د اوږو (مټو) د درد دولس (۱۲) لاملونه او درملنه يې (لومړۍ برخه)
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
د اوږو درد په ټول عمر لرونکو کسانو کې منځ ته راتلی شي، هر کله چې د اوږو درد ولری نو د لاسونو او اوږو د خوځښت په وخت کې د اورميږ يوې او بلې خوا برخې يا اوږو کې درد احساسيږي. د اوږو درد د عامو خلکو په پرتله په ورزشکارانو کې ډېر وي.
۱- د اوږو د درد ځينې نښې - نښانې:
- سخت او چيغې وهونکی درد
- غېرې نارمل درد، چې کله اوږه نيسي او بيا د لنډ وخت لپاره په ارام وي
- درد هغه وخت زياتيږي، چې ځانګړې کړنه ترسره کوی او يا اوږد استراحت اخلی
- درد اوږد مهاله وي، د ۲۴ ساعتونو په موده کې هم له منځه نه ځي
- د اوږو د درد له امله د نفس تنګۍ ستونزه هم منځ ته راځي
- درد په يوه ځانګړې برخه کې احساس کيږي
- ډېری ځلې ياد دردونه تاسو د شپې پر مهال هم استراحت ته نه پرېږدي او خوب څخه مو باسي
که چېرې پاسنۍ نښې نښانې شتون ولري، نو پوه شئ چې ستاسو اوږې د لاندې لاملونه له امله درد کوي.
۲- د اوږې د درد لاملونه:
- پرته له استراحت څخه د اوږو له حده زيات کار Overuse: کله چې پرته له وفقې او دمې داسې کړنې ترسره کوی، چې ستاسو اوږې په حرکت راولي نو يادې کړنې د اوږو د درد لامل کيږي.
دبېلګې په ډول د لاسونو په وسيله د دتوپ يا بل څه غورځونه، ډېره زياته لامبو وهنه، د لاسونو په وسيله فزيکي تمرينونه، په جېم يا د اندامو ښکلا په کلپونو کې د اوږو درنده حرکتونه او داسې نور.
او همدارنګه په ناڅاپي او تيز سرعت سره د يو شي شړل، د اوږو د عضلاتو د غوڅېدو او پرې کېدو لامل کيږي.
- د اوږې د عضلاتو ګډوډي Shoulder instability: ډېر ځلې د اوږې عضلې او هغه تارونه ligaments چې عضلې له هډوکو سره تړلي غښتلي او قوي نه وي، په پرتله د هغه کړنې چې تاسې يې د اوږو او لاس په وسيله ترسره کوی، او يا هم د ډېر وزن په پورته کولو او د يوشي په ناڅاپي شړلو سره د اوږې عضلې، تړونکي تارونه او هډوکي سره بې ځايه کيږي، چې په پايله کې د اوږې داخلي سېسټم ګډوډ کيږي او مټې درد کوي.
- د ناستې او ولاړې حالت Posture: څه ډول او په کوم اړخ خوب کوی، څه ډول کمپوټر او يا کاري ميز ته کينی، څه ډول درس وايی او مطالعه کوي... دا ټول کولای شي د اوږې د درد پيداکوونکي لاملونه شي.
هرکله چې په داسې ډول ناست، ولاړل او يا استرحت وی، چې د وجود موازنه په کې نه وي برابره، نه ستاسو د اوږو په عضلو فشار راځي، شليږي او درد کوي.
- د اوږو سختوالی Frozen shoulder: هرکله چې اوږې په مکمل ډول حرکت نشي کولای او يواځې په يوې او دوو مشخصو خواو او اندازو د حرکت وړتيا ولري، د اوږې د حرکت په وخت کې د کمزورتيا احساس وي، اوږې سختې او وچې وي او د شپې له خوا اوږې درد کوي، نو يادو ستونزو ته Frozen shoulder وايي.
- د اوږو حرکت Stretching: کله چې يو شمېر فزيکي سپک تمرين ترسره نه کړئ او په اوږو باندې سمدلاسه دروند تمرين پيل کړی، يوې او بلې خوا مو اوږو ته حرکت ورکړی ترڅو وجود مو ګرم شی او دتمرين لپاره تيار شي، نو يادې ټولې کړنې د اوږو د درد لامل کيږي.
دا غوره ده چې تمرين وکړئ او د وجود د روغتيا لپاره بېلا بېل حرکتونه ترسره کړئ، خو دا ټول بايد په داسې طريقې ترسره شي، چې وجود يوه برخه د بلې برخې لپاره ستونزه رامنځ ته نه کړي.
د ورزش لپاره يواځې د اوږو په وسيله تمرين کول او وجود ګرمول سمه چاره نه ده، او د اوږو د درد لامل کيږي.
- د عصبي رشتو ستونزې Nerve problems: د اوږو د درد په اړه يوه بله هم ناروغي او ستونزه د اوږو د هډوکو ترمنځ د عصبي رشتو ايسارېدل دي. هغه درد چې د عصبي رشتو د ايسارېدو او ګډوډيو له امله منځ ته راځي، سخت او چيغې وهونکی درد وي، کله يو ځای او کله بل ځای نيسي او د حرکت په وخت کې درد زياتيږي، چې دا ټولې د عصبي رشتو پر اساس د اوږو د درد نښې - نښانې دي.
د عصبي رشتو له امله د اوږو د درد هغه وخت زياتيږي، چې هرکله يو شی پورته کوی، اوږې ته حرکت ورکوی او يا هم لاسونه يوې او بلې خوا تاواوی.
نور بيا...........
وروستي