د اوږو (Shoulders) د درد دولس (۱۲) لاملونه او درملنه يې (دويمه برخه)
- نښلونکې نسجونه Tendon: شونې ده چې ستاسو اوږې د هغه عصبي تارونو يا Tendon د پړسوب، پرېکېدو او ټپ له امله هم درد وکړي، چې د اوږې هډوکي او عضلې په خپل منځ کې سره تړي.
د نښلونکو تارونو پر بنسټ درد ښايي Acute او يا هم Chronic وي.
يادونه: له Acute درد څخه موخه هغه درد د ی، چې له درېيو او شپږو مياشتو ډېر اوږدوالی نه کوي، نرم او ملايم درد وي.
له Chronic درد څخه موخه هغه درد دی، چې د کلنو او مياشتو پورې شتون لري او په دوامدره توګه درملو ته اړتيا لري.
د نښلونکو تارونو د غوڅېدو ستونزې ته Tendinitis وايي، چې په اوږو کې په درې ډوله شتون لري
acute tendinitis
chronic tendinitis
tendon tears
- بورسېټېس Bursitis: د اوږې د مفصلونو ناروغي ده، په دې ناروغۍ کې يو له يو څخه ډېر بورسونه Bursae باندې فشار راځي او يا هم التهاب اخلي.
يادونه: بورسونه يا Bursae د هډوکو، عضلو او نښلونکو تارونو ترمنځ خاليګاه ده چې مايع ډوله ماده هم په کې شتون لري.
کله چې د بورسونو ترمنځ مايع ډوله ماده په کموالې شي، نو هډوکي، عضلې او نښلونکي تارونه له يو بل سره په غېرې روغتيايي ډول لګيږي او درد لامل کيږي.
د بورسېټېس Bursitis ناروغي پرته له اوږو څخه د نرۍ ملا، د پښو د غټو هډکو، زنګون، څنګلو او مړوندنو درد لامل هم کيږي.
- د بندونو پړسوب Arthritis: د مفصلونو يا د بندونو ناروغۍ ته Arthritis وايي. په اوږو کې د موجوده مفصلونو د التهاب، پړسوب، ټپ، ټکر او بې ځايه کېدو په پايله کې هم اوږې درد پيدا کوي، چې ورته Shoulder Arthritis وايي.
ځينې پخوانۍ ناروغۍ Medical history: ځينې پخوانۍ ناروغۍ لکه ټپ، د اوږو د هډوکو بې ځايه کېدنه، د هډوکي درز او ماتېدنه، د عمر زياتوالی، ځينې ارثي خواص او نور هم کولی شي له يو وخت وروسته بيا راڅرګند شي او د اوږو د درد لامل شي.
د اوږو ضربه Impingement: کله چې له اوږو څخه په پرلپسې ډول او پرته له استراحت کار واخېستل شي، دروند وزن پورته شي، په اوږو زيات فشار راوړل شي، نو دا ټول سبب کيږي ترڅو د اوږې مفصلونه، هډوکي، عضلې او نښلونکي تارونه سره ګډوډ شي، چې د سخت درد لامل کيږي او په ځانګړې ډول په هغه وخت کې چې لاس پورته کوی، نو درد هم په مټو او هم په اوږو کې وي.
ماتېدنه Fracture: د اوږو درد يو بل مالوم او څرګند لامل، د اوږو د هډکو درز او ماتېدنه ده، چې ډېر قوي او سخت درد له ځانه سره لري. د اوږو د اناټومۍ د پېچلي جوړښت له د يادو هډوکو سرجري عمليات هم ډېر سخت وي او ناشوني نه دي.
هرکله چې د اوږې هډوکی مات شي نو لاندې نښې - نښانې لري:
- پړسوب او بهر راوتنه
- هر کله چې لمس شي نو سخت درد کوي
- اوږې ته حرکت نشی ورکولی
درملنه: د اوږو د درد د درملنې په اړه عمومي توصيه دا ده، چې د ډېر وخت لپاره له دروند تمرين څخه بايد ډډه وشي، هر کله چې بدن په پوره اندازه سره تود شوی نه وي نو فزيکي تمرين مه پيل کوئ، په فشار او ناڅاپي ډول سره اوږې ته حرکت مه ورکوئ، په فشار سره يو څه لکه توپ مه شړئ او داسې نور.
غوره دا ده چې د يادو پورته نښو - نښانو په پيداکېدو سره له اړوند متخصص ډاکټر سره وګورئ.
وروستي