جنسي انزال او اورګازم څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟
د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير- ډاکټر نيک محمد ويال
۱- د جنسي کړنو په وخت کې د عضلاتو سختوالی، د زړه د ضربان زياتوالی، ژوره ساه او د ويني لوړ فشار د جنسي اورګازم په نوم ياديږي.
د جنسي هڅونې لوړ ټکي يا د جنسي تحريک اوج ته جنسي اورګازم (Orgasm) وايي او يا په بل ډول، د جنسي عمل په وخت کې د يوځای شوي خوند او لېوالتيا ناڅاپي وتنه چې د عضلاتو سخت والی هم ورسره وي او له ځانګړي جنسي خوند سره مل وي، جنسي اورګازم ورته وايي. په نارينه کې وو جنسي ارګازم د وجود د تناسلي آلې له فزيکي هڅونې وروسته چې تر ډېره جنسي انزال هم ورسره وي، منځ ته راځي.
۲- انزال (Ejaculation): له بدن څخه د مني وتل چې عموماً سپرم هم ولري، او جنسي اورګازم هم ورسره مل وي، انزال بلل کيږي. انزال د جنسي هڅونې وروسته منځ ته راځي، هر کله چې انزال د خوب په وخت کې رامنځ ته شي نو ورته په علمي ډول (Nocturnal Emission) وايي او انګليسي نوم يې (Wet Dream) دی.
د انزال يا Ejaculation په اړه دوه نورې کلمې هم په ياد ولرئ، چې Anejaculation هغه حالت دی چې انزال په کې نه کيږي يعنې د روغتيايي ستونزو پر بنسټ انزال منځ ته نه راځي او بل Dysejaculation هغه حالت ته وايي، چې انزال منځ ته راځي خو له درد سره مل او ناراحت کوونکی وي.
د انزال او اورګازم (Eajculation او Orgasm) ترمنځ توپير:
د انزال او اورګازم ترمنځ مو يو څه مالومات د لېکنې په لومړۍ برخه کې، د دوی په تعريفونو کې تر لاسه کړل، انزال او اورګازم ډېر ځلې په يو مفهوم سره نېول کيږي او ترمنځ يې توپير په اسانۍ سره نه کيږي، دلته دا درته په ګوته کوو، چې انزال او اورګازم دواړه له يو بل سره توپير لرونکي دي.
- انزال په پروسټاټ او د نارينه په تناسلي آله کې رامنځ ته کيږي او اورګازم دماغي کړنه ده او په دماغو کې منځ ته راځي، د زړه د ضربان د زياتوالي، ژورې ساه او د عضلاتو د سخوتوالي لامل کيږي.
- انزال او اورګازم له ۸۰ څخه ۹۰ سلنه پوري له يو بل سره مل او يو وخت کې منځ ته راځي، خو دا کړنه ۱۰۰ سلنه نه ده.
- پرته له اورګازم څخه جنسي انزال کوم جنسي خوند او لذت نه لري، او له انزال پرته جنسي اورګازم بيا په ځوانانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو ترمنځ توپير لرونکی دی. ځوانان ته له انزال پرته اورګازم بې خونده او د ډېر عمر لرونکو کسانو ته بيا بې توپيره دی.
- ويني ته د جنسي هورمونو لېږد د اورګازم دنده، نه د انزال او همدا ډول اورګازم د تناسلي آلې له سختوالي او کلکوالي پرته هم شونی دی، خو په انزال سره د تناسلي آلې عضلات سخت او کلک کيږي.
- دا چې انزال او اورګازم دواړه، تر ډېره په يو خت کې منځ ته راځي، خو نوې څېړونو ښودلې ده چې کابو له ۳۰ څخه ۴۰ پورې نارينه پرته له انزاله جنسي اورازم ته د رسېدو غوښتنکي دي.
وروستي