
ښوونه هغه ستر الهي نعمت دی، چې انسانان د جهالت تورو تیارو څخه د رڼا لورې ته بیايي، د همدې پوهې په برکت د نړۍ ټول زیږندې او اختراعات رامنځته شويدي. ددې لپاره چې دغې خوندورې میوې څخه مونږ پوره ګټه واخلو او عمل پرې وکړو، ټولوهیوادوالوته لازم ګڼو، چې خپل ماشومان او کورنۍ د زده کړې لورې ته وهڅوي، زده کړې پرې وکړي، ښوونځي، دیني مدرسو او نور ښوونیزو مرکزو ته يې ولیږي او همدارنګه لوړې زده کړې چې د راتلونکې سرنوشت جوړه وي لاسته يې راوړي.
د څوارلسو کلو را په دیخوا کله چې په افغانستان کې لنډمهاله اداره رامنځته شوه؛ افغان غیرتي ولس او میشته قومونو په دې پوه شول، چې د تعلیم څخه نور داسې لاره نشته، ترڅو د ټولنې په پرمختګ او د خلکو په پوهاوي کې مثبت بدلون راشي، نو په دې اساس دولت هم د ښوونیز سیسټم په بیا جوړونه کې قانوني ګام پورته کړل او د هیوادوالو لپاره یو ملي نصاب رامنځته کړل، چې ورسره ولس په دې لاره کې دوی ته لبیک وویل او خپل ماشومان يې ښوونځیو اوتعلیمي مرکزونو ته ولیږل، چې په تدریجي ډول دښوونې کچه ورځې تر بلې او کال په کال زیاتیدل، چې دامهال په هیواد کې د ښوونځیو، دیني مدرسو، پوهنتونونو او ترڅنګ يې خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه جوړ او په فعالیت يې پیل کړی دی، چې دا په جوته توګه د خلکو مینه او علاقه د علم او زده کړي سره ښيي، چې دوی د ښوونې په پیاوړتیا کې هلې ځلې ترسره کړي او غواړي، چې نور د هیواد څخه د ناپوهي کچه له منځه ولاړه شي.
دا چې افغانستان دژمې په موسم کې تودې او سړې سیمې لري، نو په تودو سیمو کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه فعال او د سړو سیمو ښوونځي په دریو میاشتو کې رخصت وي او زده کوونکي په کور کیږي، نو باید د کور مشران اوپلرونه خپل ماشومان وهڅوي، چې دژمې موسم څخه د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکي ښوونیز کال د پیل لپاره بشپړه تیاری ونیسي او په راتلونکو درسي چاروکې ستونزې ونه لري، خپل ماشومان دې دبې ځایه ګرځیدو او بې ځایه لوبو کولو څخه منعه کړي، ژمني کورسونو ته دزده کړو لپاره او همدارنګه دیني مدرسو او د کلي جوماتوته د ولیږي، ترڅو ددغه دریو میاشتو څخه پوره ګټه واخیستل شي، د دوی دپوهې د کچې په لوړتیا کې هم مثبت بدلون راتلای شي او د وخت د ضایعه کیدو مخه هم نیول کیږي، ځکه چې ویل شويدي، چې وخت سره زر دي، رښتیا هم وخت تلونکی دی اوبیرته نه راګرځي، د یو تورې او کلمې زده کړه د ټول عمر هوساینه او آرامتیا ده، نو باید ټولو لپاره اړین وګڼو، چې خپل اولادونه زده کړې، تعلیم او پوهې ته تشویق کړي، چې ماشومان د خپل دځان راتلونکی دلاس امساء وګرزي، زده کړه ده، چې څوک د کسب او کار خاوندان کوي او ورسره د کور لپاره حلاله نفقه اوروزي ترلاسه کولای شي او علم د دنیا او آخرت لپاره کښت دی، چې څوک يې زده کړي. په خپلو ماشومانو زیار وباسئ، چې د ښوونځیو او پوهنتونو زده کړو ترڅنګ ديني زده کړې هم وکړي، ځکه تنها په عصري زده کړو بسنه ونشي اوپه خپل دین او مذهب هم مونږ باید برلاسی ولرو، ترڅومو په آخرت کې دجنت له خوږو میوو څخه برخمن شو. د علم ترلاسه کول د دنیا او اخرت بریالیتوبونه د انسان په برخه کیږي، په دنیا کې د ناخوالو او بدبختیو سترلامل د جهالت تورې تیارې دي، چې ددې له منځه وړلو لپاره یواځې پوهې اوتعلیم ته کار وشي او د علم زده کړه په هیوادکې د یو فرهنګ په توګه وکارول شي، راځئ، چې د علم ډیوې د هیواد په ټولو کلیو، بانډو او ښارونو کې ځلانده بلې وساتو، د ناپوهۍ پر وړاندې ټول مسؤل یاستو، چې ستره مبارزه پیل او د هیواد څخه د جهالت ټغرټول او د سولې، ملي یوالې او ورورګلوي فضا رامنځته کیدوټولنه مو د علم په جامه سینګار کړو.