له هندوستان څخه د سرتیرو غوښتنه‎

پرون مي چیرته ولوستل چې له هند څخه غوښتنه شوې، چې خپل سرتیرې افغانستان ته واستوي، بشپړ تحقیق مي نه دی کړی، چې  دا خبره به څومره صحیح وي؟ خو دې خبرې د چین او افغانستان د اړیکو ترمنځ زما د مقالې محتوی ته زما ذهن  راواړول.

په یوه کورس کې د کریډیټ ترلاسه کولو لپاره مې د افغانستان او چین ترمنځ اړیکو ته  کتنې،  تر سرلیک لاندې یوه علمي مقاله ولیکله، غواړم پښتو ته یې هم وژباړم. 

د دې مقالې لپاره مي ډیره څیړنه وکړه، د چیناني لیکولانو ګڼ شمیر علمي مقالې مې ولوستلې . همدارنګه د افغانانو، ترکانو،  پاکستانیانو، او هندي لیکوال او ژورنالیستانو  ډیر لیکنې مې تر نظر تیرې کړې. 

 د چین او افغانستان په بیلابیلو  مسائلو باندې می  د دواړو هېوادونو مشترکې مطبوعاتي اعلامیې  هم ولوستلې، د افغانستان د مختلفو  حکومتونو د مشرانو سفرونه او د چین هېواد څخه د هغوی غوښتنې مې تر انتقادې نظر  تیرې کړې، چې آیا افغانستان د مشرانو غوښتنې د ملي حاکمیت او ملي منافعو سره مطابقت خورې او که نه؟  د شهنګهاي د همکاري سازمان ، اهداف او ستراتیژي می هم ولوستله.

 د تحقیق په اخر کې دې پایلې ته ورسیدم، چې د مرحوم ظاهر شاه، او سردار داؤد خان بهرنی سیاست سل چند، د اوسني نظامونو د  بهرنیو سیاستونوڅخه لوړ او د ملی منافعو مطابق او اوږد مهاله منفعت پکې په نظر کې نیول شوی وو.
 
مرحوم ظاهر شاه په ۱۹۶۴  کال کې د چین سره د راوبطو د ټینګولو وروسته د چین هېواد سره د یو بل په هېواد کې د نه مداخلې تړون امضاء کړئ وو. 

ځکه ظاهر شاه نه غوښتل چې په راتلونکي کې چین  د افغانستان حاکمیت ته ګواښ پيښ کړي. په نړیوالو اړیکو کې د ریالیزم تیوری هم همدا وایی چې د ستر هیوادونه  غوښتنه  همیشه منل کیږي او ګټه ستر هیوادونه کوي.  ظاهر شاه غوښتل  افغانستان له سړې جګړې لرې  وساتي.

د چین سره د  اوسني نظامونو غوښتنې خو دومره پوچې، بی معنی، شرم آوارۍ او د ملی منافعو خلاف وي، چې په رب می قسم وي، چې د  لوستلو په وخت کې می د شرم او خفګان احساس وکړ. 

د چین اوسني ولسمشر  ښاغلی شیجیپینګ  له ۲۰۱۴ کال راوروسته ، د شنګهای همکاري سازمان وروسته د چین د هېواد دننه د درې شرارتونو په وړاندې  د مبارزې اعلان وکړ، چې د ده په اساس هغوي کې یو مذهبي بنسټپالنه، دویم ترهګري او دریم بیلتونتوب دی . ښاغلي شیچیپینګ دا کار د دې لپاره وکړ، چې سینګیانګ (ختن)  کې د ده په اصطلاح د مذهبي بنسټپالنې مخه ونیسي. 

دا اعلان نه وو د خدای رحمت وو،  چې  زموږ ځینو د ملی وحدت حکومت چارواکو ته وشو. له ښاغلي حنیف اتمر، رحمت الله نبیل  څخه نیولی بیا تر عبدالله او ... پورې هره یوه له چین څخه د نظامي مرستو غوښتنې پیل کړې، چې تیار مذهبي بسټپال چې تاسو یې په وړاندې د مبارزې اعلان کړی دلته شته راودنګئ. د دوي ټولو غوښتنه همدا وه چې چین هېواد په نظامي شکل په افغانستان  کې ښکیل کړي ترڅو د امریکا د تګ څخه وروسته چین  په افغانستان کې نظامی رول ولوبوي......

چین د ملی وحدت د خوشحاله کولو لپاره څه نا څه نظامي مرستې هم وکړې، خو په فوري ډول په نظامي شکل په افغانستان کې مستقیمه ښکیلتیا یې د خپل هېواد ملی منافعو په ګټه ونه ګڼله.

 د افغانستان لپاره د چین هېواد ځانګړي استازي په افغانستان کې د  نظامي ښکیلتیا په ځای د طالبان د قطر دفتر له غړو سره وکتل او په افغانستان کې یې  سولې  پروسې ته کار پیل کړ. 

چین دا ستراتیژي ځکه  اختیار کړه، چې دوی پوهیږي، چې د افغانستان مشکل حل نظامي نه دی، دا چې د امریکا ۱۸  کلنې نظامي ښکیلتیا نتیجه ورنه کړه،  نو د دوی نظامي ښکیلتیا به څنګه نتیجه ورکړي؟ 
همدارنګه هند او د سیمې ټول قوی هېوادونه پوهیږي، چې جګړه د حل لاره نه ده، دا چې د ناټو او امریکامتحده ایالتو په څیر تر  ټولو قوی نظامی طاقت وسله والو طالبانو ته ماتي ورنه کړه نو ..........

خو دا ځینې په اصطلاح  افغانانو ته ،چې سړی وګوري چې د قدرت او شخصي محدودو ګټو لپاه څنګه کمزوری بهرني سیاست په مخ وړي نو سړی خفه شي. د نور هېوادونو نظامي ښکیلتیا خو موږ ته دایمې جګړه ډالې کوي او همیشه به موږ افغانان بیا د همدې جګړې قرباني یو....

پر موږ  بیګانه کافر ملامت نه دي، انګریزان هم موږ خپله افغانانو راوستل، موږ ورسره وږه په اوږه افغانستان ته ننوتلو،  روس ته هم موږ دعوت ورکړ، روس د راتګ څخه مخکې مو له دوی څخه په ځلونو غوښتنه کړې وه، چې افغانستان ته راشي او  دوښمنان اشرار ووژني، امریکا هم افغانانو راوستله او ځینې یې  ورته تروریستان معرف کړل، اوس چې امریکایان ځي ورته وایو چې مه ځئ پاتي شئ. 

زه خو وایم، چې ای کاش، چې له تاریخ څخه د عبرت درس واخلو، چین، روس، ایران، هند او پاکستان پریږدو او خپله تکیه په رب او په خپلو خلکو وکړو، بیګانه پریږدو،  یوبل وزغمو  او افغانستان یو بی طرفه او سوله اییز افغانستان وګرځوو......