میدان وردګ، تر ټولو کم طالع ولایت

وردګ ولایت په هر کلي او حتی هر کور لوستی، پوهان او تکړه اشخاص لري، دا ولایت کابل ته څېرمه په ښه ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی. ښه پایداور لري چې باغونه او مڼې یې د هېواد په کچه دي. خو له دې نغدې سرمایې سره سره بیا هم ډېر محروم ولایت دی. وجه به یې خامخا دا وي چې دا ولایت هر څه لري خو طالع نه؟  
آیا دا سرچپه طالع نه دي چې؟

  • وردګ ولایت د علم او تحصیل له پلوه که د هېواد لومړنی ولایت نه دی مګر تر څلورم او پنځم کښته هم نه دی خو ددې ولایت میشت خلک دومره محروم او له بې علمۍ څځه کړېدلي دی لکه د زابل، بادغیس او اروزګان خلک.
 
  • وردګ ولایت د کابل ګاونډی ولایت او د هېواد په دوو سترو لویو لاروو (کابل- کندهار) او (کابل- بامیان) پروت دی خو دغه ستراتیژیک موقعیت دې ولایت ته د ښېګڼې پر ځای او اقتصادي پرمختګ پر ځان هر کور د غم په ټغر کېنولی. کټ مټ لکه ښځې ته چې خپل ښایت بلا شي.
 
  • سره له دې چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ددې ولایت ډېر شمېر کسان د حکومت لوی مشران وو خو د هغوی له موجودیت سره سره داسې څوک د والي په توګه ورته را نغلل چې دې ولایت ته کار وکړي. د ولسمشر کرزي په موده کې په دې ولایت یا ملکان او سپینږیري خوشاله کېدل او یا به داسې څوک پرې والی شو چې نه یوازې ددې ولایت لپاره کار ونه کړ بلکې د طالبي جګړو د لوی طوفان ترڅنګ یې دې ولس ته د حزب او طالب په نامه په تلپاتې جګړه هم را وسته.
 
  • ولسمشر غني چې هر ولایت ته د پام دعوی لري په دې ولایت کې همغه د کرزي پالیسي مخ ته وړي. همغه والي یې ورباندې تپلی چې آرام پیتاوي ته پروت دی. بس د هغه په دربار کې خیر او خیرت دی. یوازې هغه وخت په تلویزون کې ولیدل شو چې یو څو نفرو چوکه ورپسې را وخیسته.  
 
  • د نورو ولایتونو وکیلان چیغي وهي، یو ولایت څه چې په ریښتیا او یا چل سره ځان د ټول زون استازی بولي خو وردګ ولایت په پارلمان کې د چوپتیا او پټې خولې جایزه اخلي! ريښتیا ده چې د کم طالع نابغه هم ناکام وي.
 
  • په نورو ولایتونو کې د ملي پیوستون دوه دری پړاوونه بشپړ شول او اوس پکې د ولسي تړون پروګرامونه روان دي خو ددې ولایت په پښتون میشتو سیمو کې داسې کلي- په والله ډېر دي- چې لا تر اوسه د ملي پیوستون پروګرام نه پيژني.
 
  • وردګ پوهنتون، لوګر پوهنتون او لغمان پوهنتون په یوه اونۍ کې له ولسمشرۍ ماڼې څخه تصویب شوي خو اوس د لغمان او لوګر پوهنتونونه د هېواد له نورو سترو پوهنتونونو سره سیالۍ کولی شي مګر [وردګ پوهنتون] لا پوره دوې ودانۍ نه لري او هغه هم د طالب تر ټکو لاندې دي. محصلین او استادان یې یا د پولیس تر څپېړو لاندې دي او یا هم د طالب.
 
  • په دې ولایت کې خلک زده کړې خوښوي په هغو طالب خدای مسلط کړی یا له ښوونځیو جګړي کوي او سږ خو یې د معاش د بندښت له کبله ډېر ښوونځي له سقوط سره مخ کړل.
 
  • لوګر ولایت له کابل سره د دوه سړکه لارې تړل کېږي خو وردګ ولایت سره له دې چې کابل له هرات او کندهار سره تړي خو ددې ولایت دویم سړک هېڅ درک نشته. کلونه مخکې په دې ولایت کې د صنعتي پارک اوازې او افتتاح وشوه خو نه ولایتي ادارې او نه هم مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه څه کړي دي.
 
  • د خوست ولایت د مشرتابه په هڅو د جلغو لپاره ملي پالیسي د اقتصاد په عالي شورا کې څېړل کېږي خو د وردګ ولایت مڼې د کمپنۍ سړک د ویالو په غاړه خوسا شوې!
 
  • که څه هم وردګ ولایت د کابل په ګاونډ کې پروت دی خو د اقتصاد وزارت د راپور له مخې دغه ولایت د هغو محرومو ولایتو په کتار کې دی چې د مؤسساتو فعالیتونه پکې تر ټولو ټیټ دي.
 
  • په نورو ځایونو کې شخصیتونه بروز کوي، ملي مشران ترې جوړېږي او بیا د خپلو خلکو په مرسته مخ ته ځي خو ددې ولایت طالع ته ګوره چې څوک پکې را وټوکيږي همغه راټوکېدلي خلک دومره ساده شي چې خپل شخصیت او ولسي ملاتړ د بل شخص په خدمت کې کاروي او په خپله د رهبریت وړتیا په ځان کې نه ویني.  
 
  • دې طالع ته ګوره، چې د نورو ولایتو مدني ټولنې، ځوانان او هوښیار خلک له غور او بدخشان څخه کابل ته خپل غږ را رسولی شي خو ددې ولایت ټولې علمي سټې په کابل کې ناستې دي او ددې ولایت په درد او رنځ هره ورځ خبرېږي بیا هم خپل غږ نه پورته کوي. بس وايی [زما چې غوړه ده نور خلک دې هم کلچې وخوري.]
 
  • اه خدایه ستا تر کارو ځار شم! ددې ولایت د هر کور له تکړه انجینر، ډاکټر او استاد سره سره بیا هم په دې ولایت داسې طالب مسلط شو چې له خپل هوښیار انجینر او ډاکټر څخه یې څه پند نه دی اخیستی، نه د خپل ولایت ګټه ورته معلومه ده، نه هم د خپلو خلکو مصلحت پيژنې، نه هم د سیمي په حساسیت پوهېږي بس د هرڅه ځواب یې دا دی چې [موږ هغه څه کوو چې د کوټې کمېسیون را امر کوي!!]
 
  • وردګ ولایت دومره کم طالع دی چې د شکایت د اورېدو لپاره هم څوک نه لري، ځکه خو لازمه نه بولو چې ووایو [ای خلکو داسې څوک شته چې ددې ولایت په بېوزلو ورحمېږي؟!]