دکبانواسکليټي سيستم

 
فلسونه او شاپرونه دکبانو بهرني اسکليټ جوړوي چې په دنني اسکليټ کې جمجمه ،دملاتير،پښتۍ،دسينې دملا بنداويوشمير کوچني هډوکي چې شاپرونه کلک ساتي شامل دي.
څرنګه چې دکب دبدن وزن ديوې اندازې پورى په اوبو باندې راځي نو ددې اړتيا نه پيښيږي چې دکب هډوکي دالوتونکو او تي لرونکي حيواناتو په شان چې دبدن ټول وزن اخلي قوي وي.
په جمجه يا skull کې قحف ( چې دماغ کې قرار لري ) دحبيه غړو کپسولونه احشايې اسکليټ visceral skeleton برخه لري څرنګه چې جمجمه دملا له تير سره نږدې نښتې ده ځکه کب نه شي کولاى چې خپل سر يوې او بلې خواته واړوي.غاښونه يې شته دکبانو په جنين اوهم په بچيانوکې قحف کرپندوکي وي چې وروسته بيا په هډوکوبدليږي .
احشايې اسکليټ له اوه جوړو قوسونوڅخه جوړشوي دي چې په پيل کې کرپندوکي وي اوبيا په هډوکو بدليږي لومړى قوس له جمجمې سره نښتى دي او ژامه جوړوي دپورتنۍ ژامې نيمايې له دوه غشايې هډوکوMembrane bone ممبرن بون يعنې دپورتنۍ برخې دمخه ژامه premaxillary او پورتنۍ ژامې Maxillary څخه جوړشوي دي لاندينې ژامه لومړي له دواړو خواو څخه د درې هډوکو څخه جوړه شوې چې له angular dentary او articular bone څخه عبارت دى .
قوسونه ژبه ټينګه ساتي څلور دبرانشي قوسونه Gill arches له دريم څخه تر شپږم قوس پورى هريو دنفسي غړي Gills په بانديني انحناء او دستوني په دننه کې Gill rakers په نوم يوقطار اغزي ډوله جوړښتونه لري چې دغه جوړښتونه تنفسي غړي کلکو ذراتو په وسيله دزخمي کيدو څخه ځان ساتي .وروستنې قوس دستوني په برخه کې غاښونه لري مګر تنفسي غړي نه لري .دملا تير له ورته مهرو څخه تشکيل شوي دي پښتي درباطونوLigament په وسيله بطني برخې له مهرو سره نښتي دي چې بطني خاليګاه ساتي دسينې Sternum هډوکي وجود نه لري داطرافو په اسکليټappendicular skeleton کې دابرخې شته دسينې برخې ملا بند،دخاصري د برخې ملا بند او دهغه شاپرونه چې دخاصري په ملا بند پوري نښتي دي . په ورځني غذايې رژيم کې دکبانو دخوړو ارزښت په افغانستان کې دحبوباتو،سبو،غوښې ( سره اوسپنه ) لبنيات او دلبنياتو څخه په لاس راغلي توليداتو بې اغيزې او لږپيداوار په ملي سطحه دافغانستان دتغذيې پوهانو پام ځانته اړولي دي ترڅو دا ستونزه لږه شي د ډول ډول توليداتو لږتوليد دڅوکلونو پرله پسې وچکالي اوجګړې له امله لا پسې زيات شوي دي يعنې توليدات راکم شوي دي له بلې خوادافغانستان نفوس زياتوالي دافغاني تغذيې پوهانواوکرنې پوهانو پام ځان ته را اړوي ترڅو دپروتينونو اوانرژي نوري زياتې سرچينې پيداکړي داستونزمن حالت دوچکالۍ اوتيرو دوه نيمو لسيزو تاوتريخوالي په وسيله نورهم زيات شوي دي دخوړودلږوالي اغيزو دليري کولو په برخه کې کبان غوښن ،چرګوړي ،مرغاوي ،فيل مرغان،مړزان،پسونه ،وزې ،غواګانې او دميښو روزنه ښه مثالونه اودحل لارې دي .