
پاکستان
هندوستان ته حنا رباني کهر واستوله، چې په هندي حسن مالاماله څېره یې
درلوده، او کابل ته یې سلیم صافی را واستاوه، چې ملایي او افغاني حسن لري.
ګلالۍ ږیره کۍ، ګلالۍ پستې پستې خبرې، او پښتو تکیه کلامونه، او د اسلام او
پښتونولي په غم غمجنه څېره او لحن.
هغې یوې یې د خپل هندکي حسن جلوې وپاشلې، او دې بل یې د پښتني او ملایي حسن(!) نور افشاني وکړه.
هغه
رسمي او د دولت په استاځۍ ولاړه، او دی نارسمي، او د یوه استخباراتي
تلویزیوني چینل په استاځۍ. هغه لویه سټه وه، چې غښتلي حریف ته یې واستوله،
او دا د چینل لاندې خانو سړی و، چې غریب افغانستان ته را واستول شو.
دواړه
لوړپوړیو مقاماتو ومنل، خو هغه یې رسمي ومنله، او دغه له نارسمی لارو، تر
ولسمشر او نورو غټاغېټو لاره وکړه، او بلاتشبه، لکه د حضرت سلیمان د هدهد
یې د ارګ په کړکیو کې غاړې ووهلې.
د دواړو پیغام تېرایستونکی او غافلوونکی دی.
پر
هغې یې نه غږېږو، چې هندي رسنیو پرې کافي خبرې کړې، که څه هم تر سیاست یې
زیات، د هغې د ماډل والي او فیشن ننداې اړخ را سپړلی دی.
د دې بل
شننه ځکه ګرانه شوه، چې که څه هم، په ښکاره د مساپر لخوا شو، خو په اصل کې
یې د خپل پخواني بانډ لپاره د افغانستان د حکومت او کورنیو پاکستان ضد
لوریو، او د نړیوالې ټولنې، هندوستان او افغانستان حکومت ترمنځ په فضا
خرابولو، بهترینه لوبه ولوبوله، خړه پړه فضا یې تر شا پرېښوده، او لاړ.
که
څه هم، د پاکستان پښتنو استخباراتي ژورنالستانو ته خو د نمامت زړه دنده ور
ميراث ده، او له رحیم الله یوسفزي، تر ... او بیا، تر سلیم صافي، ټولو ته
همدا یوه وظیفه ولغاړې ده چې له خبریالۍ څخه د جاسوسۍ کار اخلي، او د پاړسي
د هغه متل په چم، چې وایي، زن اله یار، خبر ببر، خبر بیار، د هېواد رازونه
خپلو سیاسي مېړونو ته رسوي، خو سلیم صافي د خبر ببر خبر بیار ترڅنګ، د خبر
مسخ کن قید هم ور علاوه کړ.
څه موده وړاندې د خیبر تلویزیون حسن
خان رسوا شو چې له پاک زړي ولسمشره یې د پوختو پوختو په چم خبرې ایستلې، او
امریکایي او پنجابي پلارانو ته یې رسولې.
دا ځل سلیم صافي د هر ډول
ژورنالستیکو اصولو خلاف، له ولسمشر کرزي سره وروستۍ مرکه د یوې استخباراتي
وسیلې په توګه وکاروله، پوښتنې یې سل وکړې، او ځواب یې یو واخیست. هماغه
ځواب، چې د ده اجنډا، یعنې د عامه او سیاسي بې اعتمادۍ زیاتونې اجنډا یې
تقویه کوله.
ما اورېدلي و چې استخباراتي انجیوګانې ځینې وخت
ټولپوښتنې او سروې ګانې کوي، له وګړیو څخه په یوه پوښتنلیک کې سل پوښتنې
مطرح کوي، خو یوه پوښتنه یې پکې مقصد وي. له ولس مشر څخه اخیستل شوې مرکه
همداسې یو شی وه.
نوموړي یو ځل بیا افغانانو ته را زده کړه، چې د
پاکستان لخوا راتلونکی هرکس باید وپلټل شي، د شک په سترګه ورته وکتل شي، له
احتیاطله ورسره کار واخیستل شي، او باید د نارمل انسان له رویو څخه مستثنا
وګڼل شي.
مثلاْ، د هغوی د سولي د سفیر بګړۍ باید وکتل شي، د هغوی
لخوا د راتلونکیو تورسرو چادرۍ باید لاچاره وپلټل شي، د هغوی د ژورنالسټ
کامرې باید وسپړل شي، او د هغوی ژورنالستان باید لکه موذي حشرې، په قرنطین
کې وساتل شي، او په استخباراتي اېډز د اخته کسانه معامله ورسره وشي.
جیو
تلویزیون د سلیم صافي په وسیله لومړی یوه ستره اخلاقي تېروتنه او نمک
مرداري وکړه، او بیا یې له دې تېروتنې د سترګو اړولو په منظور د سلیم صافي
او حامد میر د پښتنو د اهانت ډرامه ولوبوله. سلیم صافي پر خپل انډیوال حامد
میر، او پلان شوې پاکستانۍ میډیا افغانستان او د ولسمشر پیغام مسخره کړ،
او بیا یې د هغې مسخرې جعلي دفاع ته هم خپله را ودانګل چې له یوې خوا
د
ولسمشر کرزي، او افغانانو پر وړاندې اعادۀ حیثیت وکړي، او له بلې خوا دا
وښيي چې دی د یوه پاکستاني پښتون په حیث، ریښتیا هم د دې جرأت او قیمت لري
چې د پاکستان سیاسي څېرې وننګوي.
