
د ۲۰۱۸ میلادي کال له پېلېدو سره په چورتونو شوم:
زما په فکر د کلونو تېرېدل په ژوند، کړنو او په ذهنونو کې مثبت او منفي بدلونونه راولي.
وګړي د وختونو په تېرېدو سره له ژونده نوې تجربې اخلي، او دا تجربې په خپلو ورځنیو چارو کې پلي کوي.
تاسې وینې چې ټکنالوژۍ ډېره وده کړې ده،کارپوهان په نورو ستورو کې د ژوند کولو آسانتیاوې لټوي عجیبې او غربیې اختراګانې کوي.
د هرې برخې متخصصین په خپل مسلک کې کار او هڅې کوي او غواړي خپل هیواد ویاړمن کړي.
خو اپوټه په افغانستان کې دا چاره بدله ده !
دلته ځيني هیوادوال د نورو زیارکښو افغانانو د پرمختګ مخه ډبوي د هڅو په وړاندې یې خنډونه جوړوي.
مونږ لیدلي او وینو چې د پردیو په لمسون دا غلامان له خپل هیواد سره جفا او خیانت کوي.
تاریخ شاهد دی: د پاچا آمان الله خان له واکمنۍ نه راهیسې د وطن پلورونکو، د پردیو مزدورانو دا نوکري، د دوې نسلونو ته په میراث پاتې ده او ګومان کوم دا لړۍ به همداسې روانه وي.
په پنځه زره کلن تاریخ ویاړو؛ خو دا نه وینو چې اوس مهال څه کوو او کوم لوري ته روان یو؟
د ودانۍ او که د بربادۍ په لور؟
نور خو لا څه کړې د ګاونډیانو سیال هم نه یو!
څوک نه وايي چې ولې؟ دا کار چا وکړ ؟ ولې داسې وشول؟
له بده مرغه په دې ښه پوهیږو خو ځان پوهول نه غواړو، سترګې پټوو او په غوږونو لاسونه ږدو او د هېواد ویجاړتیا ته دوام ورکوو.
دا فکر نه کوو چې د کلونو په نوي کېدو او تېرېدو سره نوره نړۍ او د نړۍ خلک، چيرته او کوم لور ته روان دي؟
او مونږ خپل هیواد او خپل خلک یوازې د ویجاړتیا په لور روان کړي؟
ترڅو به داسې یوو؟ راشئ لږ خپل ګریوان ته سر ښکته کړئ، خپل خدای او ضمیر ته خجالت وباسئ، د پيښمانۍ احساس وکړئ،او خپل هیواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ لپاره د کلونو او وختونو په ارزښت ځانونه پوه کړئ!
د وخت له هرې دقیقې نه ، د خدای د رضا په لار کې، د هیواد د ودانۍ، پرمختګ او د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره د وخت نه په ګټې اخیستنې سره خپلې تېروتنې سمې کړې او د خپل هیواد د پرمختګ لپاره هلې – ځلې وکړئ؛ نه د بربادۍ لپاره.