بنيادي کار او واقعي خدمت

هر کال د نورو پوهنتونونو په څير شیخ زاید پوهنتون ته هم د کانکورله لارې تر ۲۰۰۰ پورې داوطلبان شامليدل.

له دې ډلې څخه ځیني واقعاً په خپل استعداد او لياقت خپلي خوښې پوهنځي ته بريالي کيدل. داسې کسان د پوهنتون په درسونو کې هم ډیر ښه وو؛ خو یوه لويه کتله د داوطلبانو بیا داسی کسان وو، چې پوهنځي د ويلو توان او شایسته ګي يې نه درلوده د فريب او دوکې له لارې پوهنتون ته يې لاره موندلې وه.

نسبت نورو پوهنځيو ته د طب په پوهنځي باندې سیالي ډیره وه، پلرونو او ورونه پرته له دې چې د خپل زوی، لور یا ورور او خور استعداد او قابلیت ته وګوري نو د رشوت، واسطې، چل او فریب په ذریعه يې هڅه کوله، چې زوی او لور يې د طب په پوهنځي کې شامل شي.
ولي؟
ځکه دې خلکو ته په فخر سره ووايي: ((زوی می ډاکټر دی.))
سړيه! زوی خو دې، د پیسو، واسطې، سیاسي نفوس او بلې لارې طب ته شامل کړ، اوس طب وايې په چا.
کله به چې ازموينه پیل شوه، نو ځوان به په یو مضمون کې ناکامه شو، په بل مضمون کې به ناکامه شو. پلار خو څه غریب سړی نه وو، هغه چې په کانکور ازموينه کې خپل زوی او لور بریالی کړي نو اوس يې دا هم کولی شوی، چې په استاد خپل زوی او لور کامیابه کړي، په استاد باندې به يې د خپلې ادارې له لارې فشار وارد کړ، چې ناکامي ونه کړې، که چیرته استاد بیا هم ناکامي کوله، نو ټاپي به پيل شوې استاد خو صحیح درس نه دی ورکړی، ولا استاد تعصب لري، ولا استاد کمونیست دی، ولا استاد اخوانی دی ولا استاد افغان ملت دی، ولا استاد خلقی دی، ولا استاد پوهنتون دوښمنه دی....

بس وچ په زور ډیر بی سواده ډاکټران، انجینران.... د کرزي د فساد او معاملو په دوره کې ټولنې ته وړاندې شول. یوه تن چې تازه پوهنتون ورڅخه فارغ شو، د سرطان ناروغی يې داسې لیکلې وه (سرتن نروغی).
د خوښۍ خبر:
سږ کال طب پوهنځي ته بریالي شوي محصلان له تیرو کلونو څخه ډیر متفاوت وو. تازه يې د سمستر ازموينه پای ته ورسیده. هیڅوک پکې ناکام نه شول، ځینې محصلانو ما ته مراجعه کړې وه، د تبدیلي معلومات می ورکول ورته ومي ویل که چانس مو خوړلی هم وي... کله، چې د چانس خبره يې واوریده ډیر بده پرې ولګيده او ويي ویل چانس نه خورو، ځکه دغه محصلان په ځان مطمئن وو.

سږ کال د لومړي ټولګي ټول محصلان لایقه دي، واقعاً هر پوهنځي ته اکثره هغه کسان کامياب شوي، چې درس ويلو وړتيا لري. د کانکور ازموينه شفافه اخېستل شوې ده.

هغه کار (وړ کسان د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي کيدل) ، چې ناممکنه وه، د افغانستان ولس مشر محمد اشرف غني ممکنه وګرځول. زما په نظر د کانکور ازموينه د شهيد سردار محمد داؤد خان څخه راوروسته د لومړي ځل لپاره د ښاغلي محمد اشرف غني لخوا شفافه وګرځول شوه.

زه د افغانستان د ولس مشر محمد اشرف غني او د ده لخوا د کانکور لپاره د ګمارلي ټيم د دې بنیادي کار او واقعي خدمت ستاينه او مننه کوم. که اشرف غني نور هیڅ نه وي کړي، دغه کار يې د کرزي د جعلي کارونو او پرمختګ نه ډير ښه دی. زه هيله لرم، چې د کانکور پروسه همداسي شفافه پاتي شي.

د الله سبحانه وتعالی په خاطر د لوړو زده کړو او د انسانانو له صحت سره معامله مه کوي. که ستا زوی، ستا ورور، ستا قومي، ستا کليوال، ستا انډیوال د دې وړتیا نه لري، چې ډاکټر او انجینر شي پريږده، چې بل مناسب شغل ځان ته ومومي. په تزویر، چل او فریب يې مه مخکې کوه.

که غواړي، چې قومي، ورور، زوی... دې ډاکټر شي، زحمت پرې وباسه، کورسونه پرې ووايه، لوچکي او لوپري ته يې مه پریږده درس دې ووايي او ځان دې کانکور کې کامیاب او بیا دې ډاکټر شي. که استعداد يې نه لري د خدای په خاطر وچ په زوره يې په طب او انجینري کې مه شاملوه... ځکه موږ طبیب او معمار ته اړتيا لرو نه قاتل او ورانکار ته....