په المان کی د ډاکتر ملکزي د وياړغونډې بلنه

د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنه د خپلو هلو ځلو په لړ کې ،چې دخپلې ژبـې او کولتور د ساتنې، پالنې او پرمختيا لپاره يې کوي دا ځل د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی په وياړد 2010 زکال د Maiدمياشتی په 7 مه نیټه دجمعی په ورځ دالمان د لیورکوزن په ښار کی غونډه جوړوي. د غونډی د ټنګ ټګور برخه د هیواد نامتو او خوږ غږی سندرغاړی ښاغلی کبیر خان امیری په ګډون ښکلی شوی ده.
ښاغلي ډاکتر محمد اکرم ملکزي ، جرمني ـ پښتوقاموس( ډكشنري) چی څه نا څه ۲۵۰۰۰ الماني لغتونه او ۱۰۱۶ مخه لري ليكلی ده، چی پدی سره ئی خپلی ژبی قام او ولس ته ستر علمی او تل پاتی خدمت کړی دی .
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه پدی وسیله ټولو درنو هیوادوالو ته بلنه ورکوی چی په خپل ګډون سره ځمونږ غونډه لا درنه کړۍ

په درنښت
د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی
د کار ډله
نېټه او وخت : د 2010ع کال دمئ د میاشتی 7 مه نیټه د جمعی ورځ د مازیګر 6 بجی

پته ادرس : Forum Volkshochschule
Am Büchelterhof 9
51373 Leverkusen
Germany
يادونه: د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی د المانی /پښتو ډیکشنرئ په هکله نور مالومات پدی لینک کی کتلای شئ

 
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=586