په کبانوکې داوبوفزيکي فکتورونه

 
تودوخه : تودوخه داکسيجن څخه وروسته يو بل مهم فکتوردى چې دکبانو روغتيااغيزمنه کوي کبان دسړه وينه لرونکي حيواناتو څخه دي .داوبو تودوخې درجه دکبانو په فعاليتونو فوق العاده اغيزه لري لکه دخوړو په خوړلودبدن په نمواوتکثري سيستم هم اغيزه لري دتودوخې له مخې کبان په دوه ډلو ويشل کيږي
1 : ګرم محيط خوښوونکي کبان
2 : يخ محيط خوښوونکي کبان
کټ فيش چاينل (cut fish channel) او تيلا بيا دتودو اوبو کبانو له ډلې څخه دي چې دښې ودې لپاره چې د90-75 فارنهايت ته اړتيا لري ټراوټ او سالمون salmon داوبو کبانو له جملې څخه دي په منځني ختيځ راينبو ټراوټ (Rainbow trout) دسړو اوبو کب دى چې دبدن دنمو لپاره 48 نه تر65 درجې پورى فارنهايت ته اړتيا لري .
دکبانو فضله مواد:
دکبانو فضله مواد دکبانو لپاره ستونزمن دي چې نه يواځې دکبانو برانشونه پاروي لکه يو لړ ستونزې په بيولوژيکي فلټر کې رامنځ ته کوي او دهغه بکټرياوودودې سبب ګرځي NH3 امونيا غاز توليدوي همدا سبب دى چې کبان پالنې په ډنډونو کې دکبانو مختلفې نوعې روزل کيږي ځکه يو شميرکبان دنورو کبانو دفضله موادو څخه ګټه اخلي چې له يوې خوا دډنډونو دچټلتيامخنيوي کوي او له بلې خوا نوموړي کبانوته يوه اندازه خواړه نه پيداکيږي .
مټه :( Clay )
دفزيکي فکتورونو له ډلې څخه تهيه يوفکتور دى چې په شتون سره يې په اوبو کې خړوالې رامنځ ته کيږي او ددې سبب کيږي چې دلمر دوړانګو مخنيوي وکړي په دې توګه به دفوتو سننيز عمليه دخنډ سره مخامخ شي او داکسيجن کموالي به منځ ته راشي.ددې ستونزې دحل لپاره بايد هغه ځايونو کې چې اوبه يې مټه لري په کار ده چې داوبو دفلټر لپاره يو جدا ډنډ کړى شي.
داوبو کيمياوي فکتورونه :
فوتوسنتيزس photo synthesis
يو له مهمو بولوژيکي عمليو څخه ده چې داکسيجن ،کاربن ډاى اکسايډ پي ايچ PH اندازه او حالت دهغې په وسيله اداره کيږي چې دا عمليه دپايکوپلانکستون په وسيله سرتررسيږي په دې طريقه کې دفايتوپلانکستون په وسيله داوبو او کاربن ډاى اکسايډ له يو ځاى کيدو څخه خواړه او اکسيجن په لاس راځي نه يواځې دا چې په دې عمليه کې اکسيجن توليديږي لکه نور نايتروجن لرونکي مواد لکه NH3 نايټريټ هم له منځه وړل کيږي چې معادله يې په لاندې ډول ده .
په عمومي توګه داعمليه دورځې له خوا چې دلمر وړانګې موجودي وي سرته رسيږي او دشپې له خوا توقف کوي دورځې له خوا دغرمې وروسته 2نه تر3 بجو کې ډيره ښه سرته رسږي .
منحل اکسيجن :
اکسيجن کبانو دمهمواړتياوو دډلې څخه ګڼل کيږي که چيرې په اوبو کې دمنحل اکسيجن اندازه لږه شي نو په دې توګه به کبان دمرګ سره مخامخ شي داکسيجن اړتيا دکب په اندازې ،خوړو فعاليت او دتودوخې درجې پوره اړه لري واړه کبان نسبت غټوکبانو ته زيات اکسيجن ته اړتيا لري ځکه چې دوي لوړ ميتابوليزم لري دکبان ژوند لپاره دمنحل اکسيجن اندازه پنځه برخې په يو ميليون برخو اوبوکې ده په داسې حال کې که اندازه يې دوه برخې په يو ميليون برخو اوبوکې شي نو کبان به له منځه لاړ شي يوه بله طريقه چې په فارم کې داکسيجن دزياتوالي لپاره کارول کيږي .له يو لړماشينونوڅخه ګټه اخيستل کيږي چې اوبه پاشى او په دې ترتيب په اوبو کې اکسيجن منحلوي
دکبانو خواړه :
کبان هم دنوروژونديوموجوداتو په څير دژوند په اوږدوکې يو لړ خوراکي موادو ته اړتيالري لکه O2 اوبه او داسې نور په دې توګه ويلې شو چې خواړه يو مهم فکتور دي ځکه کومو خواړو ته چې نور حيوانات اړتيالري کبان هم ورته اړتيالري دا خواړه په لاندې ډول دي .
