تورې ګوتې

ځان ساته ګل څانګې د تور وخت د اور لمبه دې خوري
ګـــــــرځي هره لار باندې د وږي نظر غله دې خوري
لا دتوروږمیو تورې ګـــــوتې دلته ويښې دي
ورو راځه سحره هسې نه چې رانه وه دې خوري
پام دې دى مــــــــغروره خپل غــــــرور دې زيږوي ښېرې
تا چې خوري نوخپلې شوخې سترګې شوخ باڼه دې خوري
ستا څـــــه دي رقيبه! يار زمــــــــا او زه د يار يمــــــه
مينه خو زمونږده ضرورت څه دى چې زړه دې خوري
اى! د تورې دښتې پاچـــــــا تور ليــــــــوان دې خوشي كړل
ستا انصاف هم دا دى چې رمې دې خوري شپانه دې خوري
ټول كړه د جلان خياله د ښكلي جزيرې پيڅې
شور كوي د تور سمندرګي ځېږه څپه دې خوري
سيدجيلاني جلان