په خوست کې د یوې غونډې پرڅ کې دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونه ستایلي دي.
د خوست دیني عالمانو ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د حصرت عمر فاروق دندې ترسره کوي.
دغه څرګندونې په خوست کې په هغه راټولېدنه کې وشوې، چې دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې وه.
قومي مشران وايي، چې په هېواد کې د سولې راوستو، اقتصادي ودې او پرمختګونو لپاره امنیت ډېر اړین دی.
امنیت په هغه وخت کې راتلی شي چې د خپلو ځواکونو سره ملاتړي واوسوو.
وایي چې نظامي قوتونه په سنګرونو کې پراته دي؛ د خلکو او هېواد ساتنه کوي.
دوی د هېواد ځواکونو ته ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شراطو کې به ولس د دوی ترڅنګ ولاړ وي.
قومي مشر رسول محمد تڼی:
(( زمونږ امنیتي ځواکونه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ، د خلکو د عزت او ناموس ، د ولسونو د دفاع په خاطر په سنګرونو کې پراته دي او د خپلو خلکو ، ولسونو او خاورې څخه دفاع کوي. نو په دې اساس زمونږ ولسونو ، قومي مشرانو او دیني علماوو له دوی څخه ملاتړ کړی دی. ))
د خوست ولایت امنیتي وضعیت د هېواد د ګڼو ولایتونو په پرتله بې ساری دی؛ علت یې همدا بولي، چې دلته ولسونه د امنیتي ځواکونو سره نیږدې پاتې شوي.
دوی وایي چې که چېرته کومه ستونزه رامنځ ته شي، دواړه خواوې پرې ناسته کوي او مسایل حل کوي.
قومي مشر احمد جان:
(( خوست د امنیت په لحاظ په ټول افغانستان کې یو مثال دی، ځکه چې ولس په دې پوهیدلی دی چې په جنګ کې خیر او ګټه نشته. نو دولت له ولس سره همکار دی او ولس له دولت سره همکار دی. هره ستونزه چې رامنځ ته شوي نو په دولت او ولس یې په ګډه سره حل کوي. )))
د خوست ولایت د علماوو شورا رییس شاه محمد محمدي وایي، چې د ځواکونو ملاتړ ډېر مهم دی ځکه چې په همدې ځواکونو کې زمونږ وروڼه او زامن دندې ترسره کوي.
محمدي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د حضرت عمر فاروق رض دنده ترسره کوي.
د علماوو شورا رییس شاه محمد محمدي:
(( لکه څرنګه چې هر هیواد امنیتي ځواکونه لري او له دوی څخه ملاتړ کوي، نو مونږ هم حق لرو چې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او شاته یې ودریږو، ځکه چې دوی شپه او ورځ زمونږ په دفاع کې لګیا دي. لکه څرنګه چې حضرت عمر رض به ټوله شپه پهره کوله نو زمونږ امنیتي ځواکونو هم د عمر رض وظیفه نیولې ده او ټوله شپه پهره کوي. امنیتي ځواکونه د مسلمانانو په ټولو عباتونو کې شامل دي، که چیرې امنیت نه وی نو عبادت، تجارت ، امن ، عزت ، خوشالي او نیکبختي نشته. ))
دا لومړی ځل نه دی، چې په خوست کې دیني عالمان او قومي مشران د خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي ، بلکې له دې پخوا هم دې ته ورته د ملاتړ غونډې ترسره شوې وې.
قابل نور همکار ـ خوست
تاریخ: 2017-11-04
وروستي