د زنګون درد څه ته وايي؟ لاملونه او درملنه يې

د زنګون درد څه ته وايي؟ لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 

د زنګون مفصل د څلورو هډوکو د يوځای کېدو څخه جوړ شوی دی، چې د يادو څلورو هډوکو علمي نومونه (Femur د پښې د پاسنۍ برخې لوی هډوکی، Tibia د پښې د لاندنۍ برخې هډوکی چې د Femur د هډوکي مقابل هډوکی دی او ورسره بند جوړوي، Fibula د پښې د لاندې برخې نری هډوکی او Patella د زنکون د سر ګرد او ډبل هډوکی، چې د زنګون د سترګې په نوم هم ياديږي، ياد هډوکی د زنګون د مفصل په سر باندې پروت دی او د يوځای شوو هډوکو (د زنګون د مفصل) د ساتنې دنده پر غاړه لري.
 
د زنګون مفصل څلور برخې يا Compartments لري او د زنګون د سر د هډوکی په ښی، چپ او دننه برخو کې موقعيت لري، (Medical Compartment د زنګون د سر هډوکي په دننه نيمي برخه کې، Lateral Compartment د زنګون د سر هډوکي په بهرنۍ نيمي برخه کې، Patellofermoral د زنګون د هډوکي شاته موقعيت لري. هرکله چې د زنګون دغه برخې Compartments د ډيرو تکراري خوځښتونو، ټپ او ځيني ناروغيو له امله زيانمنې شي، نو د زنګون د درد لامل کيږي.
 

د زنګون د مفصل هډوکي د درد يو بل لامل د ډېر وخت لپاره اوږد مزل کول دي، اوږد مزل د زنګون په مفصل باندې اغېز لرونکی دی.
د زنګون د مفصل د درد ډولونه:
د زنګون د مفصل درد په دوه ډوله دی، چې يو يې لنډمهاله درد دی، چې د ټکر، ټپ او د يو بل څه سره د ټکر له امله منځ ته راځي. د ياد درد لاملونه څرګند وي او درد يې هم د يو لنډ وخت لپاره وي، ياد درد د ډېرې اندېښنې وړ نه دی او په ساده درملو سره يې درملنه شونې ده.
دويم ډول يې اوږد مهاله درد دی، چې ورته د زنګون اوږد مهاله درد يا Chronic Knee Pain وايي.

د اوږد مهاله يا Chronic Knee Pain لاملونه:
څه ډول مو چې وړاندې د زنګون د مفصل د څلورو هډکو او ترمنځ يې د برخو يا Compartments په اړه يو څه مالومات وړاندې کړل او د يادو هډکو او برخو زيانمن کېدل د زنګون د مفصل د کورنيک درد يو عمده لامل دی.
د فزيکي حالت او ځينو ناروغيو له امله د زنګون کورنيک درد:
۱- Osteoarthritis استېورترېتېس: په استېورترېتېس کې زنګون درد کوي، د درد له امله يې رنګ سور وي چې لامل يې د زنګون د هډوکو نېږدوالی او خرابوالی دی.

۲- Tendinitis نښلونکي تارونه: د Tendinities د التهاب او ميکروبي کېدو له امله هم د زنګون مفصل د اوږد وخت لپاره درد پيدا کوي، Tendinities هغه تارونو او نسجونو ته وايي چې، هډوکي او عضلې په خپل منځ کې سره تړلی. د دغه تارونو د التهاب له امله د زنګون په مخکني برخه درد احساس کيږي، چې ډېر ځلې د په لوړو او مايلو سحطو باندې د پورته کېدو په وخت کې وي.

۳- Bursae د زنګون مايع: د زنګون مايع هغه مواد دي، چې د مفصل د نښلونکو تارونو، هډوکو، عضلو او نسجونو د يوځای کېدو په ځای کې شتون لري او علمي نوم يې Bursae دی. د زنګون د مايع د التهاب او خرابېدو له امله ځانګړې زيانمنه شوې برخه سره مالوميږي او درد کوي، د زنګون د مايع ناروغۍ ته Bursitis وايي، چې په شتون کې د مفصل حرکت او خوځښت ستونزمن او درد لرونکی وي.

