مياشتنۍ ناروغۍ وروسته په ښځو کې د جنسي اړيکو د ترسره کولو حس ۲۴ سلنه پورته ځي.
 
۵- هغه جنسي اړيکې چې د خولې له لارې ترسره کيږي، د STI د ناروغۍ لامل کيږي:
لکه څه ډول چې د اسلام په مبارک دين کې د خولې له لارې جنسي اړيکې حرامې بلل شوي، دا ځکه چې له يوې خوا په خوله باندې د قران کريم تلاوت او نور ذکر کيږي او له بلې خوا خوله د هضمې سېسټم غړې ده، چې خوراک او څښاک پرې کيږي.
 
په اوسني ساينس کې هم، د خولې له لارې جنسي اړيکې د STI ناروغۍ لامل کيږي. STI د Sexually transmitted infections لڼد نوم دي، چې مانا يې ده، د جنسي اړيکو پر بنسټ میکروبونو او ويروسونو لېږد.
نو هر کله چې د خولې له لارې جنسي اړيکې نېول کيږي، د بېلا بېلو ناروغيو د بېلګې په ډول د سوزاک د پيدا کېدو لامل کيږي.

۶- چوچوله Clitoris: کېټورېس د ښځو د تناسلي آلې په سر باندې کوچنۍ دانه ده، چې د جنسي هڅونې دنده پر غاړه لري. کله چې ښځه د ۳۰ څخه تر ۴۰ کلنۍ په عمر کې وي، نو چوچوله Clitoris څلور برابره لويږي، د هغه وخت پرتله چې نوې بلوغ ته رسېدلې وي.
 
۷- له جنسي اړيکو ورسته ادرار (تشي متيازې) کول د UTI ناروغۍ مخنيوی کوي: UTI د Urinary Tract Infections لنډ نوم دی، چې مطلب يې د اطراحي سېسټم عفوني کېدنه يا مېکروبې کېدنه ده.
د ښځې او خاوند ترمنځ له جنسي اړيکو وروسته تشناب ته تګ اړين دی، تر ډېره له جنسي اړيکو وروسته ښځه او خاوند خوب ته غوره والی ورکول کيږي.
له جنسي اړيکو وروسته ادرار کول مثانې ته دبکترياوو په لېږد کې مخنيوی کوي.
 

۸- جنسي اړېکې کلوري سوځوي: په څېړنو کې ښودل شوې ده، چې د ۳۰ دقيقو لپاره جنسي اړيکې د وجود ۲۰۰ کلوري سوځوي. چې د روغتيا لپاره غوره عمل دی.

۹- ارګازم ته د رسېدو سلنه: د څېړونو له مخې په سلو کې ۷۵ سلنه نارينه جنسي ارګازم ته رسيږي، چې ياده شمېره په ښځو کې ۲۹ سلنه او له دې هم ټېټه ده.

۱۰- د نارينه تناسلي آله: په منځني ډول د نارينه د تناسلي آلې اوږدوالی هغه هم په کلک حالت کې له ۵ څخه تر ۷ اينچو پورې رسيږي او محيط يا circumference يې له ۴ څخه تر ۶ اينچو پورې رسيږي.