لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زی

لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زی

زوکړه: لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زی، په خټه پښتون او د اڅکزيو قوم څخه دی، چې د عامو خلکو ترمنځ تر ډېره په جنرال رازق ښه پېژندل کيږي، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې زږېدلی دی. د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، کله چې طالبان په هېواد مسلط شول، نو د خپل حاکميت په لومړيو وختونو کې يې، د نوموړي پلار او تره ووژل.
 
جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۱ زېږديز کال د اڅکزيو د قوم له هغې ډلې سره يوځای شو، چې د طالبانو پر وړاندې يې جګړه او مقاومت کولو، د يادې ډلې مشري ګل اغا شيرزي او فدا محمد په نوم قومند ان پر غاړه درلوده.
 
او بيا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه لاړل او پرځای د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره منځ ته راغله، نو ښاغلی رازق هم سياسي او پوځي ډګر ته راغلو، په ځانګړې ډول جنرال رازق له ۲۰۰۲ زېږدي کال څخه بيا تر نن پورې د پوليسو په امنيتې ارګانونو کې دنده پرمخ وړي.
 
لوی پاسوال عبدالرازق په لومړيو کې د کندهار ولايت د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده درلوده، چې د پاکستان سره پر پوله ځای پر ځای وو.
 
داسې ويل کيږي، چې د هېواد په سويل او په ځانګړې ډول په کندهار ولايت کې طالبان ترټولو ډېره هڅه په دې کوي جنرال رازق لمه منځه يوسي، که څه هم طالبانو په څو بريدونو کې جنرال رازق په نښه هم کړ، خو نوموړی ترې روغ ووت.
 
په کندهار ولايت کې د نېږدې نورو پرتو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت څو برابره ښه دی، د کندهاريانو په وينا په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې کندهار د طالبانو مرکز وو، خو بيا هم په ياد ولايت کې د ښه امنيتي وضعيت شتون د جنرال عبدالرازق د هڅو پايله ده.
 
له بلې خوا، په افغاستان کې د بشر حقوقو يو شمېر فعالان او مدافعين ادعا کوي، چې ښاغلی رازق په کندهار ولايت کې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، د ادعاوو پر بنسټ، جنرال رازق په کندهار کې شخصي زندان او ملېشه ځواکونه لري، چې د طالبانو او خپلو مخالفينو د ځپلو په موخه يې کاروي.
 
همدا ډول ځينې نړيوالې ادارې په جنرال رازق په اړه وايي، چې نوموړی د مخداره موادو او اپینو په قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو پر وړاندې د جنرال رازق سخت درېځ د زيات شمېر هېوادوالو په زړونو کې نوموړي ته مينه پيدا کړي او ښاغلی رازق يې تر ډېر شهرته رسولی دی. د ياد درېځ پر اساس جنرال رازق پرته له پښتونو د نورو قومونو د خلکو په زړونو کې هم ځای لري او همدارنګه د نورو سياسي او پوځي لوړپوړو پښتنو چارواکو په پرتله د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مشرانو سره هم ښې اړيکې لري.
 
د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نېږدې او باور لرونکو کسانو له ډلې څخه دی.
 
په دې ورستيو ورځو کې لوی پاسوال عبدالرازق د ملي يووالي حکومت په اړه داسې څرګندونې درلودې چې پخوا يې نه وې کړي. نوموړي د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د ګوښه کېدو په اړه غبرګون وښوود.

د جنرال رازق په وينا د عطا محمد نور په ګوښه کېدو سره شونې ده، چې د شمالي ولايتونو او په ځانګړې ډول د بلخ ولايت امنيتي وضعيت ګډوډ او خراب شي.
 
درې ورځې وړاندې ښاغلي رازق په کندهار ولايت کې له يوې سميزې راډيو سره په خبرو کې ويلي وو، چې که د نورو لپاره عطا محمد نور پخوانی والي وي، خو زما لپاره عطا محمد نور برحاله والي دی.

که څه هم د حکومت له خوا تر اوسه د جنرال عبدارازق د دندې په اړه څه نه دې ويل شوي، خو جنرال رازق په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي دي، چې د ملي يووالي حکومت نشي کولای نوموړی له دندې لېرې کړي، د نوموړي په وينا زه د ملي يووالي حکومت د مشرانو له خوا نه يم ټاکل شوی، په دنده کې زما پاتې کېدنه او يا ګوښه کېدنه د کندهار د ولسونو واک دی. رازق هم دا ډول موجوده حکومت يو ائتلافي حکومت بولي، نه ټاکنيز .

داسې راپورنه شتون لري، چې د عطا محمد نور له ګوښه کېدو وورسته ولسمشر پلان لري ترڅو د کندهار ولايت د امنيه اوسنی قومندان لوی پاسوال عبدالرازق هم دندې ګوښه کړي، خو په دې اړه تائيد او رسمي څه نه دې وړاندې شوي.