د ولسي جرگې امريكايي لوبه

د ولسي جرګې امريكايي لوبه
د ولسي جرګې د تيرې شنبې پريكړې چې د ولسمشر له څلور ويشتو وزيرانو څخه يې اوولس رد او اووه تايد كړل، ټول هك حيران كړل. دغه پيښه له هر اړخه په افغان ولس يو ګزار و. وكيلانو پرته له دې چې كوم ټاكلي معيارونه، د افغان ولس ستونزې او د دغې پريكړې اغيزې په پام كې ونيسي په بې مسئوليته ډول صندقونو ته لاړل او يو ځل بيايې دې ولس ته دګڼو ستونزې بنسټ كيښود.
زما په باور دا يوه امريكايي لوبه وه چې په كې يو شمير سفارتي، معامله ګرو او د ټلوالې وكيلانو رول ولوباوه. خو تر ګردو لوى رول په كې د همدغو سفارتې وكيلانو و چې ګڼ معامله ګر وكيلان يې وپلورل، خو دټلوالې وكيلانو هم چې هيڅ كله كوم ځانګړي دريځ نه لري، يوازې يوڅه چې ښكاره دي هغه دا چې د خپلو ګټو له پاره هرڅه تر پښو لاندې كوي، هم پوره ونډه درلوده. دغې لوبې افغان دولت، په افغانستان كې ثبات او ددغه هيواد لړزانده ملي وحدت ته درانه ګزارونه وركړل.
خو يو څه چې ښكاره دي هغه دا چې بهرنيانو ته په كې هغه څه ورسېدل چې د دوى يو لوى ارمان و.
په تيرو څو ورځو كې په لوديځو ورځپاڼوكې داسې تبصرې كيدلې چې چې په افغانستان كې تر ډيره لوديځوال په تيره بيا امريكايان قرباني وركوي خو ګټې نور كسان وړي. په دې وروستيو كې په نيويارك ټايمز كې يو مقاله خپره شوه چې عنوان يې و(( تورې د لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي)) د مقالې موخه دا وه چې په افغانستان كې قرباني امريكايان وركوي خو ګټه يې نور كسان وړي چې مثال يې د افغانستان او يوې چيني كمپنۍ ترمنځ د لوګر د ميسو عينكو د كان ارزښتناك تړون و.
نور نو لوديځوال په تېره امريكايان دا ويره نه لري چې قرباني به دوى وركوي او ارزښتناك تړونونه به چينايان يا نور څوك وړي ځكه اوس دكانونو وزير ددوى وزير دى او هرڅه چې ترې وغواړي ورسره وبه يې كړي او آن كې له چيني كمپنۍ سره د ميسو عينكو د پخواني تړون لغوه كول هم وي.
د بهرنيانو دبريا تر ګردو لوى مثال د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير كاميابي ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بهرنيانو ته له هر اړخه مهم دى. له پخواني وزير عبدالكريم خرم سره د بهرنيانو ژور اختلافونه وو. نوموړي له بګرام څخه په اې ام موج خپريدونكې راډيو له دې امله بنده كړه چې جواز يې نه درلود او هغه څه يې خپرول چې د افغان دولت په زيان وو. په خوست كې يې د بهرنيانو له خوا يوې پراخې جوړيدونكې راډيو ته جواز ور نه كړ. په افغانستان د فرهنګي يرغل مخالف و. هيڅ كله يې د بهرنيو په وړاندې افغاني غرور له لاسه ورنه كړ. او تل د يو رښتيني افغان او مسلمان وزير په توګه پاتې شو.
اوس يو داسې كس رايه واخيسته چې بهرنيانو ته (نه) په خوب كې هم نه وايي او هيڅ كله به يې هم ونه وايي، د فرهنګي هويت او فرهنګي يرغل په نوم څه نه پيژني او په ملت كې د نفاق د تخم په كرلو كې خورا زيان مهارت لري.
له بله اړخه يو شمير داسې وزيران هم رد شول چې د كار سړي وو، كار يې كړى و، په دې وطن مين وو او ددې وطن په درد يې زړونو درد كولو او په رښتيا هم افغانستان او ولسمشر كرزي ته ژمن وو خو دې ارجلو وكيلانو د افغانستان د پرمختګ د مخنيوي له پاره دغه كسان هم رد كړل.
اوس نو قضاوت تاسې وكړى چې د ولسي جرګې پريكړه افغاني وه او كه امريكايي لوبه وه. دوى د افغانستان او افغانانو له پاره دا پريكړه وكړه او كه د امريكايي ګټو له پاره.