که په مرکه کې د سلیم صافي رول و
ارزول شي، نو هغه د ژورنالست په حیث نه، بلکې د یوه مدافع وکیل، او
ملامتوونکي په څېر، د پاکستاني سیاست په ننګه، ولسمشر کرزی ملامتول غواړي،
خو بیا بیا څه په لاس نه ورځي. ولسمشر کرزی یې هر سوال، او هره باطله خبره
په خوله کې ور وچوي، او خوله یې له خاورو ور ډکوي، بالآخره، کله چې ولسمشر
غواړي د بیلانس راوستلو، او پاکستانیانو ته د سړیتوب د درس په منظور یوه
نرمه، ملایمه او څورنګه تعبیرېدونکي خبره هم وکړي، نو سلیم صافی یې دا خبره
یادښتوي، او همدغې خبرې ته یې د مرکې د ساونډ بیټ، او انګازه یي جملې
حیثیت ورکوي، او په داسې حال کې چې خپله لپه ډکه ګڼي، پاکستان ته ستنېږي.
ما
په کابل کې د سلیم صافي د حضور ځینې نورې صحنې هم له نیږدې څارلې، او
تکرارا مې له هغه څخه د امریکا د پړې، او د پاکستان او افغانستان د جوړ
جاړي د اړتیا اورېدل. د جوړجاړي ضرورت سلیم صافي ته هغه وخت ور احساسېږي،
چې نور د امریکایي لوبې پنډوس د سلیم صافي خېلو میدان ته ور اوړي، او د
سیاسي او اخلاقي فشار او پرلپسې ګواښونو تر بوج لاندې د پاکستان ملا
کړوپېږي.
هغه بیا بیا غواړي چې پاکستان د یوه مجرم او جنایت کار پر
ځای، لکه د افغانستان په څېر، یو کېوتی، او د توطیې ښکار هېواد وښيي او په
دې توګه، پاکستان ته د کلونو له کړیو جرایمو تبرئه ورکړي. هغه په ډېره بې
شرمۍ له یوه بې طرفه آدرسه پر پاکستان د افغانستان پړه اچونې، د پاکستان
لخوا پر افغانستان د پړه اچونو معادلې او مساوي ګڼي، او پر ګران هېواد دا
یو طرفه تېری دوه طرفه ستونزه معرفي کوي.
د هغه له کرداره ښکارېږي، د
هغه ماموریت په کابل کې د پاکستان د هغو لاسپوڅیو داعیې ته قوت ورکول دي
چې په دې ورځو کې د افغانستان او امریکا د ستراتیجیک سند په مخالفت کې
غونډې کوي، او د آی ایس آی د نمک وروستی حق ور ادا کوي.
هغه غواړي
چې د افغانستان د پالیسۍ حلقو ته رخنه وکړي، او له هغه ځایه له امریکا سره د
افغانستان اړیکې، او په دننه کې د افغانانو خپل منځي اړیکې خړې پړې، او
عامه افکار، په تېره د پښتنو افکار مغشوش، او د پاکستان په اړه پاسته کړي.
که هغه د افغانستان او پاکستان د ورولۍ له پیغام سره راغلی وي، نو
ولې خپلو جنایتکارو جنرالانو ته د افغانانو د نه وژنې نه وایي؟ ولې په
زغرده د پاکستان پر شرپال، او فتنه پال کردار پرده اچوي، او ولې د خپلو
مذهبي تندلارو ډلو په زهرجنو خولو برغولي نه ور ږدي؟
د هغه په نزد،
امریکا هغه وخت بده او بدکرداره شوه چې د افغانستان پر حکومت، پوځ، پولیسو،
کرهنې، بانکدارۍ، خصوصي سکتور، څړکونو، او مدني مؤسساتو یې پانګونه وکړه.
آیا دا هماغه د چارلي ویلسن امریکا نه ده چې صافي خېلو ورسره د اهل کتابو
په صفت جهادي سنګرونه تاوده کړي ول؟
که د سلیم صافي خبره، د
افغانستان جګړه امریکایي لوبه وي، نو د دې لوبې هغه برخه، چې افغانان پکې
تباه کېدل، او سلیم صافي مشروعیت او حمایت ورکاوه، اوس په ختمېدو ده، او
هغه برخه یې را روانه ده چې افغانان به د پاکستانیانو د تباهۍ پروسه پکې
حمایت کوي، او پرېږده چې دا لوبه پر دواړو یو رنګ پلې شي، چې دا اسلام
دوست، او جهاد دوست ګاونډی هم یو څه د جهاد او غزا خوند وڅکي، او د خپلو
شهیدانو(!) د کونډو او یتیمانو د کریږو بې خونده موسیقۍ ته ونڅېږي.
د
افغانستان حکومت، او افغانان به ډېر ساده ګان وي چې د نړيوالې ټولنې نننۍ
ننګه (که څه هم غرضي وي) د پاکستان په مکارانه ورورولۍ بدله کړي.