د خولې بدبوي څه ته وايي، لاملونه او درملنه يې

د خولې بدبوي څه ته وايي، لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
 
د خولي بدبوي چې د تنفس يا ساه بدبوي هم ورته وايي په انګليسي کې ورته Bad Breath وايي او علمي نوم يې Halitosis دی. د خولي بدبوي په خپله د ناروغ لپاره کومه د ډېرې اندېښنې خبره نه ده، خو ټولنيز ژوند باندې بد اغېز کوي او چاپيره خلک درسره ناراحت احساس کوي.

د خولې بدبوي يا Halitosis په دوه ډوله ده، يو يې لنډمهاله او بل يې بيا اوږد مهاله ده.
لنډمهاله هغه ده، چې د ځينو ځانګړو خوراکونو لکه پياز، هوږې، ګلپي، ګندنې او نورو پربنسټ منځ ته راځي او له درېيو او يا دوو ساعتونو وروسته له منځه ځي.

اوږد مهاله بيا د بدن د داخلي سېسټمونو سره تړاو لري او سرچينه يې د بدن له داخل څخه وي، ترهغه پورې له منځه نه ځي ترڅو چې د سرچينې ستونزه له منځه نه وي تللي.

د خولې د بدبوۍ يا Bad Breath لاملونه:
۱- د خولې وچوالی: د خولې د بدبوۍ تر ټولو لوی لامل د خولې وچوالی دی، تاسو به هم تجربه کړې وي، چې هرکله سهار له خوبه پاڅيږي له خوراک او څښاک وړاندې مو خوله وچه وي او په پايله کې د خولې بدبوي منځ ته راځي. همداډول د روژې په مبارکه مياشت کې، چې د ورځې په يوه لويه برخه کې خوراک او څښاک نه شو کولی، نو بيا هم خوله بدبوۍ ورکوي.
يادونه: د اسلام د سپيڅلې دين د ارشاداتو اړوند، د لوی خدای (ج) پر وړاندې د روژه لرونکي کس د خولې بوی د عطر او مشک څخه بهتر دی.

۲- خوراک: يو شمېر خوراکونه لکه پياز، هوږه، ګلپي، ګندنه او داسې نور چې تيز بوی لري، د خولې د بدبوۍ سبب هم کيږي. خو څه ډول مو وړاندې يادونه وکړه، چې اغېز د لنډ وخت لپاره وي او وروسته له منځه ځي.

۳- تنسلونه: د خولې دننه په لاندنۍ برخه او له مرۍ څخه د پاسه دوه ګردۍ غوټۍ شتون لري چې تنسلونو په نوم ياديږي. په تنسلونه پورې اکثر وخت مړې شوې حجرې او بلغم نښلي، چې يادې حجرې او بلغم د خولې د بد بوۍ يو بل لامل ګڼل کيږي.

۴- د معدې ټپ يا Ulcer: د معدې د تېزابو په ډېروالي او هم په ځينو نورو لاملونو سره معده زخم پيدا کوي، د معدې زخم د هضمې سېسټم ګډوډ کوي، دا چې خوله هم د هضمې د سېسټم يو غړی دی نو يې په پايله کې بده ساه ورکوي.

۵- د وريو يا Periodontal ناروغي: د وريو ناروغي د بکترياوو په وسيله د غاښونو د چاپيره ساحې خراب کول او ميکروبي کول دي. که چېرې خپل غاښونه هره ورځ کريم - بورس کوي خو بيا هم د خولې د بدبوۍ له ستونزې ځوریږي، نو پوهه شئ، ستونزه او ناروغي په اوريو کې ده.

۶- سګرېټ: د سګرېټو څکول په خوله کې په Saliva يا لعابيه غدو باندې د وچوالي اثر کوي او په خوله کې لعابيه لاړې وچيږي، چې په دې سره هم د خولې د بدبوۍ سبب منځ ته رتللی شي.

۷- ځيني ناروغۍ: شګور، نفس تنګي، د برنشونو ناروغي، د معدې او کولمو ګډوډي او ځېني نور ، د خولې د بدبوۍ لاملونه شمېرل کيږي.

۸- د غاښونو سوري: خراب غاښونه او په غاښونو کې سوري د خولې د بدبوۍ يو بل لامل دی. د غاښونو په سوريو کې د ډوډۍ زرې پاټې کيږي چې د بکترياوو په وسيله پرې پروسه ترسره کيږي او يا يادې زرې خوسا کيږي او بدبوۍ منځ ته راوړي.

۹- ژبه: د ژبې په سر يو ډول نرم پشم شتون لري. کله چې خوله بورس کوي خو بيا هم د خولې بدبوۍ له منځه نه ځي، نولامل يې په ژبه باندې د خوراکي موادو د زراتو پاتې کېدنه ده.

۱۰- زيات وزن: څېړنو ښوودلې ده، چې ډېر وزن لرونکي کسان هغه کسانو په پرتله چې هم وزن د خولې د بدبوۍ له ناروغۍ ډېر ځوريږي. ډېر وزن له يادې ستونزې پرته لسګونه نورې ستونزې لکه فشار، د زړه ستړيا، نفس تنګي ..... هم منځ ته راوړي.

د خولې د بدبوۍ نښې: د خولې وچوالی، د ژبې په سطحه سپين والی، د خولې د خوند ترېخوالی د خولې د بدبوۍ نښې دي.

د خولې دبدبوۍ درملنه:
۱- غاښونه او ژبه: د خولې دبدبوۍ د مخنيوي لپاره يوه اسانه لاره دا ده، چې په منظم ډول مو غاښونه او ژبه کريم - بورس کړئ. په ځانګړې ډول هڅه وکړئ، چې د ډوډۍ له خوړلو وروسته او له خوب وړاندې دغه کړنه ترسره کړئ.

۲- خوله مو لنده وساتئ: څه ډول مو چې وړاندې په لاملونو کې يادونه وکړه، نو هڅه وکړئ چې ډېرې اوبه او يا نور مشروبات وڅښئ ترڅو خوله مو په پوره اندزه سره له وچوالي ساتلې وي.

۳- سګېرټ پرېږدئ: که چېرې د سګرېټو، نسوارو او تمباکو معتاد وي، نو خوشې يې کړئ.

۴- ژوالې Gum: هغه ژوالې چې په ډېر مقدار سره خواږه او بوره ونه لري، خوله هروخت لنده ساتي، د ژوالو ژول درسره مرسته کوي له دغه ستونزې خلاص شی.

۵- داخلي ناروغۍ: که چېرې مو په خوله او ژبه کې هغه نښې او نښانې نه وي چې وړاندې مو ذکر کړې، نو بيا ستونزه د داخلي غړو د ناروغيو له امله ده، غوره ده چې له اړونده ډاکټر سره پرې وګورئ.

۶- غاښونه: د غاښونو سوري مو ډک کړئ، که غاښونه مو زيړ او تور شوي وي نو پر وخت يې درملنه وکړئ او له اړونده ډاکټر سره د غاښونو د مېنځلو په اړه مشوره وکړئ.