په ايران کې د افغانانو د اعدام له امله ،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه


درنو هيوادوالو!
تاسو ته څرګنده ده ،چې په دې وروستيوکې له ايران څخه موږ ته زړه بوږنونکي او د خواشينۍ خبرونه رسيږي . په دغه هېواد کې يو شمير افغانان ( چې شمير يې 45 تنو ته رسيږي ) ، د ډيرې بې وزلۍ ، پرديسۍ او بې کسۍ په شرايطو کې، په ډير غير انساني توګه، په داسې يوه هيواد کې اعدام شول ،چې هغه ځان ته اسلامي جمهوريت ، د اسلام مرجع (!) او د افغانستان دوست او ورور هيواد (!؟) وايي.
کله چې د ايران اسلامي جمهوريت، يوه هيواد سره تړون لاسليک کوي، بيا خو ددوی اسلامي، حقوقي او اخلاقي دنده او وجيبه ده ،چې د هغوی درناوی وکړي او په عمل کې يې تطبيق کاندي.
څلور کاله د مخه د افغانستان او ايران تر مينځ، د بنديانود تبادلې تړون شوی،چې د دواړو هېوادونو جمهور رييسانوپرې لاسليک کړی. نو په کوم حق، دليل او منطق سره ايراني چارواکي، افغان بنديان، په خپلو وحشتناکو زندانانو کې ساتي او حتی اعداموي يې؟؟
په دې توګه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ،د ايراني چارواکو پاملرنه،په جدي ډول ددوی اخلاقي ، حقوقي او د هيوادونو تر مينځ تړونونو تطبيق ته راګرځوي.
له بلې خوا،د افغانستان حکومت هم ﻻ خپلو خلکو په مقابل کې مسوليتونه ،مکلفيتونه او وجايب لري . کله چې يو حکومت د خپلو وګړو حقه، حقوقو و نه ساتي او د هغوی څخه دفاع و نشي کولای او خپل وجايب او مسووليتونه تر سره نه کړي، ايا د هغوی حاکميت او مشروعيت تر پوښتنې لاندې نه راځي ؟؟

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه دا کرغيړن او د انسانيت ضد عمل تقبيح کوي او په کلکه يې غندي .د ويرځپلو کورنيو سره غمشريکي کوي.
د افغانستان کلتوري ودې ټولنه همدار راز د بشر د حقوقو مدافع او نورو نړيوالو موسساتو څخه په کلکه هيله کوي ، چې په ايران کې د دغو افغان بنديانو د برخليلک په هکله جدي مداخله وکړي او د ايران حکومت دې ته پرې نه ږدي ، چې د دغو اعدامونو لړۍ ته دوام ورکړي .
موږ له ملي ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو څخه هيله کوو ، چې خپل آواز اوچت کړي او د ايران څخه په جدې توګه غوښتنه وکړي، تر څو د پاتې بنديانو ،چې شمير يې 5630 تنو ته رسي او ددې ډلې څخه د 3000 شا او خوا کې د اعدام د حکم عملي کيدو ته د نا اميدۍ شپې او ورځې سبا کوي ، د اعدامولو مخه يې ونيول شي .
ټولنه د افغانستان پر حکومت غږ کوي،تر څو خپل ملي مسووليتونه درک او په عمل کې يې تطبيق کړي. د پاتې بنديانو جدي پالنه وکړي،د نورو بنديانو د اعدام کيدو مخه ونيسي او پاتي بنديان د قانوني مجوز ل مخې، هيواد ته راستانه کړي او په دې برخه کې دې نړيوالو، د بشر د حقوقو د موسسو پاملرنه او مرستې وغواړي.
په درنښت

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه
مشرتابه جرګه