
زموږ پر سیمه ډېر ولسونه اوسېږي، خو هیڅ ولس یې د پښتنو په پرتله د بیا بیا مشرۍ، او قیادت ترلاسه کولو استعداد نه دی لرلی.
د دې مسألې یو عمده راز و. هغه راز د پښتنو په قبیلوي جوړښت کې و.
قبیلوي سیسټم د پښتنو د هر مړژواندي قیادت لپاره د ساپوکي او بیا را ژوندي کېدلو یوه مهمه منبع ده. د قبیلې زور او اغېز دی چې د پښتانه هره انتهاء یوه نوې ابتداء لري.
که د ډیلي او هندوستان عیاشو محفلونو، او د کابل او هرات د میرزایانو خپلویو او خېښیو د پښتنو نسلونه نسلونه ویلې او په ځان کې ذوب کړل، نو د پښتنو طبیعي ټاټوبیو د قبیلې په روزنیزه مؤسسه کې نوي نوي، او تازه تازه قیادتونه و پنځول او د لومړیو لیکو لور ته یې بسیج کړل.
د قبیلې او قبیلوي دودونو، مؤسسو او بنسټونو همدغه نقش هم بهرنیو، هم کورنیو، او هم د سیمې په کچه د پښتنو دښمنانو او دوستانو درک کړی.
د قبیلې د بسپنې سیسټم، او د ټولنیز تکافل سیسټم یوه قبیله له اقتصادي لحاظه اسمان ته رسولای شي. دغسې، د جرګې سیسټم بحرانونه حلولای، او د اربکیو سیسټم له نظامي لحاظه د قدرت د خلا رامنځته کېدلو مخه نیسي.
ښایي د قبیلې تر ټولو ستره ګټه دا ده چې د قدرت د خلا رامنځته کېدلو مخه نیسي، او بهرني ته د پښتنو ترمنځ د درېیم ګړي اوسېدلو اجازه نه ورکوي.
زموږ د اسلامي سیاسي نظام یوه اساسي تیوری او اصل دی چې د نظام خلا فتنه ګڼل کېږي، او تر نه نظام د هر ډول نظام موجودیت غوره دی. قبیله، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره، چې بیا بیا له سیاسي بحرانونو، او استعماري ټکرونو سره مخ دی، د دې ډول خلا د رامنځته کېدلو په مخ کې ستر خنډ او د دې اصل ملاتړی سیسټم دی.
البته، زما پورتنۍ تبصره د قبیلې د بالقوه رول په اړه ده، نه د بالفعل رول په اړه.
د افغانستان قسم خوړلي دښمن، یعنې انګرېز، او د هغو لاسپوڅی پنجابی نظام له لومړي سره د دې موضوع په حساسیت پوه دی، او د دې سیسټم د تدریجي ضعیفولو او له منځه وړلو، او تر ټولو زیاته دا چې د دې سیسټم د بې لارې کولو، او فاسد استعمال لپاره یې هڅې کړي دي.
قبیله د افغانستان د درېیو ټولنیزو مؤسسو تر ټولو مهمه مؤسسه وه. په افغانستان کې څلور طبقې ځواکمن خلک اوسېدلي چې یوه یې د ملایانو، بله یې د قبیلې، درېیمه یې د پیرانو، او څلورمه یې د وخت نا وخته را جوړېدونکیو کوڅه یي او ارتجالي بې سواده وګړیو طبقه ده، چې کله د مجاهد، کله د مقاومت، کله د توپکي، کله د پایلوچ، کله د ملېشه او کله کله بیا د خادم دین رسول الله تر داعیه لاندې په نورو عنوانونو سر را پورته کوي.
په دې څلورو طبقو کې تر ټولو زیاته ملي، معتدله، او اغېزمنه مؤسسه قبیله ده. ملایان، سربېره پر دې چې د اخلاقیاتو حامي او د روحانیت خړوبوونکې ډله ده خو د دیني عاطفې د غلبې له امله ډېر ځله عاطفي کارېږي، او د ژوند په پرتله د مرګ په اړه زیات فکر کوي، په دې سربېره ملایان په سیاسي ډګر کې ګنګس، او د نړیوالتوب او محلي توب ترمنځ ورک خلک دي. پیران بیا مجذوب، تېر ایستونکي، او په نړیواله کچه مخ پر ورکې طبقه ده چې د قومونو د استثمار تور پرې پورې، او د لوستې طبقې لپاره نه منل کېدونکې ډله ده. توپکیان، پایلوچ، عیاران او نور د وخت زېږنده خلک دي چې د بهرنیو عواملو له توسنه را پیدا کېږي، استعمالېږي، او پو پنا کېږي او معمولا، ډېر خراب د همدوی له لاسه پېښېږي.
خو قبیله بیا ریښې لري، بیا بیا تازه کېدونکی ژواک لري، او له طبیعته سرچینه اخلي، او د طبیعي اړیکو، چې پر نور اړیکو غښتلي دي، قوت ترلاسه کوي.
انګرېز استعمار، چې په سیمه کې د پنجابۍ چمچه ګرۍ له توسنه ژوندی دی، د دې مسألې حساسیت ته ځیر دی، او له همدې امله یې د روسانو یرغل، د افغانستان د طبقاتي اعتدال او بیلانس د له منځه وړلو لپاره د یوه اغېزمن فرصت په توګه وکاراوه.
سپین روبي، قبیلوي خلک، او مخور یې منزوي کړل، افراطي ملايت یې تقویه کړ، او د مجاهدینو په نامه یې یوه نوې طبقه خلک، چې اساس او پایه یې نه درلوده، او له طبیعي اړیکو څخه برخمن نه ول، غښتلي او مسلط کړل.
