(دويمه برخه) هغه پنځلس (۱۵) درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري

(دويمه برخه) هغه پنځلس (۱۵) درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
 
۹- د حساسيت له امله زکام او تبه Hay fever: 
د موسم له بدلون سره هغه کسان چې حساسيت لري زکام کيږي، پوزه يې بهيږي او تبه ورته پيدا کيږي، چې دې ته Hay fever وايي.
د Hay fever يا د حساسيت پر بنسټ پيدا شوې ستونزې ته دوا په عادي ډول پيدا کيږي او خلک يې خوري، خو د اميدوارو ميندو لپاره د Hay fever تبې او زکام دوا څخه د مخنيوي توصيه کيږي.
د Hay fever ناروغي هغه کسانو ته پيدا کيږي چې الرجي يا حساسيت ولري او د الرجي يا حساسيت پيداکېدو لامل په دې کې دی، چې د وجود دفاعي سېسټم ضعيف شوی وي، هغه ګولۍ چې د Hay fever تبې له امله خوړل کيږي په نېغ ډول د وينې جريان ته داخليږي چې په جنين باندې منفي اغېز کوي. د Hay fever ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره د اميدوارۍ په وخت کې له ګوليو څخه ګټه مه اخلئ بلکې هغه ځانګړې سپرې استعمال کړی، چې د يادې ناروغۍ لپاره درمل دي.

۱۰- واکسين Vaccinations:
د اميدوارۍ په وخت کې ځيني ځانګړې واکسين لکه د د تور ټوخي واکسين، چې په کارونې سره يې د بدن دفاعي سېسټم قوي کيږي، د مور او ماشوم دواړو لپاره ګته لري.
خو ځېنې نور واکسين له لکه د زېړې تبې واکسين چې د live vaccines په نوم ياديږي، په نېغ ډول د وينې جريان ته د يو شمېر وېرسونو سره دننه کيږي، چې هم د اميداورې مور په روغتيا او هم د جنين په روغتيا ناوړه اغېز کوي.
 
۱۱- آنتي بيوتيک Antibiotics:
آنتي بيوتيک هغه درمل دي، چې د بکترياوو او نورو ژونديو اورګانيزم څخه د مخنيوي لپاره خوړل کيږي. کله چې د وجود دفاعي سېسټم د بکترياوو او ويرسونو پر وړاندې په خپله ځواب نشي ويلی، نو آنتي بيوتيک يې غوره لاره ده، ترڅو يادې مضرې بکترياوې چې د بدن عفوني مرضونو سبب کيږي ووژني.
که څه هم د اميدوارۍ په وخت کې د ټولو آنتي بيوتيک خوړل مضر نه دي، بلکې کټور هم دي، خو ځينې آنتي بيوتيک شتون لري چې که چېرې د اميدوارۍ په وخت کې وخوړل شي نو د جنين د مغزي فلج cerebral palsy او په له پيدايښت وروسته ته ماشوم ته د ميرګيو يا epilepsy ناروغي پيدا کوي.
د اميدوارۍ په وخت ډېره اړينه ده، چې د آنتي بيوتيک د خوراک په اړه له متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.

۱۲- د ناڅاپي حملې ضد درمل Anticonvulsants:
آنټي کان ول سانټ هغه درمل دي، چې د عضلاتو د ناڅاپي حملې د مخنيوي او ځينو عصبي ګډوډيو لپاره خوړل کيږي.
د اميدوارۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل، د ماشوم په عصبو باندې بد اغېز کوي او همدارنګه شونې ده، چې ماشوم په فزيکي ډول غېرې نارمل او بده څېره لرونکی پيدا شي.

۱۳- د اندېښنو او تشويش ضد درمل Anti-depressants:
د اميدوارۍ په وخت کې د تشويق او ويرې د منځه وړونکو درملو له خوړلو بايد ډډه وشي. که چېرې د اميدورۍ په وخت کې د Anti-depressants درمل څخه ګټه واخېستل شي، نو ماشوم به له پيداېښت وروسته له يو ډول ويرې او هم له عصبي ناروغۍ زورېږي، چې په انګليسي کې ورته autism وايي.

۱۴- د ارام او تسکين درمل Tranquilizers:
دغه درمل هم د ذهني سکون، ويرې د ختمېدو او عصبي ارامتيا لپاره کارول کيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل د ماشوم د شنډو دبې ځايه غټېدو او وتلو لامل کيږي او همدارنګه ماشوم تالو په غېرې نارمل ډول سره وده کوي.
د روغتيايي پوهانو له انده د اميدوارۍ په وخت کې دې لومړۍ په دې هڅه وشي، چې له اندېښنو، تشويش او وېرې څخه مېندې لېرې وساتل شي او بيا هم يادې ستونزې شتون ولري نو د Tranquilizers درمل پر ځای دی له ډاکټر سره مشوره وشي، ترڅو بديل درمل ورته توصيه شي.

۱۵- له بوټو څخه جوړ درمل Herbal medication:
زياتره وخت ځيني خلک د صعنتي جوړ شويو درملو پرځای له بوټو څخه په ساده ډول جوړ شوې درمل خوري، چې په پښتو کې يې عام نوم (يوناني درمل) دي.
د اميدوارۍ په وخت کې ځکه د ياد درملو په نه خوړلو ټېنګار کيږي، چې د غېرې طبي کس له لورې توصيه کې، نو شونې ده چې په ماشوم او مور دواړو باندې بد اغېز وکړي.