په هېواد کې ښوونه او روزنه

صديقه زرمتې افغان
په دې کې شک نشته ،چې زموږ د هېواد اکثره ځوانان د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې د جګړې له لاسه د زده کړې له لوی نعمت نه نن ورځ بې برخې پاتې شول. چې د دغه وروسته پاتې علتونه ټول په روانې جګړې پورې تړلي دي،چې له یوې خوانه مو په هېواد کې جګړه روانه ده، او له بلې خوانه مو ښوونځي د دښمنانو له خوانه په بې رحمانه ډول د اور د لمبوښکار شول، ځوانان مو په سپین میدان د زده کړې په ارمان همداسې لوی شول. اوبا الاخیره دې ته اړشول، چې خپل هېواد پرېږدي اوپه پردیو هېوادونو کې خپل ژوند اختیار کړي،چې له یوې خوانه د پردیو د کلتور او یرغل لاندې هم راغلل اوله بلې خوانه څوک ورته
په بهر کې اوس په ښه سترګه هم نه ګورﺉ.
هغه ځوانان ،چې زموږ په هېواد کې نن ورځ خپلې زده کړې کوي، ډېری بیا دې ستونزې ته اشاره کوي او وایې ،چې موږ په ښه توګه سره تربیه نه شولو،لکه څنګه چې زموږ حق وو.هغه په دې مانا، چې په هېواد کې موږ مسلکي ښوونکي نلرو او که یې لروهم په ډېره کمه پیمانه سره ،چې هغه هم اکثره په خارجي مؤسساتوکې کارکوي او دغه کومه اندازه تنخواوې چې نن ورځ ورته د پوهنې وزارت ټاکلې دي په دې باندې د هغوی ورځنې اړتیاوې نه پوره کېږي، نو بالاخره دوي دې ته اړ شوي دي، چې په مؤسساتو کې کاروکړﺉ او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړې ډوډۍ را پیدا کړﺉ.
نو هماغه ده، چې له یوې خوانه زموږ د هېواد مسلکي کدرونه د اقتصادي اوسیاسي ستونزو له امله لاړل او له بلې خوانه زموږ زده کوونکي ښه تربیه نه شول او په هېواد کې مو جګړه خپل اخري سرحد ته رسېدلې ده، او په نتیجه کې زموږ ښوونه او روزنه هم له تباهې سره مخ شوه.په افغانستان کې د ولس مشرحامد کرزي د حکومت په رامنځ ته کېدلو سره د هېواد د اکثره ځوانانو مخه دې ته شوه او هیله یې پیدا شوه چې خپلې زده کړې وکړﺉ خو ولې د هېواد د ښمنانو او د زده کړې خاینینو دې ته پرې نښودل چې خپل تعلیم سرته ورسوي نو هماغه ده چې اکثره ځوانان د زده کړې له لوی نعمت نه محروم پاتې شول، چې اوس یې Ù
�ه دغو بد بختیو باندې سره ده چې د خلاصون لاره هم له حکومت او هم له ځوانانو نه ورکه ده.
د دغو کړاونو ترڅنګ د هېواد مشرانو ونو شوکولای، چې دغه زمینه یې ورته مساعده کړې وایې .او د پوهنې وزارت یې بیا په څنګ کې همدا نارې ، سورې وهي او وایې،چې موږ به د زده کوونکو لپاره په هېواد کې ښه ښه کدرونه وروزو ، د زده کړې لپاره به ودانې جوړې کړو ،د ښوونکو تنخواوې به لوړې کړو او د دې ترڅنګ به هغوی ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړو خو تراوسه پورې په دې اړه باندې هېچا په دا لسو کلونو کې کوم جدي اقدام ونکړو، چې له یوې خوانه دوي هم خپلې ژمنې پوره کړې وایې او له بلې خوانه ښوونکي هم خوشحاله شوي وایې او هېوادوالو او نړېوالو ته هم رښتیني ثابت شوي وایې او له ځانه سره هر ښوونکي دا ویلی وایې، چې یار ګوره د پوهنې وزارت دروغ نه وایې لکه څنګه چې دوي ته په دا لسو کلونو کې د دروغو وعدې ورکړل شوې.
د پورته ذکر شوو ستونزو په نتیجه کې دې اوس د ښوونې او روزنې وزارت او په څنګ کې د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه له خپل ځانه سره وکړي، چې زموږ د هېواد اکثره شتمن خلک ولې خپل اولادونه بیا یې په شخصي ښوونځیو کې یې شاملوي او په څنګ کې یې بیا غریب هېوادوال هماغه زاړه معارف ته پاتې دي اود دې وس نلري، چې په خپلو اولادونو باندې عصري زده کړې وکړي. د دغو خلکو په نظر سره په شخصي ښوونځیو کې درسونه ښه دي، چې نن ورځ دوي دې ته اړ شول او دا ورته ښه ښکاره شوه، چې خپل اولادونه یې اکثره په شخصي ښوونځیو کې شامل کړل د دې لپاره چې، یو څه زده کړي ځکه د دولت ښوونې او روزنې خو هغه پايله څرګنده شوه، چې په دا لسو کلونو کې دوي خپل نصاب هم تکمیل نه کړای شو چې ټول ټال هلته پنځلس جلده کتابونه نه رازي او نه هم ترینه زده کوونکي راضي شول څومره د شرم او افسوس خبره ده چې یو وزیرپه خپلو کارونو کې وروسته پاتې راشي او ټول زده کوونکي او ښوونکي ورنه لاړشي او دیو تجار او یا د لږې سرمایه خاوند سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړﺉ په شخصي ښوونځي کې.
