
د ثور د اومې او اتمې په پلمه
په دې کې هيڅ شک نشته چې افغان جهاد پخوانى شوروي اتحاد ټوټه ټوټه کړ او د شلمې پېړۍ د وروستيو لسيزو دغه تر ټولو لوى وياړ د افغانانو په نوم ثبت شو، خو دغه جګړې د تل په شان او لږ څه زيات خپله افغانانو ته د قربانۍ له يو لوى وياړ پرته بل هيڅ ور نه کړل. دا سمه ده چې افغان جهاد يو وياړ دى، يوازې وياړ او يو داسې وياړ چې ددې خاورې راتلونکي نسلونه به پرې هسکې غاړې ګرځي، خو افغان جهاد د افغانانو لپاره يو برى نه و، بلکې يوازې د مېليونونو شهيدانو، لکونو ټپيانو، مېليونونو يتيمانو، لکونو کونډو او معيوبينو يوه سپېڅلې او بې ساري قرباني وه. ښايي په دې کې ډېر کسان راسره موافق نه وي چې افغان جهاد د افغانانو لپاره يوازې قرباني وه، نه برى، خو لومړى به په دې دواړو مفاهيمو(بريا او قرباني) خبرې وکړو. په دې کې خو به ټول راسره موافق وي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او پر وړاندې يې مقاومت افغانستان ته بې ساري بشري، اقتصادي، فرهنګي... زيانونه واړول او همدې ته قرباني وايي او ښکاره ده چې دا د خپل خداى، دين، وطن او بشريت لپاره د افغانانو يوه داسې قرباني وه چې په تاريخ کې يې سارى خورا کم دى.
خو دا چې افغان جهاد يو برى و او که نه؟ د بحث يوه مهمه موضوع ده، دا سمه ده چې افغان جهاد افغانستان په يوويشتمه پېړۍ کې د يو بل فرعون په هديره واړاوه، خو ددې ترڅنګ چې افغانستان يې د يوى لوى ښامارهديره کړ، خپله يې افغانستان هم په يوه هديره واړاوه او دا هڅه يې ونه کړه او يا دا هڅه بريالۍ نه شوه چې دغه هديره بېرته د ژونديو انسانانو د اوسېدونې پر يو ځاى بدله کړي. همدلته ده چې برى ورک شو او موږ تر لاسه نه کړ، ځکه که مو له جهاد وروسته اسلامي حکومت جوړ کړى واى او خپلو خلکو ته مو سوکالي او ارامي را وړې واى نو هله مو ورته برياليتوب ويلاى شواى.
د افغان جهاد په بهير کې له دې سره سره چې مجاهدينو به دشوروي اتحاد د ماتولو خبرې کولې، دا به يې هم ويل چې د شوروي يرغلګرو له ماتې وروسته به په افغانستان کې يو اسلامي دولت جوړوي او افغانانو ته به د يو سوکاله او هوسا ژوند د برابرولو هڅه کوي.
مجاهدينو خپله لومړى ژمنه عملي کړه، شوروي اتحاد يې په ګونډو کړ خو اسلامي دولت، سوکالي، ارامي... يې ټول سرچپه کړل. افغانان يې له يو بل وحشت سره مخ کړل او د افغان جهاد د بدنامولو يو تر ټولو ځواکمنه هڅه يې وکړه چې تر ډېره بريالۍ هم شوه. موږ همداسې په وينو، چيغو، نفرت، جګړو او چاودنو کې ژوند ته دوام ور کړ، خو زموږ له قربانۍ نورو ګټې واخيستي، ګڼو هېوادو له شوروي اتحاد خپلواکي واخيسته او د وخت لويو قدرتونو په لومړي ځل ارامه ساه واخيسته. نو دا زموږ برى دى؟
اوس راځئ افغان جهاد موږ ته په دې دنيا څه راکړل، له يوې لويې، بۍ سارې او سپېڅلې قربانۍ وروسته يوازې وياړ!
