رسنۍ، د هېواد ملي منافع او په نیویارک ټایمز کې د طالبانو د معاون  سراج الحق حقاني لیکنه

تقریباً د نړۍ ټول خپلواک هېودونه د خپل هېواد کورنی او بهرنی سیاست د ملي منافعو  په نظر کې نیولو سره پرمخ بیايې.  په ملي منافعو کې تر ټولو ستره ګټه، چې د هېوادونو لپاره د تل لپاره سره کرښه وي هغه د هېواد استقلالیت، خپلواکي او ملي حاکمیت دی. 
 
د نړیوالو اړیکو تیوري وايي، چې  د یوه هېواد  خپلواکي او حاکمیت له بل  هیڅ منفعت سره نشي پرتله کیدای.  خپلواکي د هېواد لپاره داسي ده لکه  ژوند.  هر څه د ژوند لپاره کیږي، که ژوند نه وي نو هر څه بي ګټې دی.   که یوه سیمه او د خلګو ټولګه، حاکمیت ونه لري نو هغه بلکل دولت کیدای نه شي.  د  دولتوالي  لپاره د نفوس او سیمې ترڅنګ حاکمیت حتمي دی. 
 
د استقلالیت څخه وروسته د هېوادونو په ملي منافعو کې بل تر ټولو بل لوی منفعت د يوه هېواد امنیت او ثبات دی. هېوادونه د امنیت لپاره لوی مصارف کوي. امنیت هم د ډیرو هېوادونو لپاره سره کرښه ده.  چینایان یوه اصطلاح لري  Stability at all Cost    یعنې په هر قیمت چې وي باید د هېواد ثبات وساتل شي. 
 
د حاکمیت او امنیت، څخه وروسته د هېوادونو نور ملي منافع په هېوادونو کې د think tank  او پالیسي جوړونکو لخوا ټاکل کیږي، چې حکومتونه يې تائید او د تطبیق لپاره ورته تګلاره جوړوي.
 
د دې لپاره چې عام خلک  ملي منافعو په اساس جوړ شوي پالیسو باندې پوه شي او ملاتړ يې وکړي نو دولتونه رسنیو او تبلیغاتي وسایلو ته مراجعه کوي. رسنۍ په ډیر مهارت سره  عامه ذهنیت د دولت په پالیسو باندې پوهوي او د خلکو ذهنیت له پالیسي څخه ملاتړ ته چمتو کوي.  
 
ښاغلی نوم چامسکي د میډیا کنټرول کتاب کې لیکلې دي، چې د لومړۍ نړیوالۍ جګړې څخه مخکې په ۱۹۱۶ کال کې  امریکایانو له جګړې سره کرکه درلوده، عامه ذهنیت داسی جوړ وو، چې امریکامتحده ایالات باید په جګړه کې ښکیله نه شي.
 
د امریکا ولس سوله غوښتونکی وو، په جګړې کې ورګډیو هیڅ توجیه نه وه، خو د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسن غوښتل په لومړۍ نړیولۍ جګړې کې دخیل شي نو حکومت د پروپاګند لپاره د Creel Commission   په نوم کمیسیون جوړ کړ، کریل هغه ټوکرۍ ته ویل کیږي، چې تازه نیول شوي ماهیان پکې ساتل کیږي. 
 یاد کمیسیون په شپږو میاشتو کې سوله غوښتونکي امریکایانو څخه د جګړې تاجران جوړ کړل او ټول امریکایان د دې طرفداره شول، چې جرمنیانو په وړاندې جګړه وشي. 
 
په ۲۰۰۱ کال کې د  طالبانو په خلاف د جګړې لپاره غربي رسنیو عامه ذهنیت داسي جوړ کړی، چې د امریکا په سنا کې یوازې د سنا مجلس یوې غړې د  طالبانو په وړاندې د جګړې خلاف رایه وکاروله، چې وروسته د همدې کار له کبله  د سنټ غړۍ یاده میرمن  بیا د خلکو د بریدونو له ویرې د ځانګړې محافظینو تر مراقبت لاندې وه. 
 
