
کیدای شي په کور او کلي کې داسې څوک به مو لیدلي وي چې دوی په کور کې د ماشومانو د جنجال او یا د بلې عادې مسالې د حل په خاطر هغوی ته د توصیې په توګه هیڅ نه شي ویلی، تاسو به ډېر خلک داسې هم لیدلي وي چې ډېر وخت د نورو په وړاندې خاموش او آن د نورو خلکو په ناحقه خبرو د رد لپاره هم ځواب نه شي ویلی، دا په دې مانا نه ده، چې دوی په خپل ذهن کې د نورو د ویلو لپاره څه نه لري؛ خو ولې دوی نه شي کولای چې په زغرده د خپل ځان د دفاع او یا هم په واضحو ټکو ځواب ورکړي، ځکه د دوی سره دا وړتیا نشته؛ که چېرته دوی په ځان کې دا وړتیا او پوخوالی درلودای نو دوی به هم په ډیرو صریحو او واضحو الفاظو هغه څه ته ځواب ورکړی وای چې دوی ته ښه یا بد ویل کیږي.
تجربو ثابته کړې ده، چې که چېرته څوک په عادي خبرو کې هم په ځان باور ولري نو دی کولای د ژوند په زیاتره چارو کې په ځان متکي واوسي او بالاخره په ټولنه کې د یوه باعزته انسان په څیر ژوند وکړي؛ خو هغه څوک چې د خبرو اترو هنر یې زده نه او یا هم ډیر کمزوری وي نو نه یوازې دا چې د خبرو او وینا د هنر په ډګر کې د یوه ناکام انسان په څېر پیژندل کیږي؛ بلکې د ژوند په نورو ډګرونو کې هم د یوه بې ښمرې او بې کیفیته شخصیت په حیث څرګندیږي او نه شي کولای چې د خلکو د خوښې وړ یو شخص ور نه جوړ شي.
نو اوس څه کول په کار دي چې د سړي نه یو ژبور او په هر لحاظ یو وړ انسان جوړ شي، تر څو د ژوند په دې مسیر کې له ستونزو سره مخ نه شي، په دې موضوع باندې بیخي ډېرې خبرې کیدای شي او دومره لڼډه موضوع هم نه ده چې موږ په دې لنډ وخت کې په دې باندې خبرې وکړو؛ خو په هر صورت دومره باید زیاته کړو چې که چېرته غواړئ په هر اداره او کارځای کې د یوه لوړ انسان په حیث وپيژندل شئ نو د خبرو اترو او یا وینا هنر حتما زده کړئ او دغه هنر تاسو دې ته جوګه کوي تر څو په راتلونکې کې په ډېرو نورو مواردو کې لوی لوی پرمختګونه وکړئ.
تاسو به داسې کسان لیدلي وي چې دوی په ژبني هنر کې ماهر دي او خلک هغه بیا په ډېر عزت سره پیژني او په هر مجلس او کارځای کې ورته هرکلی کیږي؛ په خبرو اترو کې په ځان اعتماد یعنې د یوکس یا سلو او یا هر څو کسانو په وړاندې په باوري توګه خبرې کول او د ډیرو خلکو په وړاندې خپل پیغام رسول د یوه ګټونکي او کامیاب انسان ستره نښه ده.
شته داسې کسان چې ډیر معلومات لري؛ خو نه شي کولای چې سره د ډېرو معلوماتو بیا هم خپل پیغام په موثره توګه نورو ته وړاندې کړي دا ځکه چې دوی په برخه کې تر خپله حده هڅه نه ده کړې او خلک یې بیا هم د یوه باوري علمي کس په حیث هم نه پیژني، که چېرته دوی د خبرو کولو فصاحت او بلاغت خپل کړي نو بیا یې ټول خلک د لوړ علمیت په اړه درنې درنې خبرې کوي او ستاینه کیږي.
دا خبره هم مهمه ده چې د ښو او په زړه پورو خبرو اترو کولو لپاره باید ښه مطالعه ولرئ تر څو چې مطالعه ونه کړئ او اماده نه وئ تاسو نه شي کولای چې هغه څه په ښه شان سره ووایئ، چې تاسو یې ویل غواړئ، ښه اوریدنه یو بل مهم شرط دی چې تاسې یې باید ولرئ تاسې باید د یوچا خبرو ته هر وخت د یوه نقاد په حیث متوجې شئ او دا باید درک کړئ چې یو څوک په څه ډول ښې او موثرې خبرې کوي که هغه په عادي مجلس کې خبرې وي او یا هم په کومه غونډه یا راډیو او تلویزون کې کومه وینا او یا د خبرو اترو برخه وي؛ نو په لنډ ډول باید ووایو چې تر څو چې یو څوک ښه لوستونکی او اوریدونکی نه شي، نه شي کولای تر څو ښه خبرې کوونکی شي، نو پس لازمه ده چې سړی د یو چا په وړاندې د خبرو کولو لپاره لازمه مطالعه او په مربوطه موضوع کې کافي معلومات ولري.