له امريکايانوسره دمذاکراتوپه اړه دوروستۍ پروپاګنډې په هکله داسلامي امارت درهبري شوری اعلاميه

سه شنبه, 20 April 2010 06:17 -

دتیرې یکشنبې په ورځ یوشمیرخبري رسنیودسنډي ټایمز ورځپاڼې په حواله خبرورکړچې داسلامي امارت مشرتابه چمتودی له امریکایانوسره په مذاکراتوکې ګډون وکړي .
نوموړې ورځپاڼې دټولوژورنالیستیکي مقرراتوخلاف دغه خبرد دوﺉ په اصطلاح داسلامي امارت درهبري شورا د دوتنونامعلومو غړیودویناپه استناد ترتیب اوخپورکړی اونوروخبري رسنیو بیا همداسې بي له دې چې دهغه دسپیناوي په اړه داسلامي امارت دمعلومواورسمي ویندویانو نظر غوښتنه وکړي کټ مټ نقل کړی.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې داشانې دروغجن افواهات دماتې خوړلي دښمن دتبلیغاتي سلسلې یوه بي تاثیره کړۍ بولې دهغې په اړه خپل موقف داسې اعلاموي:
۱ـ اسلامي امارت له امریکایانوسره دمذاکراتوپه اړه دپخواپه څیر په خپل ثابت اصولي موقف ټینګارلري اوله امریکایانوسره ترهرډول مذاکراتوله مخه له افغانستان څخه دټولویرغلګروځواکونوبي قید اوشرطه وتل اساسي شرط بولي ؛ځکه دبهرنیانودموجودیت په صورت کې له هغوﺉ سره هرډول معامله په افغانستان باندې دهغوﺉ دیرغل دمشروعیت په معنابلل کیږي.
۲ـ اسلامي امارت په افغانستان کې دامریکایانوموجودیت دافغانستان اوټولې سیمې دبي ثباتې اصلي عامل بولي اوددغه عامل په موجودیت کې دم‍ذاکراتوپه پلمه دهرې معاملې ترسره کول دافغانستان دمسلمان ولس له اسلامي آرمانواوعلیامصالحوسره خیانت ګڼي .
۳ـ اسلامي امارت دیرغلګروپه خلاف دجهادي چارودانسجام اوپرمخ بیولولپاره دهیواد په داخل کې معین اداري تشکیلات لري؛له هغوﺉ نه سیواچې دکوټې دشوراپه نوم کوم تشکیلات اسلامي امارت ته منسوبیږي هغه ددښمن خودساخته مسمیات دي اودعمل په ډګرکي هیڅ مصداقیت نه لري.
۴ـ اسلامي امارت دخپلې اصولي تګلارې داعلامولو اونړیوالوته دهغې دوضاحت اوڅرګندولو لپاره خپل دوه تنه رسمي ویاندویان ټاکلي چې داسلامي امارت دټولو رسمي مواقفو اودهیواد داړونده موضوعاتوپه اړه داسلامي امارت د تګلارې وضاحت اواعلامول اوکه داسلامي امارت په نماینده ګي څوک خبره کوی دهغوی تصدیقول ددغودوتنو ویندویانومسؤلیت دی،هرهغه موقف اوسیاسي تګلاره چې ددغو ویندویانوله تصدیق نه پرته داسلامي امارت داصولي موقف برخلاف کله ناکله په غربي میډیاکې راپورته کیږي هغه داسلامي امارت په خلاف ددښمن دتبلیغاتي پروپاګنډې یوه برخه بلل کیږي اوپه هیڅ صورت داسلامي امارت درسمي دریځ تمثیل نشي کولای.
۵ـ داسلامي امارت رهبري شوراله ټولوخپلواکوخبري آژانسونواو مطبوعاتي رسنیوڅخه په درناوي غوښتنه کوي چې داسلامي امارت داړونده موضوعاتو دخپرولوپه اړه دژورنالیستیکې مقرراتوپه پام کې نیولوسره خپل صحافتي رسالت اداء اوله عیني واقعیتونوسره په تطابق کې خپل مطبوعاتي مکلفیت سرته ورسوي اوداسلامي امارت درسمي ویندویانو له تصدیق پرته دي دنامعلوموکسانوڅرګندونوته داسلامي امارت درسمي دریځ رنګ نه ورکوی
.والسلام
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری