
درنو دوستانو السلام عليکم!
نن پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۰۹مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانی اونی په مهمو پیښو مرور او تحلیل وړاندی کیږی.
بیا به آغلی شکریه جلالزۍ د حکومتی پالیسیو د تدوین د پروسی په هکله یو په زړه پورې پرزنټېشن وړاندی کړی. ورپسی به ښاغلی مجید بهلول (له وحشته تر انسانیته لار) تر سرلیک لاندی یو په زړه پوری وینا ولری.
وخت: پنجشنبه د لیندی ۲۳، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیی لیسی څنګ ته سړک، کیڼ لاسته لومړی کوڅه، ښي لاسته دویم کور.
په ډېر درنښت