په لغمان کې د خوشال بابا فکري بهير پرانيستغونډه

سبا (پنجشنبه) د لېندۍ ۲۳مه، د لغمان په مرکز مهترلام کې د خوشال بابا فکري بهير پرانيستغونډه ده. پدې غونډه کې د يو شمېر مشرانو پر ويناوو سربېره ښاغلی نظيم سمون د « ملتونه ولې ماتېږي» مشهور اثر لنډيز او مهم ټکي وړاندې کوي، استاد سمېع الحق الکوزی يو په زړده پورې پرېزنټېشن لري او ښاغلی مشتاق رحيم هم ځانګړې وينا لري. هيله ده غونډې ته پر ټاکلی وخت تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ. 
وخت: پنجشنبه د لېندۍ ۲۳مه، سهار ۹ بجې
ځای: د مهترلام ښار
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۸۴۱۳۵۴۱/ ۰۷۸۶۳۷۲۱۳۸