د پښو درد څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې

د پښو درد څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
په امريکا کې د تر سره شويو څېړونو له مخې په هر لسو امريکايانو کې اته کسان يې د پښو د درد له بيلا بېلو ناروغيو او دردونو څخه زوريږي، دا شمېره يوځاي په امريکا کې ښوودله شوې ده، د نړۍ په هر هېواد کې خلک يادې ناروغۍ او درونه څخه سر ټکوي.

د انسان هره پښه له ۲۶ هډوکو او ۳۳ مفصلونه څخه جوړه شوې ده، چې د دواړو پښو مجموعي هډوکي ۵۲ او ۶۶ مفصلونه کيږي، ياده شمېره د انسان د وجود د ټولو هډکو ۲۵ سلنه برخه جوړه وي. کله چې د وجود د بلې هرې برخې په پرتله ډېر هډوکي او مفصلونو په پښو کې شتون ولري، نو څرګنده ده، چې د هډوکو او مفصلونو يو زيات شمېر ناروغۍ او دردونه به هم ورسره وي.

په دې لېکنه کې درته د پښو د درد يو شمېر لاملونه او د هغوی درملنه په ګوته کوو.
د پښو درد، ناروغۍ او لاملونه يې:
۱- د پېښې د لاندنۍ برخې درد Plantar Fasciitis: د پښې د پوندې څخه د پښو تر ګوتو پورې د تړونکو تارونو يا Ligament التهاب، پړسوب، سوروالی او درد ته Plantar Fasciitis. پلانټر فاسېټېس هغه وخت منځ ته راځي چې د پښې په لاندنۍ برخه يا له پوندې څخه بيا د پښو تر ګوتو پورې برخه باندې زيات فشار راوړل شي، د نه برابرو بوټانو اغوستل، زيات وزن درلودل او په ډېره اندازه منډه او يا قدم وهل.
نښې:
- سهار مهال د خوب څخه د پورته کېدو په وخت کې د پښې د لاندې برخې درد
- له ډېر ناستی وروسته د بيا پورته کېدو په وخت مې درد
- له فزيکي تمرين وروسته په ياده برخه کې درد

درملنه:
د پېښې د لاندې برخې (Plantar Fasciitis) د درملنې لپاره له لاندې فزيکي تمرينونو څخه کار اخېستل کيږي.
- پرته له بوټانو قدم وهل او ګرځېدل
- د ټېنس يا کرېکټ يو نرم پنډوسکی (بال) باندې په داسې طریقې سره تمرين کول، چې بال د پښې د غټي او روسره د څنک ګوتې لاندې برخه کې ونېول شي او په ارام ډول د بال د پاسه پښې ته د نيم ساعت يا شلو دقيقو لپاره تمرين ورکړل شي
- يوه پښه پورته کول او د پښو د ګوتو خلاصول او بندول
- په چوکۍ کې کېنستل، د پښې پنجه داخل ته د لينګي په طرف ټولول او بهر ته خلاصول
- په چوکۍ کېنستل، د پښو ګوتو ته رسۍ يا پړی اچول، د پښې پنجه داخل ته کشکول او بيا بهر ته پرېښودل

۲- د پښې د غټې ګوتې درد Bunions: کله چې د پښې د غټې ګوتې د لومړي مفصل هډوکی بې ځايه شي، نو غټه ګوته د پښې د نورو ګوتو پر خوا کږيږي او درد لري. د Bunions د منځ ته راتللو لامل اوږده، نري، تنګ او د جګو پوندو لرونکو بوټانو اغوستل دي.
درملنه:
- د جګو او تنګو بوټانو له اغوستلو مخيوی کول
- په نرمو واښو، فرش او کوچنيو شګو باندې قدم وهل
- د ګوتو په سرو درېدل او د پښې پوندې پورته کول او کښته کول، ياد تمرين هره ورځ درې يا څلور ځلې د لس او شل واره ترسره کول.
- په ولاړ باندې، د پښو ګوتې لاندې ټولول او بيا خلاصول
 
۳- د پښو د ګوتو درد Hammertoes: همرټوز هغه ناروغي ده، چې د غټې ګوټې پرته د پښې د څلورو نورو ګوتو لومړی او دويم مفصلونه پړسوب کوي او لوړالی پيدا کوي او هر کله چې تنګ بوټان په پښو کیږي نو د مفصلونو يادې راوتلې برخې ورسره لږيږي او درد کوي.
درملنه:
- د پر پښو ګوتو باندې د شلو ثانيو لپاره داسې فشار راوړل چې لاندې ونېول او بيا په همدې ډول ورباندې پورته زور شي
- همدا ډول ياد تمرين د پښو په څلورو ګوتو باندې په جلا ډول سره هم ترسره شي نو درد د محنيوی

۴- د پښو د ګوتو د نوکانو مرخيړي Toenail Fungus: د پښو د نوکانو مرخيړي يا قارچ ښه ناروغي ده چې په اسانۍ سره يې درملنه شوني نه ده.
نښې:
- د پښې نوک غټ او پړسيږي او سخت درد لري
- له نوک پرته اړوند نور نسجونه هم پړسوب پيدا کوي او درد کوي
- د پښې د نوک رنک شين او تور غوندې وي

درملنه:
- ډبل جرابې او تنګ بوټان بايد وانه غوستل شي
- اغېزمنه شوې برخه بايد ډېره ګرمه او لنده ونه ساتل شي، دا ځکه چې نمناک چاپيريال د فنګس لپاره د خوښې وړ ځای دی
- متاثره برخه بايد د لمر وړانکو او په ځانګړې ډول د لمر UV وړانکو ته وساتل شي، د لمر UV وړانکې د فنګس لپاره مضرې دي او فنګس يا مرخېړي وژني.
-له نرمو تودو اوبه سره مالګه ګډه شي او د پښې نوک پرې پرېمنځل شي

۵- په نوک کې د اضافي غوښې پيدا کېدلIngrown Toenail: هر کله چې د پښو د ګوتو نوکان په خراب ډول سره پرې شي نو د نوک دننه اضافي غوښه پيدا کيږي. هر کله چې د پښې نوک غوڅ کيږي بايد د مستعقيم خط په ډول لڼډ شي، که چېرې په زوايي بڼه غوڅ شي نو د نوک دننه اضافي غوښه پيدا کيږي چې د سخت درد لامل کيږي. همدا ډول د نوکانو ډېر لڼډ پرې کول هم د نوک دننه د اضافي غوښې د پيدا کېدو لامل کيږي.

درملنه:
- نوکان بايد د مستعقيم خط په ډول پرې شي
- نوکان بايد ډېر ژور پرې نه شي
- تنګ بوټان بايد په پښو نشي
- په تودو صابون لرونکو اوبو کې د يو څو دقيقو لپاره د پښو نوکان وروسته له پرې کولو وساتل شي