له همدې سره جوخت یې د قومي مشرانو د وژلو یوه پراخه لړۍ را پیل کړه چې په نتیجه کې یې په زرګونو قومي مشران په مرموز او ښکاره ډول تر تېغ تېر کړل.
د وژنو، او سیاسي مسیر د کږولو د هڅو ترڅنګ پنجابي استعمار د قبیلې د مغلوبولو، او بدنامولو لپاره پراخ دیني تبلیغات او مبلغین استخدام او وګومارل.
که څه هم، قبیلوي جوړښت د پښتنو او حتی نورو قومونو په تاریخ کې د اسلام د حمایې او ننګې یو سنګر پاتې شوی، او قبیلوي لښکرې ډېر ځله د ځانګړیو فرقو او نظامي واحدونو په حیث د سترو اسلامي لښکرونو برخه پاتې شوي، خو آی ایس آی پلوه ملایانو تل په قبیله او قومي سیسټمونو پسې خوله پرانیسې ده، او د عصبیت نوم یې ورکړی.
په ستمي-اخواني ادوارو کې د قبیلې پر وړاندې حساسیت تر دې حده ورسېد چې لویې جرګې ته د اهل حل و عقد نوم ورکړل شو، او د لویې جرګې له تاریخي نوم او کردار سره په زغرده مخالفتونه وشول.
د حنین په غزوه کې د پیغمر علیه السلام پوځ د قبیلو پر بنسټ وېشل شوی و. دغسې، د اسلام دعوت، په ځانګړې توګه په مکي دور کې د قبیلې له ملاتړ څخه پراخه ګټه اخیستې، او حتی د مدینې هجرت د اوس او خزرج له قبیلو سره د تړون په پایله کې و.
په داسې حال کې چې د قبیلې له وګړیو سره ښه راکړه ورکړه د اسلامي اخلاقیاتو له نظره د صله رحمي او قرابت پاللو یوه برخه ده، او د اسلام له نظره هم هر وګړی، لومړی د خپل ګاونډ، او خپل نیږدې کس حمایې ته اړ دی. همدغه لامل دی چې پیغمبر علیه السلام ته لومړی د خپلو نیږدې خپلوانو د رابللو، او وېرولو امر وشو، او ورته وفرمایل شول چې: و انذر عشیرتک الاقربین.
یعنې لومړی خپل نیږدې خپلوانو او عشایرو ته انذار ورکړه.
په طبیعي لحاظ هم د هر مدنیت تموج له یوه ټکي څخه پیل شوی، او بیا یې وار په وار پراخې دایرې جوړې کړي دي.
البته، عصبیت بیا هغه څه دي چې قبیله یا بله کومه ډلبندي د برترۍ معیار وګڼل شي، او د دې خبرو ترمنځ، چې قبیله د برترۍ معیار دی، یا د همکارۍ د اړیکو جال، د اسمان او ځمکې تفاوت دی، او جوته ده چې د بې عدالتۍ رامنځته کولو هر معیار باطل او نیمګړی دی. دا ډلبندي، آن که مذهبي هم وي، همدومره بده ده، لکه نورې تفوق طلبیانې.
اصلي موضوع دا ده چې قبیله د افغانانو لپاره د یوه سیسټم نوم دی، نه د وینې، او رنګ. په دې سیسټم کې درانه څلي، او د جرګې په څېر په دیني، مدني او عصري معیارونو برابر دودونه رانغښتي.
له بله پلوه، ایران او ایراني پلوه متعصبو وګړیو هم قبیله د وروسته پاتې والي سمبول ګڼلی، په دې برخه کې یې کتابونه او مقالې لیکلي، او دا تصور یې تر یوه حده پر ځینو ضعیفو افغانانو منلی هم دی. په دې برخه کې د ستمي-اخواني لیکوالو رول تر بل هرچا غښتلی پاتې شوی. دا جاهل او مغرض وګړي، چې خپله د ستمي وروسته پاتې او فتنه- لړلیو افکارو ناروغان دي، په داسې حال کې چې تر بل هرچا وړاندې، د ځان روحي تداوي ته اړتیا لري، د پښتنو په څېر د قیادت پر وړتیاوو سمبال ولس ته د خپلو تاریخي سیسټمونو د بدلولو بلنه ورکوي.
زما یو ملګری کیسه کوي چې په کابل کې د یوه مامور شین نیکر د هغه تر پتلانه بهر ته را وتلی و. هغه ملګری مې وایي، ما غوښتل چې مامور صاحب څک او د خلکو له خندا وژغورم ، خو مامور صاحب راته په ستوغه لهجه وویل: نو قبیلوي، تاسې په فیشن څه پوهېږﺉ.
ښایي نوموړي مامور صاحب هم دا اصطلاح د ستمي اخواني لیکوالو له کومې مقالې را ایستلې وي، چې د دې خلکو د نظریاتو د نفوذ کچه ښیي.
د قبیلې پر ضد د انګرېز او پنجاب د مختورن پلان وسعت لسیزو ته غځېدلی، او په کندهار کې د قومي مشرانو پرلپسې وژنه، چې وایي شمېر یې ۴۰۰ تنو ته رسېږي، له پښتنو څخه د قیادت د صلاحیت د سلبولو د تخریب کارو هڅو ادامه ده.
دا لړۍ له خیبر پښتونخوا، قبایلو، جنوني پښتونخوا را نیولې، تر پکتیا، پکتیا، کندهار، او آن د شمال تر پښتنو پورې غځېدلې، او د سرطان په څېر په غځېدلو ده.
په دې اړه د نظام غفلت، او د پښتنو د غافلانه سکوت پایلې ښایي د افغانستان د دایمي بربادۍ په قیمت تمامې شي.
عصمت څارګر