د ملکي وګړو په وژنې د طالبانو ویاړ!؟

اوس به په افغانستان کې کم کسان وي چې د طالبانو د حشت او له دهشت نه وي خبر، اوس اطلاعاتو ته لاس رسی اسان شوی او له هرې پېښې خلک په وخت او یا لږ وروسته د ټلویزیون، راډیو، اخبار او ټولنیزو رسنیو له لارې خبریږي.
طالبان په هر برید کې ملکي وګړي قرباني کوي، که څه هم په ځینو بریدونو کې د طالبانو هدف نظامیان وي، خو برید په داسې سیمه کې کوي چې هلته ملکي وګړي تر نظامیانو زیات قرباني کیږي او طالبان یې په ویاړ سره مسوولیت مني او ملکي وګړو ته هم د نظامیانو نوم ورکوي.
طالبان مجبور دي چې دا کار وکړي، طالبان په لویو چاودونو او ډله ییزو بریدونو سره غواړي خپل زور وښيي او د هغه موخو لپاره چې دا ډله جوړه شوي او تمویل کیږي، باید دا کار وکړي، ځکه بیا نه څوک پيسې ورکوي او نه تجهیزات.
خو ای کاش چې طالبانو دې کار ته د اسلام نوم نه ورکولی، خو ای کاش چې جاهل خلک یې په خپلو لیکو کې د اسلام په نوم نه جنګولی، ای کاش دا هر څه یې په ډاګه ویلی چې دا له مجبوریت کوي او مجبوریت یې له روسيي، ایران او پاکستان دی.
طالبان په ځینو هغو بریدونو ځان غلی نیسي چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي وي، دا کار د دې لپاره کوي چې ګنې ددوی موخه ملکي وګړي نه دي، طالبان چې په ځینو بریدونو کې هدف ته نه رسیږي او بې ځایه یې چاودیدونکي توکي چاودنه کوي، بیا یې مسوولیت ددې لپاره نه مني چې خپله کمزوري یې په ډاګه نه شي.
تاسو به روانه اوونۍ کې دوه بریدونو په اړه اوریدلي وي، لومړی برید دوه ورځې وړاندې د کندهار په ښوراندام سیمه کې د موټر بم په وسیله په بهرنیانو وشو، په دې برید کې بهرنیانو ته هیڅ ډول زیان وا نه وښت او چاودنه دومره زوروره وه چې په خلکو یې کورونه کینول، په یوکور کې یې یوه سپین سرې مور شهیده کړه او اته نور ملکي وګړي یې ټپيان کړل.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې په بهرنیانو د دوی بریدونه هیڅ تاثیر نه لري، ځکه هغوی په زرهي موټرو کې ناست وي چې هیڅ ډول چاودنه پرې اغیز نه لري، بس د چاودنې شاوخوا ملکي وګړي په چاودنه کې قرباني شي او طالبان په ویاړ سره ووايي چې دومره کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.
له دې برید یوه ورځ وروسته (دوشنبه) د هلمند په بولان کې موټر بم برید وشو، د دې برید زیات قربانیان هم ملکي وګړي دي، ځکه د لښکرګاه لار چې نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالۍ ته تللې په دې لار برید د تیلو په یو ټانک کې وشو چې چرته چې د نظم عامه پولیسو تلاشي وه.
طالبانو د دې برید مسوولیت هم ومانه او په ویاړ سره یې وویل چې له دیرش زیات عسکر یې پکې وژلي دي، خو په اصل کې به تاسو په میډیا باندې لیدلي وي چې هلته یواځې څو عسکر ټپيان شوي او نور قرباني ملکي وګړي دي.
طالبان یې په دې کیسه کې نه دي چې څوک وژل کیږي، عسکر څوک دي او عام خلک څوک دي، خو طالبان خپل حساب برابروي او په دا ډول بریدونو سره خپله روزي حلالوي او خپل بادار ته حساب ورکوي.
تاسو به تېره شپه د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې لیدلي وي چې ډلې ډلې ځوانان راتلل او د افغانانو هغه تویه شوې وینه یې بیرته له خپل بدن ورپوره کوله چې طالبانو تویه کړې وه، طالب دې په دې کار وشرمیږي، که لږ شرم هم پکې پاتې وي، چې دا ولس دومره احساس لري، دا ولس له خپلو سره دومره مینه لري چې د شپې په ناوخته کې ځان روغتون ته رسوي او هغه وینه بیرته ور پوره کوي چې د طالب د پاکستان، ایران او روسيي د ګټو لپاره له خپل ورور تویه کړې ده.
د خوښۍ ځای دا دی چې په دا ډول بریدونو سره د طالبانو اصلي څېره لا ډیره په ډاګه کیږي او لا ډیر پرې د خلکو باور له منځه ځي، لا ډير خلک په دې باوري کیږي چې دا ډله اجرتي قاتلین دي او د بل د ګټو لپآره هر هغه کار کوي چې بادار یې ترې وغواړي.