
تازه موندنې ښيي چې په پاکستان کې دوه زره دیني مدرسې یواځې د افغان جګړې لپاره ترهګر روزي او د دیني زده کړو پر ځای د سخت دریځۍ زده کړې ورکوي او په افغانستان کې د جګړې لپاره فتوا او د جنت ټکټ ورکول کیږي.
هسې خو په ټوله کې شل زره دیني مدرسې له کلونو راهسې په پاکستان کې په همدې موخه افغان زده کوونکي روزي او بیا یې د پنجابي مشاورینو سره افغان خاورې ته را اړوي چې د افغان ځواکونو او افغانانو پرضد جګړه وکړي.
تاسو به په وروستیو کې اوریدلي وي چې د پاکستان د پوځ مشر په دې اعتراف وکړ چې پاکستان کې دیني مدرسې ترهګر روزي او که دیني زده کړې کوي، د پاکستان د پوځي مشر قمر جاوید باجوه هدف که څه هم له دې خبرې دا و چې دیني مراکز وتړي، ځکه دی بې دینه دی او نه غواړي چې د اسلام دین پراخه شي او تر هر چا ورسیږي.
خو په ټوله کې د پاکستان څارګره اداره د دوه زره مدرسو مستقیم مدیریت په غاړه لري، د دې مدرسو لپاره افغانستان کې تبلیغ کوي او د دیني زده کړو لپآره افغانان جذبوي او هلته ورته د افغان حکومت او افغانانو ضد پیچکارۍ کوي چې سخت دریځۍ ترې جوړیږي او افغان وژنه ورته روا او مباح کار ښکاري.
د ای ایس ای په مدرسو کې روزل شوي زیات یې هلمند ولایت ته د جګړې لپاره ځي، دا ولایت له پاکستان سره سرحد لري او د پراخه عراضۍ څخه په ګټنې پاکستان په ځینو برخو کې توانیدلی چې خپل پنجابي مشاور د دیني زده کړو له شاګردانو سره هلمند ته د جګړې لپاره را واستوي.
د پآکستان څارګره اداره د مدرسو لپاره جلب جذب هم زیات له جنوبي ولایتونو کوي او لامل یې دا دی چې په هغو ولایتونو کې د عصري زده کړو مرکزونه یا ښوونځي نشته او خلک یې هم ډیر لیواله نه دي چې عصري زده کړې وکړي، د جنوبي سیمې اکثر خلک له خپل دین سره د میني له کبله دیني زده کړو ته مخه کوي او د دې زده کړو د حاصلولو لپاره پاکستان ته ځي، خو له بده مرغه چې هلته یې موخه بدلیږي، پاکستان ورته د اسلام ستر مرکز او افغانان ورته سره کافران معرفي کیږي.
پاکستان په خپل دې پلان کې ځکه بریالی ښکاري چې له کلونو راهیسې یې روان کړی او جګړه یې توده ساتلې، پاکستان د دیني زده کړو په مرکزونو کې کم عمره ماشومان جذبوي او دا کم عمره ماشومان ژر خپل فکر اړوي چې د پاکستان په ګټه وکاریږي.
پاکستان د جګړې او د جلب و جذب لپاره جلا وختونه لري، د مني او ژمي په موسم کې جلب و جذب کوي او بیا د پسرلي په موسم کې همدا ډلې د جګړې لپاره افغانستان ته رالیږي، پاکستان د دې لپاره دا کار کوي چې په مني او ژمي کې اکثره افغانان چې په بزګرۍ بوخت وي، خوشې کیږي او دا ښه موقع وي وي چې جذب یې کړي.
د پاکستان څآرګره اداره د دیني عالمانو په نوم ځینې کسان لري چې په خپل مهارت، فصاحت، بلاغت او فریبانه تبلیغاتو کم عمره هلکان تېر باسي او د پاکستان په ګټه یې د افغانستان د ورانولو او افغان وژنې لپاره افغانستان ته رالیږي.
هلمند په جګړه کې چې څومره طالبان نیول شوي، روزنه یې په پاکستان کې لیدلې او په دې یې اعتراف کړی چې په پورته مو یادونه وکړي، د طالبانو تر څنګ په افغان زندانونو کې اوس هم د پاکستان د پوځ متقاعد شوي پنجابي افسران بندیان دي چې د افغان جګړې لپاره افغانستان ته راغلي و چې رهبري یې په لاس کې وه.
پآکستان له ځینو ډلو سره ځکه افغانستان ته خپل کسان رالیږي، چې د طالبانو په ځینو ډلو پاکستان باور له لاسه ورکړی او فکر کوي چې امکانات له پاکستان اخلي، خو د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي، د همدې بې باورۍ له کبله ډير کله خپل افسران افغانستان ته رالیږي چې دلته د جګړې مشري وکړي او د جګړې د لومړۍ کرښې حال احوال مرکز ته ورسوي.
افغان حکومت اوس زیات تمرکز په دې کړی چې په کور دننه دیني مرکزونه جوړ کړي چې افغانان د پاکستان له دیني مدرسو راوګرځي، ځکه تر هغې چې افغانان د پاکستان په دیني مرکزونو کې زده کړې کوي، د افغانستان د جګړې لپاره به بشري قوه کې هیڅ کمی نه راځي او دا جګړه به د پاکستان د ګټو لپاره روانه وي چې ټوله قرباني به یې افغانان ورکوي.