سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی ( MRI) څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟

د روهي ویب پاڼې بنسټګر او مسول مدیر نیک محمد ویال
سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی ( MRI) څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟
د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د ژوند په هره برخه کې پوره بدلون او اوښتون منځ ته راغی. د مالوماتي ټېکنالوژۍ په مټ د انسانانو ترمنځ اړېکې غښتلي او نېږدې شوې. د طب په برخه کې هم ټېکنالوژۍ پوره پرمختګ کړی او هغه ډيری ناروغۍ چې پخوا د درملنې وړ نه وې او د مرګ سبب کېدې، نن ورځ يې په اسانۍ سره درملنه شونې ده.
 
د ځينو سختو ناروغيو په وخت کې به مو داسې طب اصطلاحات لکه X-ray، CT Scan ،MRI او داسې نور اورېدلې وي.
 
په دې لېکنه کې درته دوه اصطلاحات سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی (MRI) چې له اېکسرې سره توپير لري در پېژنو.
 
۱- سي ټي سکن (CT Scan): سي ټي سکن (CT Scan) چې مکمل نوم يې Computed Tomography Scan دی او له يادو کلمو څخه يې لنډ نوم اخېستل شوی دی. CT Scan د کمپيوټر په وسيله د اېکسرو ټولګه ده، چې له مختلفو زاويو څخه اخېستل کيږي او په پايله کې يې توموګرافيک (Tomography) انځورونه منځ ته راځي.
 

له بدن څخه د کمپيوټري انځورونو اخېستنې ته توموګرافي (Tomography) وايي، چې ساده بېلګه يې په خپله سي ټي سکن دی، په تېرو دوه لسيزو کې سي ټي سکن ډېر پرمختګ کړی او يوازې په امريکا کې په ۲۰۰۷ کال کې ۷۲ مېلويونه د سي ټي سکن معاينات ترسره شوي وو.
 
سي ټي سکن د بدن د مختلفو جوړښتونو او برخو مالومات راخلي او کولای شي چې د 3D يا مکعب په شکل يې وښيي.
 
د هډکو، سر، زړه، سږو، خېټې، د خاصرې لګن او انسان د بدن د نورو مختلفو برخو 3D کتنه په سي ټي سکن سره کيږي، سي ټي سکن له ډېرو ګټو سره ځينې ستونزې هم جوړوي چې ورته عوارض جنبي يا Side Affects وايي. د سي ټي سکن له جنبي عوراض څخه د سرطان، ګانګې او د بدن خارښشت د بېلګې په توګه يادولی شو.
 
۲- ايم ار آي (MRI): ايم ار آي د Magnetic Resonance Imaging لنډ نوم دی، چې پښتو مانا يې، مقناطېسي اهتزازي انځور ده.
ايم ار آی يوه انځوريزه کړنه ده، چې طبي راډيولوژۍ کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي او د انسان د بدن د جوړښت يا انوتومي د بېلا بېلو برخو انځورنه اخلي.

 
ايم ار آي هم لکه سي ټي سکن کابو څلور لسېزې وړاندې د طب د دوو ډاکټرانو (ډاکټر لارنس بینتین او ډاکټر ارونین ویسمین) له خوا منځ ته راغی.
 
۳- د سي ټی سکن او ايم ار آی ترمنځ توپيرونه:
- سي ټي سکن د هډکو د تشخيص، سينې او سږو تشخيص او د سرطان د موندلو لپاره کارول کيږي.
ايم ار آی بيا د نازکو نسجونو، د ملا تير، دماغو، تومور او نورو موندنو لپاره کارول کيږي.

- سي ټي سکن کابو له ۵ څخه تر لسو دقيقو لپاره وخت نيسي او په بيړنيو پېښو کې کارول کيږي، خو ايم ار آی تر ۳۰ دقيقو پورې وخت نيسي او د ژورو موندنو لپاره په کار راځي.
 
- سي ټي سکن معاينات له ۲۰۰ ډالرو څخه پیل بيا تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې رسي، خو ايم ار آی بيا له ۳۰۰ ډالرو تخميني بيې څخه تر ۵ زره ډالرو پورې رسيږي.
 
- سي ټی سکن ښايي یو شمېر بيولوژيکي زيانونه ولري، خو ايم ار آي بيا کوم بيالوژیکي زيانونه نه لري، ځيني وخت حسايت منځ ته راوړي.
 
- سي ټي سکن د هډکو په اړه ښه مالومات وړاندې کوي خو ايم ار آی بيا د هډکو په اړه له اېکسرې کم مالومات په لاس درکوي.
 
- سي ټی سکن د ايم ار آی په پرتله د نازکو نسجونو په اړه په تشخيص کې ټيټ دی.
 
- ايم ار آی د سي ټي سکن په پرتله لس کاله کم عمر لري. سي ټی سکن په کال ۱۹۷۱ کې او ايم ار آی په ۱۹۸۱ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن