د خوشال بابا فکري بهير د ۲۱۰ مې اونيزې غونډې خبرتیا

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۱۰مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانې اونۍ پر مهمو ملي او نړیوالو پیښو او خبرونو باندی مرور او تحلیل وړاندې کیږي.
ورپسې به ښاغلی عزیز پردیس د اغیزمنې مطالعې په هکله یو په زړه پورې پرزنټیشن وړاندې کړي. بیا به ښاغلی لطف الله لطف د سولې پر اقتصادي اغیزو یوه په زړه پورې وینا ولري.
وخت: پنجشنبه د لیندۍ ۳۰مه، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: دارلامان سرک کې د خاتم النبیین مدرسې ته مخامخ د حبیبیې لیسې څنګ ته سړک، کیڼ لاسته دوهمههکوڅه، ښي لاسته دویم کور.
په ډېر درنښت