خوست کې شپږ کسیزه ورانکاره ډله نیول شوې

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۵مه) د افغانستان په خوست ولایت کې ددغه ولایت امنیه قومندانۍ نن سبه شنبې هغه شپږ کسیزیزه ډله رسنیو ته وښوده، چې په یاد ولایت کې يي په بېلابېلو جرمونو، غلاوو او قتلونو کې لاس درلود.
خوست سرپرست امنیه قومندان داوود امین له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، یاده ډله تېره ورځ د خوست په لکڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګره کې نیول شوې، چې جګړې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ
قومندان داوود امین وايي:
"د خوست قهرمانو پولیسو په هلو ځلو هغه خطرناک قاتلین، مسلح مجرمین چې متقرر مجرمین دي او په خوست کې په کراتو کراتو جرمونه کړې دي، قتلونه يی کړې دي، اختتافونه يي کړې دي، غلاوې يي کړې دي، دوی زموږ د قهرامانو پولیسو او دکشفي ارګانونو په هلو ځلو پرون د لکڼو په ساحه کې د یوې وسلوالې نښتې وروسته چې نښتې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ نیول شوې دي."
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست امنیه قومندان داوود امین څو ورځې وړاندې دندې ته معرفي شوی دی.
د هغه په وینا، چې د خوست د امنیت د ښه کولو د جرمونو، غلا او نشه يی توکو د مخنیوي لپاره منظم پلان تر کار لاندې لري.