۴- Chondromalacia Patellae د زنګون د سترګې لاندې د عضروفو ناروغي: د زنګون د سر هډوکی يا Patella لاندې عضروف شتون لري، هرکله چې ياد عضروف ضربه وخوري نو د زنګون د مفصل د درد لامل کيږي او يادې ناروغۍ ته Chondromalacia Patellae وايي.

۵- Gout د يوريک اسيدو زياتوالی: کله چې د مفصل لاندې په ډېر شمېر سره يوريک اسيد ټول شي، نو د مفصل او بندونو د درد لامل کيږي، چې ورته Gout وايي.

۶- Dislocation له مفصل څخه د هډوکي بې ځايه کېدل: مفصل د دوو او يا له دوو څخه د زياتو هډوکو د يوځای کېدو ځای ته وايي، هرکله چې د مفصل څخه يو هډوکی بې ځايه شي نو د مفصل د درد لامل کيږي.

۷- Cartilage Tears د عضروفو څېرې کېدل: عضروف له هډوکي نرم او عضلات څخه سخت نسجونه دي، کله چې ياد نسجونه تخريب شي، د زنګون د مفصل د درد لامل کيږي.

کوم کسان د هډوکي له درد څخه زوريږي؟
د زنګون د مفصل درد تر ډېره په زيات وزن لرونکو کسانو کې وي، د وزن په زياتېدو سره په پښو او د زنګون په مفصل فشار راځي، چې د درد لامل کيږي. له زيات وزن پرته، پخوانۍ ضربه، سخت فزيکي تمرېنونه او لوبې هم د ياد درد لاملونه دي.

د زنګون د درد نښې:
د زنګون د ځانګړې برخې سورالی، پړسوب، د تګ او خوځښت په وخت کې درد او ځينې نور، د زنګون د درد نښې او نښانې دي.

د زنګون د درد درملنه:
د هرې ناروغۍ لپاره اړينه ده، چې اړونده ډاکټر سره وکتل شي او د ډاکټر د لارښوونو مطابق دوا وخوړل شي. د زنګون د مفصل د ناروغۍ او درد په اړه هم بايد له اړونده ډاکټر سره وکتل شي، ترڅو دا خبره په ډاګه شي چې د ناروغۍ او درد لامل په څه کې دی. ځينې وخت شونې ده چې ډاکټر د جراحي عملياتو لارښوونه وکړې، په هغه صورت کې چې ناروغي سخته او يوازې درمل پرې اغېز نه کوي. خو لاندې يو څو هغه لارې درته په ګوته چې ښايي د يو کم وخت او يا هم په پوره ډول سره ستاسو د زنګون د مفصل درد ته دوا شي.

۱- Physoitheraphy فزيکي تمرين: په منظم ډول زنګون ته تمرين ورکول او يو شمېر ځانګړې حرکتونه سرته رسول د زنګون د مفصل په درد کې کموالی راوستلی شي. شوني ده چې په فزيکي تمرين سره مو بې ځايه شوي هډوکي او عضروف ځای ته ورشي.

۲- ځانګړې پېچکارۍ: کله چې د زنګون د مفصل درد له حده ډېر وي، نو د ماهر ډاکټر له خوا ورته په زنګون يې پيچکارۍ وهل کيږي، چې د درد په کموالې کې اغېزمنې دي. د زنګون د درد لپاره دوه پيچکارۍ مشهورې او موثرې دي، corticosteroids او بله د lubricants په نوم.

۳- Hot Water/Hot Electronic Bag بريښنايي او يا د ګرمو اوبو کڅوړه: که چېرې د زنګون د مفصل درد په عضلاتو او عصبي رشتو کې وي، نو د هغې ګرم ساتل او په ځانګړې ډول بريښنايي او يا د ګرمو اوبو کڅوړه پرې اېښودل، د کم وخت لپاره درد له منځه وړي.

۴- ګرمه ملګه: کله چې ملګه توده کړئ، بيا يې په يوه ټوټه کې ونغاړئ او په اغېزمن شوې ځای باندې يې ونېسئ، نو په موقت ډول درد له منځه وړي.