
څه چې یاست هغسې اوسئ
که فکر کوی، چې خلکو ته به دوکه ورکړی پوه شئ چې کوږ بار تر منزله نه رسيږي. هڅه وکړئ هغه څه مو چې په زړه کې دي په خوله یې ووایئ. یو څه ته مو باید پام وي چې د زړه خبرې مو په خوله داسې بیان کړی چې د خلکو د ځورېدلو لامل نه شي.
ښه چلند وکړئ
دوستان مو په غېږ کې ونیسئ او خپل احساسات ور سره شریک کړئ؛ داسې چې باور درباندې وکړي او پوه شي چې د زړه له تله ورسره خپل احساسات شريکوی.
ومنئ چې ټول خلک ځانګړي دي
موږ ځانګړي یو او هېڅوک نه شي کولی زموږ په څېر ځانګړي اوسي او یا هم موږ د هغوی په څېر ځانګړي اوسو. همدا لامل دی چې انسانان له یو بل سره ژوند کولی شي. که ټولو انسانانو یو ډول ځانګړنې درلودی نو ژوند به کومه مانا نه درلوده.
له خلکو سره مرسته وکړئ
که ګوری چې یو ملګری مو په بد حالت کې دی، څنګ ته یې ورشئ او د څو ښو کليمو په ویلو ورسره خپله همدردي ورسره شريکه کړئ. له شک پرته چې ستاسو دغه کړنه به د هغه د خوښۍ لامل شي. هغه تاسو ته اړتیا لري، خبرو ته یې غوږ کېږدئ که مو حل لاره ذهن ته درغله ورسره شریکه یې کړئ.