له ۲۰۰۱ کال څخه راوروسته طالبان په نړیوالو مطبوعاتو کې دومره بد معرفي شوي وو،  چې د افغانستان د ټولو ویجاړیو او ناخوالو علت دوي ګڼل کیدل.  هرې نړیوالي او کورنۍ رسنۍ چې به د طالبانو په اړه  خبر نشرول نو  حتمي به  ورسره د وران ویجاړ کابل  تصویرونه او طالب په لاس کې لرګی او د ښځي وهل نشریدل. په یوې جنايي پيښه کې د کومې ښځې څخه يې میړه پوزه پرې کړې وه. د دې پيښې تور هم پر طالبانو پورې شوی وو. طالبان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوونکي، د کابل ویجاړونکي او جنایتکاران معرفی شوي وو. بل پلو، ځینې  اجنبي څیرې اتلان، هوښیاران او وطن دوسته  ورګرځول شول. 
 
په دې کې شک نشته چې د طالبانو په نظام کې نیمګړتیاوي وې. خو ځینې مسائل خاص د منفي تبلیغاتو لپاره کارول کیدل. طالبان چې اکثره پښتانه او کلک مسلمانان دي، د ښځو نهایت ډیر احترام کوي.  په  نامحرمې  ښځې باندې لاس پورته کول  شرم او بی غیرتي او غلط کار دی.  یوه طالب عسکر په واسطه د ښځو وهل د طالبانو د نظام پالیسي نه وه.  زه مطمئن يم چې اکثره طالبان د دوی د حاکمیت په دوران کې  او اوس په عام منظر کې د ښځو وهلو سره کلک مخالف وو او دي.  
 
رسنیو د طالبانو د یوه عسکر په ذریعه چیرته د ښځو وهلو ویدیو په داسي انداز بار بار نشرولو سره د خلکو  عامه ذهنیت  داسي جوړ کړې، چا ته به چې د طالب نوم واخېستل شول نو فوراً  به يې ذهن ته د چادرې لرونکي ښځې وهل راتلل.  
 
یو ځل  ځینو جاپانيانو د ویجاړ کابل تصویرونه راته ښکاره او د طالبانو د غندنې په موخه يې وویل چې طالبانو ستاسو له هېواد څخه څه  شي جوړ کړي دی؟  ما د جاپاني خبره اصلاح کړه، چې دا کابل  طالبانو دې حالت ته  نه دی راوستی.  موضوع مي ورته تشریح کړه، چې کابل کې بیلابیلو جنګسالارانو ترمنځ په کورنۍ جګړې کې دا حالت ته راغلی دی. 
 
 د طالبانو حکومت له اقتصادي پلوه ډیر زیات  کمزورۍ و، نو وران کابل يې جوړ نه شو کړی، او همداسي وران يې پريښود.  همدارنګه جاپاني ته مي دا هم وویل چې هماغه د کابل ورانونکي جنګسالارن د امریکامتحده ایالاتو له لوري راوستل شول د نظام برخه ورګرځول شول، اوس ( ۲۰۱۲) کال د افغانستان د کابیني وزیران او د پارلمان غړي دي.
 
 جاپاني زما له خبرو سره نور علاقه ډیره شوه، څو نورې پوښتنې وکړي، زموږ یو تن افغان ملګري مداخله وکړ او له ماسره يې لانجه شروع کړه، چې ولې د طالبانو ملاتړ کوي. حال دا چې ما د طالبانو ملاتړ نه بلکه حقايق، چې په رسنیو کې ناسم منعکس شوي وو  واضح کړل.  
 
د ۲۰۰۱ کال څخه غربي هېوادونو نړیوالو کورنیو رسنیو ته  همدا پالیسي ورکړل شوې وه،  چې طالبان بد معرفي کړي. ځکه دوی عملاً له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل وو.  نړیوالو  رسنیو د طالبانو په وړاندې  د ناټو جګړې ته یو ډول اخلاقي مشروعیت ورکړی وو، چې کواکې امریکا او ناټو د بشریت او انسانیت لپاره د بدو خلکو سره په جګړه کې ښکیله ده.  
 
د وخت په تیرو سره د طالبانو مقاومت، د ناټو ترمنځ اختلاف، د امریکا له لورې ډیر مصارف او تلفات د امریکامتحده ایالاتو د سیاسیونو په نظر کې بدلون رامنځته کړ، نو د امریکامتحده ایالتونو د طالبانو په وړاندې خپله پالیسي نرمه کړه. 
 