ولې له لويې او سپېڅلې قربانۍ سره سره بريا ورکه شوه؟
کله چې له جهاد وروسته په افغانستان کې د کورنيو جګړو د پيل خبره کيږي نو وروسره سم، دا خبره مطرح کيږي چې د بهرنيو لاسوهنه وه، بهرنيانو د مجاهدينو مشران پرې نښودل چې سره يو شي او په خپلو منځونو کې يې وجنګول چې دا خبرې تر ډېره خپله هغه کسان کوي چې ځانونو ته مجاهدين وايي او په کورنيو جګړو کې يوه ونډه پراخه وه. لومړى خو دا خبره ډېره خپله دوى ته له سپکاوي ډکه ده، څنګه يو څوک چې ځان ته د مجاهدينو رهبر وايي، کلونه کلونه د رهبرۍ تجربه ولري او د قوي اسلامي مفکورې ادعا هم کوي د نورو په اشاره خپل ورور! خپل مجاهد ورور ووژني! د قدرت پر سر جګړه وګړي! او له خپلو اهدافو او افکارو ته په ډېر کم وخت کې يو سلو اتيا درجې تغير ورکړي! دا ډېر بده خبره ده چې موږ بهرنيانو وجنګولو، انسانان نه جنګول کيږي، بيا داسې انسانان چې رهبران وي، د مجاهدينو رهبران، اسلامي مفکرين او تجربه لرونکي رهبران.
خو دا چې ولې مجاهدينو ونه توانېدل چې اسلامي دولت جوړ کړي او افغانانو ته سوکالي او ارامي راوړي نور لاملونه لري.
جهاد يو اسلامي فريضه ده، په اسلام کې چې کله په يو څه حکم شوى وي، نو اسلام د هغه حکم د عملي کولو لپاره ځانګړې طريقه هم لري، د بېلګې په توګه اسلام په لمانځه امر کوي او لاره يې داده چې اودس وکړل شي او د نورو شرطونو ترڅنګ مهمه داده چې اودس په پاکو اوبو وکړل شي. افغان جهاد له سره داسې پيل شو چې ځينې اسلامي احکام پکې تر پښو لاندې شول د بېلګې توګه، د جهاد لپاره يوازې يوه رهبرته اړتيا ده، خو د افغان جهاد رهبر يو نه و او دا په مطلق ډول غير اسلامي لاره ده او په همدې ډول جهاد ته له ځينو غير اسلامي هېوادنو مشروطې مرستې اخيستل کېدې، هغه چې اسلام هيڅکله هم اجازه نه ده ورکړې او په همدې ډول ځينې نور شرعي احکام چې بايد په جهاد کې عملي شي، تر پښو لاندې شول له همدې امله مجاهدين ونه توانېدل چې اسلامي حکومت جوړ کړي او دا چې پرديو پرې نه ښودل چې اسلامي دولت جوړ کړي هم سمه ده ځکه دوى له دې پرديو چې ځينې غير اسلامي هېوادونه وو، مشروطې مرستې ترلاسه کړې وې. خو دا په دې معنا نه ده چې ستونزه په مجاهدينو او اولس کې وه بلکې ستونزه په رهبرانو او هغو کسانو کې وه چې په دې مسايلو پوهېدل خو عمل يې پرې نه کاوه.
نو افغان جهاد يوازې يوه قرباني وه، د خپل خداى، دين او وطن لپاره د افغانانو قرباني، نه د رهبرانو او لوړ پوړو قوماندانانو قرباني او په افغان جهاد کې قرباني يوازې يو وياړ دى او دا وياړ هم يوازې د افغان ملت وياړ دى. او د جهاد د بدنامۍ لاملين او د شهيدانو د وينو پلورونکي هم هم رهبران دي ځکه ددوى ټول کارونه په شعوري ډول وو او په دې ښه پوهېدل چې کومه اسلامي لاره ده او کومه هم له اسلام او جهاد سره ټکر لري.