غزل

راشه اســـــويلی مـــــــې شه آهـــــــونو کـــــــــې مې ونغاړه
اوښکې شه ليمه مــــــــــې يې مــــــوجونو کې مې ونغاړه
بيا دې کــــــړه باڼه خنجر ســــــورۍ مــــــې زړه تڼاکې کړه
آه مــــــې شه ځګــــيروی مې شه دردونو کــې مې ونغاړه
بيا شه يو ځل ســــــتوری د آســــــــــمان بورجل ته وخيږه
شـــــپه مې شه سکــــــون مې يې خوبونو کې مې ونغاړه
ځای راکـــــــړه په زړه کې له اوبو مې تصوير پورته کړه
بيا ته انــــــځورګر شـــــــه په رنګونوکـــــــــې مې ونغاړه
پورته مـــې کنعان نه کړه يوسف دې يم يعقوب مــې شه
ستا لــــيدلی خـــــوب يم ، تعبييرونو کـــــــې مې ونغاړه