په ټولنه كې دځوانانو مسؤوليتونه

 
چې نه وركېږي ،نـــه زړېږي اوخــــلاصون نلري
خدايه پدې جامه سمبال كړې افغانان مو واړه

رفيع الله روشن
ځوانان په يوه ټولنه كې هغه مهم اوپرمختللى قشرتشكيلوي، چې ديوې ټولنې په جوړولوكې ترهرچا زيات رول لوبولى شي،كله چې په يوه ټولنه كې ځوان نسل وجود ولري اوخپلومسؤوليتونو ته په سمه توګه متوجه شي نو ډېر ژربه وي چې پخپله سيمه ،چم اوګاونډ كې دخپلو كړو وړو يو نوښت وويني او دابه احساس كړي چې په رښتياهم ځوانان په هركاركې مهم رول او دخپل هېواد اوجامعې په جوړولوكې زيات رسالتونه لري.
ځوانانوته پكارده چې همېش خپل ورځني كارونه ديوه تقسيم اوقات له مخې پيل اوپاى ته ورسوي اوخپل وجايب سرته ورسوي،خپل هېواد ته خدمت وكړي ،خپلوهېوادوالوته خدمت وكړي اوخپل دين ته خدمت وكړي ،ځكه چې دين ته دځوانۍ په مرحله كې خدمت كول سره زردي،دځوانانولپاره ترټولومهم وخت همدادځوانۍ شپې او ورځې دي ،ترڅوخپله انرژي په داسې كارونوپه مصرف ورسوي چې پكې دهېواد،ځان اوخلكولپاره په زياته پيمانه فايده ترسترګوشي.
بل داچې اوس دخداى فضل دى زموږدځوانانولپاره دهر راز زده كړو زمينه مساعده ده اوپه هرحالت اوهروخت كې كولى شي خپلې زده كړې وكړي،ځكه اوس په هره ولسوالۍ ،منطقه اوقريه كې ښوونځي شته او لاهم اعمار كېږي نو زموږ ځوانان هغه كه هلكان دي اوكه نجونې ،خان دى كه غريب ،نو كولاى شي په ډېره اسانه خپلوزده كړو ته دوام وركړي ،لدې سره ،سره كولى شي چې له خپلو درنوكورنيوسره داقتصادپه برخه كې هم ونډه واخلي ،هغه پدې ډول چې له سهاره ترماسپښين پورې خپل ښوونځي ياپوهنتون ته ولاړ شي ،او له هغې نه وروسته خپل ورځنى كارمخته يوسي لكه په بازاركې يوڅه پلورل ،دوكانداري كول ،په ځمك
وكې زراعت اوكښت كول او نورمختلف كارونه چې دهغې په واسطه له خپلووالدينوسره دحلال رزق په ګټلوكې مرسته كولى شي،ځكه چې دحلال رزق ګټل عبادت دى.
دازموږ دځوانانولپاره زرين چانس دى ،راځئ ددې دمصداق په ماضي له حال سره مقايسه كړو اوبيا قضاوت وكړو چې ځوانان بايد تركومه حده هڅې اوكوشش وكړي.
وګورئ تېرودرې نيمولسيزو زموږپه هېواد كې څه له منځه يوړل اوڅه يې رامنځ ته كړل په دې ناخوالوكې كوم كسان چې خپل خوږژونديې زموږلپاره قربان كړ،هغه كسان چې زموږدژونددبقاپه هيله يې خپل دبدن غړي قربان كړل ،هغه كسان چې زموږدهوسا ژوندانه په خاطريې خپلې هيلې دمرميواوباروتوپه لوګيو وسوځول ،هغه كسان چې زموږدراتلونكې دروښانه ساتلوپه خاطريې خپل ارمانونه له خاورسره خاورې كړې اوهغه خويندې ،ميندې چې دخپل راتلونكي نسل (زموږ) لپاره يې خپل له هوس او ارمان نه ډك ژوندته په څلوردېوالونوكې ،دمرميوپه باران كې دوينواوزووپه بويونوكې دپاى ټكى كېښود ،هغه هم ځوانان
وو،هغه هم پېغلې وې ،هغوى هم په زړه كې زموږپه شان ارمانونه اوهيلې لرلې ،هغو هم ډېرې هيلې او اميدونه لرل ،چې متاسفانه زموږدښه ماضي لپاره يې دا د اميدونو غوټۍ ګل نشوې .
اوس چې داهرڅه زموږ لپاره شوي موږځوانان هم بايد دهغوى روح ته په قبرونوكې سكون او ارامي وروبخښو او داسې يو زيرى ورته ولرو چې دهغوى هغه مړې هيلې راژوندۍ كړو اوهرارمان يې پوره كړو
وګورۍ هغوى به په ساعتونوساعتونو په پښومزلونه كول ،دڅه په خاطرديوه ټكي درس دزده كولوپه خاطر په هغه وخت كې په هركلي او منطقه كې ښوونځي نه وو،په هغه وخت كې دنن په شان قسم ،قسم ديني ،اجتماعي اوعصري علوم نه وو،دنن پشان څوارلس ياپنځلس مضامين نه وو،يواځې په مدرسواو جوماتونوكې به خلكوله امامانوڅخه درسونه ويلې ،خوبياهم هغوى ځانونه تردې حده راورسول چې دادى موږ يې تردې ځايه راورسولو،اوس بايد ځوانان هم په داسې امكاناتوكې ځانونه دعلم په داسې ګاڼه سمبال كړي چې فايده يې ټولوته ورسېږي او دځواب صاحب دااندېښنه چې وايي :
زمانه له كمپيوټرسره مستي كړي
پښتانه تورې اوزغرې كورته يوسي
رفع شي.
دځوانانومثال په يوه ټولنه كې په باغ كې دګلانوهغوغوټيوته ورته دى كوم چې مالياريې دغوړېدپه هيله خپلې زياتې شپې او ورځې په روزلوكې تېرې كړي وي اوخپلې زياتې هيلې يې ورسره تړلې وي.
نوكله چې هغه غوټۍ ګلان شي بياهرڅوك راځي له ښكلاوو او وږمو څخه يې خوند اخلي ، لاسونه پرې تېروي، بوى كوي يې ديوه سكون احساس كوي او خوندورڅخه اخلي .
نوزموږهغه ځوانان چې ځانونه يې دعلم په ګاڼه سمبال كړي دي ،ښه اخلاق لري،دموراوپلاردعاوې يې اخستې دي ،په ټولنه كې هغه كارونه ترسره كوي چې په هغې كې دټولې جامعې لپاره فايده ويني هغه په هرچاباندې ګران وي اوتل ورته په درنه سترګه ګوري اوخداى مكړه كه كوم ځوان ځان هغه اغزي ته ورته كړي چې مراد ته له رسېدونه مخكې يې خلك جرړې وباسي، له منځه يې يوسي،مطلب داچې كله د ازغي بوټى ازغي نيسي اوخلك ترې په عذاب كېږي نو خلك يې مخكې ترمخكې له مخې لرې كوي او ترې ځان ساتي ،له داسې شخص سره بياهېڅوك هم دلچسپي نه ښيي.