خوست کې یو پارک د استاد حکیم تنڼوال په نوم ونومول شو

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۷مه) دغه پارک د خوست ښار په لویدیځ د پروژې په باغ کې موقیعت لري، چې د جوړیدو کارونه يې پخوا سرته رسیدلي وو.
د دغه پارک یو مشخص کمېسیون له پریکړې وروسته، کارونه په رسمي ډول طي مراحل شوي او د یکشنبې په ورځ یې د یوې غونډې په ترڅ کې د استاد حکیم تڼیوال په نوم یاد کړ.
د خوست ولایت د بشري سرچینو رییس نقیب الله وویل، چې دا د استاد حکیم تڼیوال حق دی چې نوم یې ژوندۍ وساتل شي ځکه دلته یې په ټولو برخو کې ټولنې ته ډیر څه پرې ایښي دی او د خلکو په زړونو کې ځانګړي ځای لري.
ویناوالو هم د شهید استاد حکیم تڼیوال د کارنامو، او کړنو ستاینه وکړه او په خبرو کې یې یادونه وکړه چې استاد لومړنۍ کس وو چې په خوست ته یې، پوهنتون را اتنقال کړ..
استاد شهید حکیم تڼیوال د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په کلي کې زیږیدلي چې د وخت حاکم دولت لخوا جرمني هېواد ته د زده کړو لپاره ولیږل شو او د المان هېواد اتحادي جمهوریت پوهنتون له سوسیالوجۍ پوهنځي څخه یې د لیسانس سند تر لاسه او په همدې کال کې د همدې پوهنتون څخه یې په اړوند څانګه کې ماستري هم تر لاسه کړه، د نورو دندو ترڅنګ په ۲۰۰۲ م کال کې یې د خوست ولایت د والي په توګه دنده ترسره کړي او همداشان په ۲۰۰۴ کال کې د کانونو او صنایعو د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی له هغې وروسته دپکتیا د والي په توګه معرفي شو. چې هلته د دولت د مخالفینو له لوري پرې ځان مرګی برید ترسره شو او په شهادت ورسید.