1. پروټين (protein)
2. قندونه : (carbohydrates)
3. شحميات: (fats)
4 ويټامينونه (vitamins)
5 منرالونه (minerals)
نوموړي خواړه دکبانو دژوندلپاره اړين دي که چيرى فارم لرونکي دخوړو په هکله معلومات ونه لري نو دوي به دکبانو دفارم څخه ګټه وانه اخلي چې دوي يې دکار په پيل کې هيله درلوده .
پروتين : protein
کبان دنورو حيواناتو په څير له هغه پروتين څخه ګټه اخلي چې دژونديوارګانيزم په دننه کې دانزايم په وسيله په امينواسيدونو بدليږي جذب يې ترسره کيږي او بيا هماغه پروتين په لاس راځي چې دکبانو دبدن په جوړښت کې برخه اخلي که دکبانو دانرژي اړتيا دژوندونواو شحمياتو په وسيله پوره نه شي نو په دى صورت کې پروتين انرژي توليدوي چې يو ګرام پروتين کولاى شي ٤ کالوري انرژي توليدکړي .
دکبانو لپاره دپروتين اړتيا په خوړوکې د٢٥ نه تر٤٠ فيصده ده دا اندازه له هغه اندازې څخه زياته ده چې نور حيوانات لکه چرګان خوګان او غواګانې ورته اړتيالري يعنې نوموړي حيواناتو دپروتين اړتياد١٢ نه تر ١٧ فيصده ده.
څرنګه چې کبان دسړې وينې لرونکي حيوانات دي دبدن دتودوخې پرته نورې لږې انرژۍ ته اړتيالري همدارنګه دکبانو مختلف ډولونه دپروتين مختلف مقدارته اړتيالري لکه :راينبو ټرايوټ Rainbow trout چې زيات مقدار پروتين ته اړتيالري په داسې حال کې چې واښه خوړونکي Herbivorous کبان کم مقدار پروتين ته اړتيالري دکبانواړتيايواځې دپروتين اندازې پورى نه بلکه دپروتين څرنګوالي پورى هم ا ړه لري دکبانوپه خوړوکې بايد هغه پروتين وکارول شي چې دکبانو داړتيا ټول امينو اسيدونه ولري داړين امينواسيدونه دايزوليوسينisoleucine ليوسين leucine لايزين lysineميتيونينmethionine فينايل النين phenylalanine تريونين threonine تريتوپان trytophan والين valine ارجنينarginie او هستيدين Histidine څخه عبارت دي دغه ذکر شوي لس امينو اسيدونه دکبانو دنورمالي دوې لپاره اړين امينواسيدونه بلل کيږي.
قندونه Carbohydrates
قندونه چې سکرايدونه هم ورته وايې دانرژۍ دسرچينې په نوم ياديږي دکبانو اوټولوژونديوموجوداتوداړتيادډلې څخه شميرل کيږي .شکري دژونديو موجوداتوپه دننه کې په مونو سکرايدونو يا يو قيمته قندونو بدليږي او جذب يې ترسره کيږي .
دقندونو يوه برخه په بدن کې داکسيديشن دعمليې په وسيله په کاربن ډايې اکسايډاوبو او انرژي بدليږي .ديو ګرام شکرې څخه څلور کالوري انرژي په لاس راځي يوه اندازه شکرې په ځيګر کې او يوه اندازه په عضلاتو کې دکلايکوجن په څير زخيره کيږي چې بدن ورڅخه داړتيا په وخت کې کار اخلي دشکرو پاتې برخه کيداى شي په شحم بدله شي او په هغه وخت کې چې کبان دخوراکي موادو دکمښت سره مخ شي نودشحم څخه ګټه اخلي .
شحميات :
شحميات هم د انرژۍ دمهمو سرچينو څخه شميرل کيږي چې له هر ګرام شحم څخه ٩ کالوري انرژي په لاس راځي شحم په هاضمي جهاز کې په شحمي اسيدونو اوګليسرول بدليږي چې دجذب قابليت لري وروسته له جذب څخه هغه شحم جوړوي چې دبدن د جوړښت لپاره اړين دي لاس ته راغلي دپوستکي په لاندينۍ برخه عضلاتو ارتباطي انساجو په منځ اود ګيډې دخاليګاه په برخو کې زخيره کيږي .
شحم داکسيديشن Oxidation عمليې په وسيله تجزيه او يو لړزهريله مواد لکه الديهايداوکيتون توليدوي نوموړي مواد دکبانو دژوندانه لپاره خطرناک دي همدارنګه دکبانو په خوړو کې ويټامين E له منځه وړي که چيرې کبان دداسې خوړو څخه په زياته اندازه ګټه واخلي دتين بک thin back په ناروغۍ به اخته شي .عضلات به يې واړه شي وزن به له لاسه ورکړي اوزياته مړينه به منځ ته راشي .