
درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۱۱مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانی اونی په مهمو پیښو او خبرونو مرور او تحلیل وړاندی کیږی.
بیا به ښاغلی سمیع الله ایلم د ملا ضعیف پر مشهور کتاب "طالبان" خپله ارزونه او تحلیل وړاندی کوي. ورپسی به ښاغلی ډاکتر سعد الله امین د ډیموګرافی په هکله یو په زړه پوری پرزینټیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړي.
وخت: پنجشنبه د جدی ۷، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیی لیسی څنګ ته سړک، کیڼ لاسته اوله کوڅه، ښي لاسته دویم کور.
په ډېر درنښت