طالبانو که سولې ته خپله را وړاندې نه شي نو خرڅ به شي

دا که د افغان حکومت ابتکار دی او یا که هم د سیمي د سیاسي او اقتصادي بدلونونو او جوړښتونو غوښتنه ده، د افغانستان د سولې په اړه بین المللی اجماع په پیاوړي کېدو ده. دا حالت کټ مټ هغه حالت ته ورته دی چې روسان په افغانستان کې ول او نړۍ پرې فشار راوړ، چې نور له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي. هغه مهال هم مجاهدین خبرو ته نه حاضرېدل، هماغه وو چې د هغوی په غیاب کې امریکا، روسیې او پاکستان غونډه وکړه او له افغانستان څخه د روسانو په وتو سلا شول.

ښايي مجاهدین اوس پوهه شوي وي چې هغوی بېځایه سرتمبه توب کاوه او په دې سره نه یوازې مجاهدینو تاوان وکړ بلکې افغان ولس چې د هغوی تر شا ولاړ ؤ هغه ته هم ډېر تاوان ورسېده. د روسان تر وتو وروسته مجاهدینو بیا هم ډېره ناپوهي وکړه. مجاهدینو ته د ډاکټر نجیب الله د سولې وړاندیزونه ډېر پر ځای وو که مجاهدینو له درایت څخه کار اخیستی وای، اوس به په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو مخه نیول شوې وای. خو هسې نه وشول مجاهدین په خپلو کې سرا واوښتل، نه یې حکومت جوړ کړ، نه یې هم سوله راوسته او نه یې هم له روسانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د تاوان اخیستو خبره مطرح کړای شوه.

اوس هم د سولې بحثونه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په پیاوړي کېدو دي. خو طالبان هم د مجاهدینو په څېر سرزوري او ناپوهي کوي. سیاسي خبرې او بحثونه هغه څه دي چې دوی باید په درایت سره په هره هڅه او غونډه کې حاضر وای خو متاسفانه هغوی د [نه] په سیاست کې ډېر تکړه دي. د خپل حکومت پر مهال یې هم هر څه ته نه ویل لکه د ښځو زده کړه [نه]، مشترک حکومت جوړول [نه] د تروریستانو په اړه له نړۍ سره تفاهم [نه]. او داسې نور.

د مجاهدینو لخوا د سولې نه کول د افغانستان په تاوان شول، ځکه هغه د نجیب الله حکومت هومره نړیوال او ولسي ملاتړ نه درلود چې د مجاهدینو پرته یې افغانستان ته سوله را وستې وای. مګر اوس افغانستان یو مرکزي حکومت لري، پیاوړې اردو لري او هم نړۍ ورسره ولاړه ده. نو دا ځل که د طالبانو به غیاب کې د هغوی د ملاتړو هېوادونو له خوا له افغان حکومت او نورو دخیلو لوریو سره معامله وشوه. نو تاوان به یې یوازې او یوازې طالب ته رسېږي، هغوی به ګوښې ته کېږي. هغوی به د خپلو ملاتړ لخوا داسې له منځه ځه وړل کېږي لکه په ۲۰۰۱ کې چې له منځه لاړل. هغه مهال پاکستان له امریکا سره معامله وکړه او دوی یې په میاشتو نه بلکې په ورځو کې له نشت سره حساب کړ.