تېرو شپاړس کلونو کې صنعت کارانو د کورنیو تولیداتو لپاره همدا چیغې وهلې چې حکومت یې ملاتړ نه کوي او په افغانستان کې یې چې کومه پانګونه په تولیدي فابریکو کړې تاوان کې روان دي، د ځمکو نه شتون، د برښنا کموالی، د بهرنیو همجنسو تولیداتو واردات، ټکسونه او…. هغه څه و چې صنعت کاران ترې ناراضه و او نه یې شول کولای په افغاني بازارونو کې له بهرنیو تولیداتو سره رقابت وکړي.
تېره ورځ د کابل بادام باغ کې د ملي صنایعو نندارتون دریمه ورځ وه چې ولسمشر پکې هم ګډون کړی و، په دې نندارتون کې دومره افغاني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوې وې چې هر افغان یې په خپل راتلونکي باوري کاوه.
افغانستان اوس په ډیرو برخو کې په ځان بسیا شوی او کورني تولیدات لري، د ولسمشر غني په مشرۍ اوسني حکومت له صنعت کارانو څخه د ملاتړ لپاره مالیي وزارت ته لارښوونه وکړه چې په ټولو هغو بهرنیو توکو مالیه څو چنده لوړه کړي چې افغانستان پرې په ځان بسیا دی، همداسې شوي او هغه توکي چې په کور دننه د بازارونو تقاضا پوره کولای شي، له بهرنیو هېوادونو څخه نه راځي، ځکه ټکس پرې لوړ دی او بیا له افغاني توکو سره رقابت نه شي کولای.
پخوا داسې نه و، پخوا هغه توکو افغاني بازارونه نیولي و چې په کور دننه به هم تولیدیدل، خو کورنیو تولیداتو له بهرنیو سره ځکه رقابت نه شو کولای چې بهرنیو هېوادونو کې برښنا ارزانه وه او تولید به ورته ارزانه تمامیده، خو په افغانستان کې د برښنا بیه لوړه وه او له بهرنیو توکو سره یې رقابت نه شو کولای.
تېرو کلونو کې صنعت مات شوی و، پانګوالو زړونه وهلي و، ځکه چې ملاتړ ورسره د حکومت نه و، هر څومره چیغې به یې چې وهلې، چا نه اوریده، خو اوس دا وضعیت بدل شوی، پانګونه او تولیدي فابریکې زیاتې شوي او حکومت په کلک هوډ صنعت کارانوسره ولاړ دی او عملي ګامونه ورسره اخلي.
اوس په افغاني بازارونو کې هغه توکي نشته چې په کور دننه تولیديږي او دا خپله د کورني تولید ملاتړ په ډاګه کوي چې هم صنعت کاران خوشحاله دي او هم خلک له خپلو کورنیو تولیداتو ګټنه کوي چې د کوهي خټه په کوهي لګیږي.
د افغاني تولیداتو د ملاتړ لپاره تېره ورځ ولسمشر د بادام باغ د صنایعو په ملي نندارتون کې ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې له افغاني تولیداتو ګټه واخلي او هغه څه چې په کور دننه تولیدیږي باید په دولتي ادارو کې له همغې ګټنه وشي.
پخوا به دولتي ادارو کې د لوژستیک په برخه کې ټول بهرني توکي رانیول کیدل، خو اوس داسې شوي چې کورني تولیدات وي او بهرني راونیسي تر پوښتنې لاندې نیول کیږي، دا کار د کورنیو تولیداتو د رشد او پراختیا لپاره ښه ګام بلل کیږي چې صنعت کاران هم پرې خوښ دي.
صنعت کارانو ټولنه اوس په ټوله کې د ولسمشر له ملاتړ راضي ده او په دې برخه کې ډیر کار شوی، خو لا هم ستونزې شته چې لاندې کچه دي، د ځینو دولتي ادارو مامورین له صنعت کارانو سره ناسم چلند کوي او د دې لپاره هم کار کیږي چې څنګه کیدای شي د صنعت د پراختیا او ودې لپاره له صنعت کارانو ملاتړ وشي.
د صنعت څخه ځکه اوسنی حکومت زیات ملاتړ کوي او زیات تمرکز یې پرې کړی چې ولسمشر غني باور لري، که صنعت وده وکړه، پراخیږي، په بهرنیو هېوادونو تکیه کمیږي، د فابریکو له زیاتیدو سره ځوانان په کور دننه په کار ګمارل کیږي، کله چې کار پيدا شي بې کاري ختمیږي او د بې کارۍ له ختمیدو سره د وسله والو لیکو ته بشري قوه نه جذبیږي چې خود به خوده په امنیت اغیز لري او افغانستان له بې ثباتۍ راوځي.
د کورنیو تولیداتو د زیاتیدو سره اوس په ګاونډي هېواد پاکستان تکیه کمه شوې، د مالوماتو په اساس له پاکستان سره د افغانستان سوداګري له نیمایي کمه شوې او دا په خپله د حکومت په سیمو تګلارو دلالت کوي، که پخوا به لس ورځې له پاکستان سره لارې وتړل شوې، نو بازارونو کې به خوراکي توکي نه پيدا کیدل، خو اوس که دا لارې میاشتې میاشتې وتړل شي، په افغاني بازارونو هیڅ اغیز نه لري، ځکه افغانستان ځینې لومړني توکي په کور دننه تولیدوي او ځینې نور هغه یې له مرکزي اسیا واردوي چې په پاکستان اوس هیڅ کومه تکیه نشته او افغانستان یې له محتاجۍ خلاص شوی دی.
وروستي