خو زه بیا وایم، چې دا یوه ډېره ښه لاره ده. له هرې لارې نه چې کېږي باید هېواد وال د زده کړې په اړه باندې دا که په هرځای کې وي باید خپل ځانونه ورته ورسوي ترسو له دغو بد بختیو نه په امان کې شي، او دولت ته هم دا ثابته شي ، او له ځانه سره دا ووایې ،چې یاره موږ ونشو کولای چې ښې زده کړې ورکړو زده کوونکوته.
له بلې خوانه ،چې بیا موږ د هېواد د پوهنې وزارت ته ګورو چې د تل لپاره خیریه ټولنې همدا نارې وهي او وایې، چې موږ د پوهنې له وزارت سره دومره میلیارده ډالره مرسته وکړه او هغومره مو وکړه دوي ولې په دې باندې نه توانېږي، چې خپلې زده کړې او خپل ښوونکي نور هم پیاوړي کړي، ترڅو وکولای شي چې په هېواد کې یوه ښه د زده کړې فضا رامنځ ته کړي او د دې ترڅنګ وکولای شي چې شخصي ښونځیو ته هم ماتې ورکړي او هم خلک پدې باندې پوی شي او دا ورته څرګنده شي،چې په هېواد کې ښوونه او روزنه مخ په بره روانه ده دا، چې موږ اکثره ځوانان ګورو نور هم له تباهي سره مخ دي .
خو کله ،چې بیا موږ د دې په څنګ کې شخصي ښونځیو ته ګورو هم یې ورباندې کار منظم ده او هم یې ښوونکي ښه دي او په ډېرو کمو امکاناتو سره یې د هېواد د ښوونې او روزنې وزارت ته ماتې ورکړې ده، چې هېڅکله به د هېواد شتمن خلک دې ته زړه ښه نکړي ،چې خپل اولادونه په دولتي ښوونځیو کې شامل کړي.
او له بلې خوانه چې بیا کله زموږ اکثره ځوانان له دولتي او شخصي ښوونځیو نه فارغ شي، نو د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینه ورکوي د ازموینې په نتیجه کې د لوړو زده کړو وزارت د دې توان اوطاقت نلري، چې زموږ دغه ټول زده کوونکي په مختلفو پوهنځیو کې د زده کړې لپاره جذب کړي ،چې د زده کړې په اړه دا بیا یوه بله غټه ستونزه ده. نو هماغه ده ،چې هغوی دغه نمرې نشي وړلای کومې چې نن ورځ ورته د لوړو زده کړو وزارت ټاکلې دي نو زموږ اکثره ځوانان بې نتیجې اعلان شي، چې له یوې خوانه یې یو کال وخت ضایع شي او له بلې خوانه له هغوی سره دومره امکانات نشته ،چې دوي لاړشي په شخصي پو هنتونونو کې بېغرد کانکور له ازموینې نه او نه هم د تجربه لرونکو استادنو په نه لرلو سره په هره فاکولته کې یې چې زړه وغواړي داخله واخلي ترڅو دوي وکولای شي دغه نیمګړې زده کړې پوره کړي، خو یو کار بیا د زده کوونکولپاره په شخصي پوهنتونوکې دا ښه ده، چې بیا دغه د کانکور ازموینه د خدای فضل ده شته خو ولې په څنګ کې یې بیا ناکامي نشته.
ځکه هغه د لوړو زده کړو شخصي مؤسسې ،چې نن ورځ یې په هېواد کې په کار باندې پیل کړی ده ،دا کوښښ کوي، چې د خپلو محصلینو شمېره په خپله مؤسسه کې زیاته کړې، چې له یوې خوانه د دوي مصارف هم پوره کړي او له بلې خوانه یې شمېره هم لوړه شي.نو څرګنده شوه چې دلته د زده کوونکو په زده کړه کې نیمګړتیا رامنځ ته شوه.
نو د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت لپاره پکارده، چې په هېواد کې دلوړو زده کړو نورې دولتي مؤسسې په لوړ کیفیت سره جوړې کړې ترڅو موځوانان د زده کړې له لوی نعمت نه برخمن شي ،او له بلې خوانه مو په هېواد کې بېسوادي مخ په ختمېدو شي.
که چېرته د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت دغو ټکو ته جدي پاملرنه ونکړې نو د هېواد د ځوانانو ژوند به نور هم د زده کړې په اړه له تباهې سره مخ شي غریب به نور هم غریب شي او بېسوادي خو به ټول هېواد په سر واخلي.