
د نن ورځې ماشوم د سبا ورځې ځوان دی، که چېرته ماشوم په نن ورځ کې په سمه توګه وروزو؛ نو د سبا ورځې لپاره به مو یو سالم ځوان د ټولنې لپاره وړاندې کړی وي؛ انسان په خپل چاپیریال کې په نورو اغیز لري او هم نور په ده مستقیم تاثیر لري، هدف دا چې که چېرته تاسو د خپل ماشوم لپاره یو مثبت چاپیریال را منځ ته کړئ نو حتما دغه چاپیریال ستاسو د ماشوم په مثبت شخصیت په جوړونه کې رول لري.
د سم فکر په جوړونه کې درې شیان ډیر تاثیر لري اول چاپیریال، دویم تجربې او درېیم زده کړه، دا چې ماشومان ډیره اړیکه د چاپیریال سره لري او د زده کړو سره یې هم اړیکه وي خو دا چې ددوی تجربې ددوی لپاره موثرې نه دي ځکه دوی خپلې تجربې نه شي درک کولای نو ځکه چاپیریال ددوی د ذهن او فکر په جوړونه کې تر ټولو اهم رول لوبوي.
ماشوم کولای شي تر ټولو زیات شیان د خپل چاپیریال څخه تقلید کړي، هغه که مثبت او که منفي؛ نو پس لازمه ده چې د ماشوم د ښې روزنې په خاطر سړی ځینو حساسو نقطو ته متوجه شي تر څو خپل مسولیت یې د خپلې ټولنې په وړاندې په ښه توګه سر ته رسولي وي.
د ماشوم د روزنې د مهال په اړه بیلا بېل نظریات موجود دي که سړی متوجې شي نو دا به ورته څرګنده شي چې د ماشوم روزنه له کوم مهاله پیل شي، ځینې پوهان په دې اړه نظر ورکوي چې باید د ماشوم روزنه قبل التولد پیل شي چې البته نورو خلکو ته دا نظر یوه مبالغه معلومیږي خو سره ددې چې دا یو واقعیت وي.
داسې ویل کیږي چې بهرني ټول مثبت او منفي عملونه د مور په رحم کې د ماشوم په روح او وجود تاثیر لري نو باید چې ډیره توجه وشي تر څو راتلونکې ماشوم ته په روحي او جسماني لحاظ کوم زیان ونه رسیږي.
په پای کې باید زیاته کړو چې ماشوم باید په یو سالم چآپیریال کې را لوی شي او هم باید داسې څه ور وښودل شي چې دده د راتلونکي او دده د ژوند سره د تړلو نورو ډ ټولنې غړي ور سره نیکمرغه شي، ماشوم په وړوکوالي کې ښه او بد زده کوي؛ که چېرته یې تقلید مثبت وي ښه شیان زده کوي او که چېرته یې تقلید منفي وي نو بیا بد شیان زده کوي نو تاسو متوجه اوسئ تر څو هغه څه چې د ماشوم ذهن ته منفي پیغام ورکوي ورته وړاندې نه کړئ او هغه څه چې د ماشوم د فکر خړ پړ کیدو سبب کیږي ورنه لرې وساتئ او هغه څه چې د ماشوم د راتلونکې د جوړښت باعث کیږي باید چې ور وښودل شي.