د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتي د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې د مایک پامپيو او مارک ټي ایسپر د خبرو څخه ښکاري، چې اوس د امریکامتحده ایالتونو د مبارزې په لومړيتوبونو کې اول ردیف کې دچین د پراختیا مخه نیول دی،  په دویم ردیف کې د روسیې قابو کول او دریم ردیف کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ده او  طالبان اوس ترهګر نه ګڼل کیږي. 
 
 له دې سره رسنیو په ژبه  کې هم بدلون راغلی دی. په نړیوالو رسنیو کې اوس طالب هغه بد طالب نه دی لکه څو کاله مخکې چې وو. اوس چین بد دی، چې هانګ کانګ کې د خلکو  آزادۍ سلبوي.  نویو سروي ګانو په اساس اوس ډیری امریکایان، چین د سیال او د امریکا منافعو ته ستر کواښ ګڼي.  
 
امرالله صالح د ملی امنیت پخواني رئیس او د دولت ساز ټیم لومړی معاون څه موده مخکې یوه لیکنه کړې او واشنګټن پوست ورځپاڼۍ ته د نشر لپاره سپارلې وه، صالح  په خپله لیکنه کې طالب سره د ترهګر  کلمه کارولې وه،  خو واشنګټن پوسټ  د صالح  لیکنه  ایډیټ کړې او د طالب له کلمې څخه يې  د ترهګر کلمه حذف کړې وه، چې  ښاغلې صالح په خپل ټویټر کې د واشنګټن پوست په دې کار باندې انتقاد کړی وو. 
 
واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او ځیني نورې رسنۍ د دولت د پالیسو سره سم خپل نشرات چمتو کوي. د طالبانو په باره کې د واشنګټن پوسټ او نور نړیوالو رسنیو، اوسنۍ لیکني که  چیرته څو کاله مخکې چا په کابل کې لوستلې واي. شاهد امریکايي ځواکونو او یا هم  ملي امنیت  د طالبانو سره د همکاري په تور ګرفتار کړی وای.
 
 نړیوالۍ رسنیو کې اوس د طالبانو په خلاف پروپاګندې کچه نهایت ډیره  کمه شوې ده.  
د طالبانو په وړاندې د امریکامتحده ایالاتو هغه پالیسي، چې د امریکا د پخواني د دفاع وزیر ډونلډ رمسفلډ وه، چې د ترهګر او د هغوی ملاتړي طالبان یو شی دي. له طالبانو سره سوله امکان نه لري او دوی باید په وقار او حیثت کې ژوند ونه لري ، بدله شوې ده. اوس طالب د با وقاره او دروند دوښمن په توګه پيژندل کیږي.  اوس د طالبانو معاون سراج الدین حقاني په څیر شخص لیکنه د نیویارک ټایم په څیر مشهورې خپرونې کې نشریږي. 
 
د افغان په توګه باید  موږ د نورو هېوادونه څخه زده کړه وکړو، چې څنګه  هېوادونه د ملي منافعو لپاره خپله پالیسي بدلوي  خپل  سرسخت دوښمن زغمي، رسنۍ يې خپله ژبه بدلوي؟  موږ هم د پردیو ملی منافعو  په ځای  باید د خپل هېواد ملی منافع چې تر ټولو لویه نفع استقلال او ملی حاکمیت دی سره کرښه وګرځو، په ځان کې زغم پيدا کړو، د تهمتونو او تورونو څخه  تیرشو.
 
 د واشنګټن او نیویارک امنیت ساتلو لپاره خپل افغانان قرباني نه کړو. پریږدو، چې د واشنګټن او نیویارک امنیت خپله امریکايان وساتي. دا باید درک کړو، چې نه مخکې  افغانان ترهګر وو، نه  اوس ترهګر دي.  هغه خارجي دولتونو، چې د خپلو منافعو لپاره يې په   ځینو افغانانو د ترهګری  تور پورې کول،  اوس يې له خپل مؤقف څخه عقب نشني کړې ده. په  افغانانو د ترهګر، مرتد او کافر تورونه بی بنسټه دي.  ټول افغانان د یو بل مسلمان ورونه دي، راځی د ملي منافعو لپاره خپله پالیسي بدله کړو، د زغم څخه کار واخلو او د سولې لپاره کار وکړو. 
 
د یوه موټي خپلواک، سولیز افغانستان په هيله