دکب دغوښې ارزښت په قران عظيم الشان کې هم ذکر شوي دي او دکب غوښه تازه غوښه ګڼل شوي ده نوي بيولوژيکي څيړنو ښودلې ده دکب غوښه دزړه ناروغي لپاره ښه درملنه ده ځکه دکب په غوښه کې کلسترول او دهغې پاتې شوني په لږه پيمانه وجود لري دکب په غوښه کې ترټولو مهمه خبره دا ده چې دانسانانو په هاضمې سيستم کې په ډيره اسانۍ سره هضميږي هغه خلک چې په اونۍ کې دوه درې ځله دکب غوښه خوري دزړه له ناروغيو څخه بچ پاتې کيږي .دامريکا دزړه دډاکټرانوټولنې لخوادزړه دحملې خطر کمول په نوم په يوه خپاره شوي کتاب کې داسې راغلي دي چې دزړه ناروغيو دخطرکمولو لپاره دا اړينه ده چې دکب سپينه غوښه دانسانانو په غذايې رژيم کې ديوه بنسټيز عنصر په توګه شامل شي ځکه دکب په سپينه غوښه کې لږه کالوري شته او دضروري امينواسيدونولرونکي ده چې دبدن دانساجو جوړولو لپاره کارول کيږي .دزړه په ناروغانو Na سوډيم بند او کلسيم Ca ورته اړين دي او دکب په غوښه کې هم Na سوډيم دومره نه شته او دCa کلسيم کافي اندازه لري .
همدارنګه دکب په غوښه کې Fe اوسپنه شته او داوسپنې ارزښت په دې کې دى چې کله هم Fe اوسپنه جذب اودوينې دوران ته داخله شي نوبيا دهمدې Fe اوسپنې په وسيله تازه O2 اکسيجن زړه ته انتقاليږي چې دا دزړه دناروغانو لپاره يوه بله ګټه ده دکبانو هغه غوښه چې غوړ ونه لري د%٤ څخه تر%١٦ فيصده پروتين لري د%١ څخه تر%٣ فيصده پورې کاني مواد لري %٠،٥ فيصده غوړو او %٨ فيصده څخه تر %١٨ فيصده پورې اوبه لري دکبانو غوړه غوښه %٢٠ فيصده پروتين %١٠ فيصده غوړ%١ څخه تر%٤٠ فيصده پورې کاني مواداو د%٦ څخه تر%٦٨ فيصده پورې اوبه لري همدارنګه وچ کب %٦٠ فيصده پروتين %٢١ فيصده غوړ،%١٥ فيصده کاني مواداو %٤ فيصده اوبه لري .
څرنګه چي کبان دA او D ويټامينونه لري نو ددې پلوه دارزښت وړ دي ځکه چې دA ويټامين هغه ويټامين دى چې دسترګو په ليدلو کې رول لري او لږوالى يا نشتوالى يې دسترګو دليدلو او ان دړنديدو سبب ګرځي .
همدارنګه دنوموړي ويټامين دلږوالي په صورت کې دانسانانو بدن په ښه توګه وده نشي کولاى هغه کسان چې دنوموړي ويټامين دلږوالي سره مخ وي هغوي دملا په درد اخته کيږي .
کبان دD ويټامين لري چې ددې ويټامين دلږوالي په وخت کې په ځوانانو کې ملا کږيږي او په زړو انسانانو کې هډوکي ناڅاپه ماتيږي دبله پلوه دپروتين اندازه چې دانسانانو دبدن په جوړښت کې مهم رول لري او همدارنګه زياته اندازه انرژي لري چې په دې توګه دانرژي ښه سرچينه ده په تيره بيا دژمي په موسم کې دنوموړي محصولا تو کارول ډير ګټور دي ځکه چې انسانان ديخنۍ له وجې ډيره انرژي له لاسه ورکوي دنوموړي انرژۍ دلاسته راوړلو لپاره غذايې ارزښت لري .