شپږ هغه څېزونه، چې ستاسو پښتورګي (ګردې) له منځه وړي

شپږ هغه څېزونه، چې ستاسو پښتورګي (ګردې) له منځه وړي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
 
پښتورګي (kidney) د انسان په وجود له مهمو غړو څخه شمېرل کيږي. پښتورګي له وينې څخه ادرار (تشې متيازې) تصفیه کوي. د پښتورګو د دندې او جوړښتيز واحد د نېفورن (Nephron) په نوم ياديږي. پښتورګي د لوبيا دانې بڼه لري، چې د ملاتېر کيڼ او ښي اړخ ته پراته دي.
 
د پښتورګو عامه ناروغي د پښتورګود تيږي (Kidney Stone) په نوم ياديږي چې علمي نوم يې urolithiasis ده.

په دې لېکنه کې درته هغه شپږ شيان، څېزونه او عادتونه په ګوته کوو، چې پښتورګي له منځه وړي او په مخنيوي سره يې کولی شئ خپل پښتورګي مو سالم وساتئ.

۱- ادرار بندول يا تشناب ته په تګ کې ځنډ: په مثانه کې د ډېر وخت لپاره د ادرار (تشې متيازې) ساتلو د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل دی، کله چې د ادرار کولو اړتيا ولري، خو تاسې يې په مثانه کې ساتی نو په مثانه کې ذخېره شوی ادرار بيا لومړی حالبين (حالبين يا Ureters دوه پايپونه دي، چې له اوږدوالی يې ۳۰ سنتي متره دی او پښتورګو څخه مثانې ته تللې دي) او بيا پښتورګو ته ځي، دغه ادرار له مثانې څخه پښتورګو ته په ډېر شمېر بکترياوې او مېکروبونه لېږدوي، چې د پښتوګرو د مېکروبي کېدو لامل کيږي.

په مثانه کې د ادرار ډېر ساتل دپښتورګو له ميکروبي کېدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زيات فشار سبب هم کيږي، چې په پايله کې يو لړ نورې ناروغۍ منځ ته راووړي.
 
۲- د ډېرې ملګې خوړل: د پښتورګو د ښې روغتيا لپاره بايد زياته مالګه ونه خوړل شي، د طبي پوهان په اند په يوه ورځ کې له 5.8 ګرامه څخه زياته مالګه په ډېرې مالګه کې حساب کيږي. 
د زيات مالګې خوړل له دې وجې د پښتورګو لپاره ضرري دي، چې مالګه په خپل جوړښت کې په ډېره اندزاه سوډيم لري، نو که چېرې په وينه کې د سوډيم کچه لوړه شي، وينه سوډيم اطراح کوي، چې په دې اطراح سره په پښتورګو باندې فشار راځي او د ناروغيو لامل کيږي.
 
۳- ډېره غوښه خوړل: د پښتورګو لپاره يو بل لامل چې ستونزې او ناروغۍ ورته پيدا کوي، هغه دې ډېرې غوښې خوړل دي، غوښه له پروټين څخه غني ده او هر کله چې پښتورګي له وينې څخه ادرار جدا کوي، نو د پروټينو زرې په پښتورګو کې يې رسوب کوي، چې په پايله کې د پښتورګو تېږه منځ ته راځي.
په غوښه کې د پروټينو ډېره کچه په پښتورګو فشار راوړي او دپښتورګو جوړښت لومړی ضعيف کوي او وروسته يې له کاره غورځوي.

۴- ګاز لرونکي يا Carbonated څښاک: ګاز لرونکي څښاک لکه پېپسۍ، فانټا، سپرايټ او نور په پښتورګو کې د تېږې د پيدا کېدو لامل کيږي. په اوسني وخت کې په ډېره اندزه سره له يادو مشروباتو ګټه اخېستل کیږي، چې د طبي پوهانو له انده په اندازه کې يې بايد کم والی راشي ترڅو د پښتورګو په تېږه او نورو اوږد مهاله ناروغيو باندې اخته نه شئ.

۵- په کمه اندزه د اوبو څښل: لکه څه ډول چې د ګاز لرونکو مشروبات زيات څښاک د پښتورګو لپاره ضرري دی، بيا برعکس د خالص اوبو کم څښل د پښتورګو ناروغۍ منځ ته راوړي. په ياد ولرې چې پښتورګي بايد هر وخت په کافي اندزه سره اوبه ولري او تاسو د يادې کړنې لپاره خالصې اوبه ډېرې وڅښئ.
کله چې په ډېرې پيمانې سره اوبه څښئ، نو هغه زهر چې پښتورګو کې شته او يا ورته دننه کيږي د اوبو په وسيله په روغتيايي ډول بېرته وځي.
د څېړونکو له انده، په نارمل ډول هره ورځ بايد لږ تر لږه اته ګېلاسه اوبه وڅښل شي، کله چې ډېرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متيازو) رنک به روڼ او سپين وي، چې دا نښه د سالمو او روغتيايي پښتورګو نښه ده او له دې امله د ادرار رنګ سپن او روڼ دی، چې پښتورګي په کافي اندزه سره اوبه لري.
 
۶- د اوږد وخت لپاره کېنستل: په يوځای باندې د يو اوږد وخت لپاره کېنستل، نه يوازې د پښتورګو لپاره مضر دي بلکې نورې روغتيايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شی. لکه څه ډول چې پلي ګرځېدل، تمرين کول، په زينو باندې پورته کېدل ..... د انسان د بدن لپاره غوره او لوړه روغتيا منځ ته راوړي، په ځانګړې ډول يادې کړنې د پښتورګو د روغتيا په ساتنه کې هم ډېرې اغېزمنې دي.
په اخېر کې، که چېرې د پښتورګو له کومې جدي ستونزې زورېږی، نور غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره وګورئ.