خوبه وړي اوبو وړي

هر ملت چې یوې زاويي ته ګوري او په هوایي چیغو پسې ځي، هغه ملت تباه دی او راتلونکی یې تیاره او ویجاړۍ کې دی.

تاسو به تاریخونه لوستي وي او یا به مو له مشرانو کیسې اوریدلي وي چې تېرو وختونو کې هر څه ملتونو سم کړي او هر څه ملتونو وران کړي، حکومت هیڅ نه شي کولای چې د ملتونو ورسره خوښه نه وي، حکومت یواځې د ملت استازیتوب کوي او نور حکومت دی چې ملتونو ته سم برخلیک ټاکي او راتلونکی یې له بربادۍ ژغوري.

دا خبره مې د دې پورې وکړه چې افغان دښمنه چې کله هم په مخامخ جګړه او نورو دسیسو کې کامیاب نه شي، بیا د ملتونو د پآشلو لپاره نوې طریقې راوباسي، یا په بله اصطلاح، د حکومت پروړاندې ملتونه راپورته کوي چې سقوط یې کړي.
 
دا هر څه هغه مهال کیږي چې د بهرنیو هېوادونو اسخباراتي کارونه له خنډ سره مخ شي او یا په کور دننه د اشخاصو ګټې وننګیږي.
 
اوس په افغانستان کې همداسې یو وخت راغلی، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې ترهګرو ته ماتې ورکړې او ترهګر هیڅ ځای نه بریالي کیږي چې کومه سیمه ونیسي او یا له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.
 
شپاړس کاله وشول چې طالبانو د دې خوب د رښتیا کولو لپاره پردي بچي جګړې ته هڅوي چې ګنې یو ځل بیا به افغانستان واکمني لاس کې واخلي او د پنجاب راج او ګټې به پکې پالي، خو شپاړس کلونو کې یې هیڅ خوب رښتیا نه شو او یواځې د نور ترهګرو ډلو لپاره یې د جګړې بستر برابر کړ.
 
دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره جګړه کوي او افغانان وژني، خو داچې بهرنيو هېوادونو د جګړې پروژه افغان ځواکونو له ماتې سره مخ کړي، نو اوس یې په داسې لارو چارو کار پيل کړی چې څنګه کیدای شي ملت د حکومت پروړاندې راپورته کړي.
 
د خلکو په منځ کې چاودنې، په ښارونو کې هدفي وژني، جوماتونو کې چاودنې، عامه غونډو او عامه ځایونو کې ځانمرګي بریدونه، په رسنیو او دیني عالمانو برید، انسان تښتونې. غلاوې او نور ډیر کارونه د همدې لپاره کیږي چې وضعیت ناسم وښيي، ټوله پړه پر حکومت ور واچوي او خلک د حکومت پرضد راپورته کړي.

په دې کې شک نشته چې ګنې هغه ډلې او اشخاص به په دې ناسم وضعیت کې لاس نه لري چې اوس حاشيي ته شوي او شخصي ګټې یې له خطر سره مخ دي، تاسو به لیدلي وي چې هر هغه ځای کې چې د مافیا ګټې له خطر سره مخ کیږي، ګډوډي جوړوي او له همدې درکه پر حکومت فشار راوړي چې ځینې غوښتنې یې ومنل شي.

ځینې وخت دا ډلې او اشخاص چې ګډوډي جوړوي هدف ته رسیږي، ځکه حکومت ویره لري چې خلک یې پروړاندې راپورته نه شي او له مقابل لوري سره معامله کوي، خو ځینې وخت حکومت دې معاملو ته غاړه نه ږدي او مخ پروړاندې روان وي، دا ځکه چې ملت یې ترشاه ولاړ وي او په هر څه یې سر خلاص وي.

نو که د اوسني وضعیت په تړاو د ملت تحلیل دا وي چې دا هر څه د حکومت د بې غورۍ له کبله دي، نو ناسم قضاوت کوي، ځکه دولتي ځواکونه د هر کس په څنګ کې نه شي ګرځیدلی چې ساتنه یې وکړي، یا د هر دفتر مخې ته ودریږي او ساتنه یې وکړي، دولتي ځواکونه د ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د مرکزونو په له منځه وړلو بوخته ده، بیا څنګه کیدای شي هره ورځ په ښارونو کې د فرد ـ فرد ساتنه وکړي، دا خو ناشونی کار دی.

دلته د خلکو هم مسوولیت جوړیږي چې په اتفاق هر ځای په غل، قاتل، مافیا اوجاسوس پسې راپورته شي او پروړاندې یې کلک ودریږي او که ځینې خلک د هر څه پړه پر حکومت واچوي، دا ښکاره خبره ده چې مافیا هغه هدف ته رسیږي د کوم هدف لپاره یې چې ګډوډي جوړه کړې او بې ګنا افغانان د خپلو او پردیو ګټو لپاره وژني.

ملت دې هوښیار اوسي، حکومت خپل کار کوي، د غلو او مافیا ډلې یې رانیولي او یوه ـ یوه به له صحنې وباسي او په کرار به ورسره حساب کوي، خو که ملت ویده شو او اصلي مسیر یې خطا کړ، بیا نو دې د خلکو او هېواد خدای مل شي.