په افغانستان کې د غلو بانډونه له کلونو را هیسې غلاوې کوي خو غله آزاد ګرځي خو د حامدکرزي په وروستي کال کې په پغمان کې یوه ډله را پیدا هم یې له خلکو غلا وکړه او هم یې زموږ په څو مظلومو خویندو تجاوز وکړ. دې پېښې ټول ولس و درداوه او حکومت هم په جدي ډول وغوښتل چې غله ونیسي او اشد سزا یې مجازات کړي، همغه وو چې په دوو میاشتو کې یې ددنه دا کار وکړ.
د فاروق وردګ پلان طالبانو برمته کړ. کرزي وردګ ته وویل چې پلار دې خامخا را خلاصوم. سبا په ټول وردګ ولایت کې چې سهار خلک را ویيښ شول په هره شېله، خوړ او هره غونډۍ امنیتي ځواکونه موضع وو، ورځ لا نه وه تېره چې د فاروق وردګ پلار یې را پیدا کړ.
پورتنیو او په سیمه کې موجوده عملي مثالونو ته په کتو سره ویلی شو، چې حکومت په ریښتیا هم نه غواړي چې لاندې څلور کارونه ترسره کړي:
اول: د طالبانو ماتول
دویم: له طالبان سره سوله
دریم: د داعش پر وړاندې جګړه
څلورم: هېواد ته د افغان کډوالو را ستنول
لومړی د طالبانو ماتول: په کلیو او بانډو کې ډېر خلک په دې باور دي چې که په ریښتیا هم حکومت وغواړي چې طالبان له منځه یوسي نو دا کار کولی شي خو حکومت په دې اړه جدي نه دی. کله هم چې د حکومت کوم طالب مشر ته خوا وګرځي په یوه اونۍ او یا هم په یوه میاشت کې یې له منځه وړي. کندهار ډېر خطرناک ولایت ؤ، هره ورځ د طالبانو د حملو شاهد ؤ خو عبدالرازق قوماندان را پیدا شو، ښار څه چې په ولسوالیو کې یې هم د طالب بوی او نوم نشت کړ، ځکه له هغه سره جدي اراده وه. زه چې د خپل ولایت او خپلې ولسوالۍ د طالبانو حالت وینم. د حکومت ولایتي او د ولسوالیو ادارو ته هر طالب په نامه معلوم دی، د هغوی پوره معلومات ورسره دي چې څوک او د چا زوی دی او چېرې ګرځي. که له اړونده ولسوالۍ سره د مرکزي حکومت جدي همکاری وي، په اسانۍ سره کولی شي د طالبانو ملا ماته کړي. حکومت د طالب پر وړاندې له ډېرو طریقو مبارزه کولی شي. حکومت کولی شوای چې ملاامامان پیاوړي کړي، ولایتي ادارې په جدي ډول وڅاري چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، عامو خلکو ته د جګړې ماهیت روښانه کړي. په تبلیغ او عامه پوهاوي زور واچوي. دیني مدارس زیات او په هغو سالم کنټرول زیات کړي او داسې نور...
دویم: له طالبان سره سوله: د سولې لپاره ګډه جرګه وشوه، شورا جوړه شوه، د هغو تشکیلات جوړ شول. کابو ۸۰۰ ملیونه ډالر مصرف شول. خو دې شورا تر اوسه یو طالب هم سولې ته ونه شو هڅولی. که په ريښتیا هم حکومت غوښتی چې له طالبانو سره سوله وکړي. نو د هغو لپاره سلګونه لارې چارې وې. د ولسواليو په کچه سوله، د ولایتونو په کچه سوله، د قومي مشرانو او قومي جوړښتونو څخه په استفادې سره سوله. له علماوو څخه په استفادې سوله، په طالبانو کې د امنیتي نفوذ له لارې د هغوی صفونه متزلزل کول. په انفرادي شکل د طالبانو تطمیع کول او د مطبوعاتو له لارې په هغوی نفوذ را وړل.... او دېته ورته لسګونه لارې دي چې حکومت ترې استفاده کولی شي، چې افغاني سوله وکړي. خو دا کار نه کوي ځکه چې حکومت په ریښتیا نه غواړي چې له طالب سره سوله وکړي.
دریم: د داعش پر وړاندې مبارزه: ټول ولس شاهد دی، چې یو نیم کال مخکې اشرف غني جلال آباد ته لاړ او خلکو ته یې ژمنه ورکړه چې داعش به صفر کوي، بیا ښاغلی اتمر د ننګرهار له قومي مشرانو سره د وخت والي سلیم کندوزي پر مهال وکتل او ددې ولایت قومي مشرانو ته یې وویل چې دری میاشتې وروسته به داعش درته تس او نس کړو. ګلاب منګل خو څو ځله د مشرقي له خلکو سره ژمنې وکړې، چې بس د داعش خبره ختمه ده. ولسی پاڅون کوونکي مسلح شول، امریکا هم د بمونو مور پرې را وغورځوله خو بیا هم ټول وینو چې لا هم داعش په اچین او د ننګرهار په نورو ولسواليو کې ختم نه شو بلکې خبره خوګیاڼو ته هم لاړه او ان تر کنړه او لغمانه ورسېده. ان په شمال کې هم داعش را پیدا شو او د جوزجان په درزاب کې یې پاخه سنګرونه جوړ کړل، دعراق او سوریې یاران یې هم راغلل. اوس دا دی د طالب پر خای داعیش د انتحاري حملو ابتکار په لاس کې اخیستی او خپلې حملې کوي. ورځ تر بلې پیاوړي کېږي. حکومت د هغوی پر ضد د عملیاتو داسې اعلانونه کوي ته به وايې هغوی ته خبر ورکوي چې درځو ځانونه مو ګوښه کړئ.
څلورم: د افغان کډوالو راستنول: د کلونو راهیسې پاکستان له افغان کډوالو څخه د فشار د آلې په توګه ګټه اخلي. دغه کډوال ښه کاري او مالي ځواک لري په دې سره پاکستان له هغوی څخه د خپل اقتصاد لپاره کار اخلي. افغان حګومت په دې ښه پوهېږي چې که افغان کډوال په پاکستان کې نه وای نو د پاکستان پر وړاندې به لا په ډېر ښه موقف کې ؤ. خو افغان حکومت په ریښتیا هم د افغان کډوالو د راستنولو لپاره لازم کار نه دی کړی. که افغان حکومت د کډوالو را ستنولو ته جدي وای، حکومت کولی شوای د تجارت وزارت ته جدي امر وکړي چې پاکستان میشتو سوداګرو ته د اسانتیاوو ځانګړې بسته اعلان کړي، د کډوالو وزارت په اسانۍ سره د کور جوړولو لپاره نومره ورکړي. د هندوستان په مرسته د ډېرو کډولو لپاره کورونه جوړ کړي. ولسمشر تر خپلې سرپرستۍ لاندې یو ځانګړی کمیسیون جوړ او دا کمسیون په ورځني ډول د کډوالو ستونزو ته رسیدګي وکړي، د هغوی په اړه ولایتونو کې د هغوی د مېنو ستونزه حل کړي. سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروستي