
ليکواله: صديقه زرمتې افغان
که چېرې موږ د پښتوشفاهي ادبیات مطالعه کړو، نود دغوشفاهي سندرو په جوړولوکې د ښځوبرخه د یادونې وړ ده او ډېرې زیاتې دغه ډول شفاهي سندرې د پښتنو کلیوالوښځوجوړې کړې دي، خو څنګه چې د دغو شفاهي سندرو ویونکي زیاتره نه دي معلوم، نو په دې اساس موږ د دغسې هنري ذوق خاوندو ډېرو ښځو له نامه نه یوخبر.
خوکله چې د پښتو د تحریري ادبیاتو مطالعه کوو،نو د نهمې هجري پېړۍ په اواخرو اود لسمې پېړۍ په اوایلو کې موږ د ځینو پښتنو ښځمنو له نومونوسره مخامخ کېږو،چې په پښتو ژبه آثار ترې پاتې دي.
د دغوښځو آثار موږ ته داهم راښيي،چې دغه وخت د پښتنو په ځینو کورنیو کې د ښځو باسواده کېدلو ته توجه کېدله او داسې ښکاري چې دغه مهال ځینو پښتنو ښځوته دا حق ورکاوه ، چې سواد زده کړي ، د ديني علومو زده کړه وکړي او د مدارسو ځینې نصابي منظوم او منثور کتابونه ولولي.
په دغو باسواده شووښځو کې به که کومې یوې د لیکوالۍ او شعر ویلو استعداد درلود، نودې خوا ته به یې هم توجه کوله او په پښتو به یې ځینې آثار اړول اویا به یې نظمول.دغه آثار زیاتره اخلاقي او دیني تبلیغي رنګ لري، د دغو ښځو له خوا د دغه ډول آثارو تالیف او ترجمې ته توجه به د دوي د همدغه دیني تعلیم نتیجه وي او د همدغو تعلیماتو ترفکري اغېز لاندې به یې د دیني، تبلیغي او اخلاقي آثارو ایجاد او ترجمې ته هڅه کړې وي. که نه وي د پښتنو کلیوالو ښځمنو له خوا چې کوم شفاهي ادبیات ایجاد شوي دي، زیاتره لیریک اوغنایی رنګ لري.
هغه ښځمنې چې آثار یې د پښتو په لومړۍ ادبي دوره کې د مطالعې ځای لري، درې تنه دي ، په دغو ښځو کې لومړنۍ یې زرغونه کاکړه ده ، چې غالباً به د نهمې هجري پېړۍ په دوهمه نیمایي کې زوکړې وي.
دا مېرمن د کندهار په پنجوایي کې اوسېده ، پلاریې ملادین محمد کاکړ نومېده اودا خپله د سعدالله خان نورزي ماینه وه. دې مېرمنې په ۹۰۳ ه ق کال د سعدي (رح) بوستان په پښتو نظم ترجمه کړی دی.
د پټې خزانې روایت دی،چې دغې مېرمنې د بوستان له ترجمې سربېره نور اشعار هم ویلي وو. د زرغونې د پښتو بوستان یو حکایت پټې خزانې راوړی دی، چې زه یې څوبیته دلته را اخلم:
اوریــدلې مـې قــصه ده چې له شاتو هم خوږه ده
د اخــترپـــه ورځ سهار بایزیــد چــې و، رویدار
لــه حـمــامــه راوتـلــی په کـوڅــه کــې تېرېدلی
ایرې خاورې چا له بامه راچـپه کــړلــې نـاپامـه
مـخ اوســریې ســـوککړ په ایـــروپه خـاورو خړ
بایزید پــه شکر کښوسو د خپل مــخ په پاکېدو سـو
چــې زه وړ یم د بل اور چې په اور کې سم نسکور
د ادب پوهانو په وینا دا ترجمه ډېره غښتلې ده او زرغونه د سعدي بوستان له ترجمې بریالۍ را وتلې ده.
د پښتو ادبیاتو په لرغوني دوره کې د زرغونې پښتو بوستان لومړنی اخلاقي مفاهیمو لرونکي آثار نه لرو او هغه د استاد حبیبي خبره ، که چېرې موږ په پښتو ادب کې د اخلاقي ویناوو خاندان سره بېلوو ، نو زرغونه له خپله پښتو بوستانه سره د دې ډلې په سر کې درېږي.
له دې سربېره له پارسي ژبې نه پښتو ته د ادبي آثارو د ترجمې تاریخ هم د زرغونې کاکړې له خوا د بوستان له همدې ترجمې څخه پیل کېږي. تر دې ترجمې د مخه موږ ته بل داسې اثر نه دی معلوم، چې له پارسي ژبې څخه دې په پښتو ترجمه شوی وي.
زرغونه کاکړ سربېره پردې چې د پښتو شاعره او مترجمه وه ، د دې ترڅنګه دې بل هنرهم درلود او هغه دا چې نوموړې ډېره ښه خطاطه هم وه.
بله مېرمن چې موږ یې باید په زرغونې کاکړې پسې آثار په دې ځای کې مطالعه کړو، هغه رابعه ده.
دا رابعه د پټې خزانې د لیکنو سره سم د ظهرالدین محمد بابر(۹۳۷ ه ق مړ) د زمانې شاعره وه. په کندهار کې اوسېده ، د اشعارو دیوان یې درلود. د دې شاعرې دغه لاندې رباعي پټې خزانې راوړې ده:
آدم یې زمـــکې وته راسـتون کــا په اور دغم یې سوی لړمون کا
دوزخ یې روغ کا، پرمه د زمکې نوم یې دهـغه ، دلته بېلتون کــا
له دې یوې رباعي پرته د دې نور آثار موږ ته نه دي معلوم، اما له دې یوې رباعي څخه یې هم د وینا قدرت ښکاري او دا راښي ، چې رابعې به په خپل دیوان کې عشقي موضوعات په خورا ادبي نزاکت او لطافت بیان کړي وي.
دریمه مېرمن چې په دې دوره کې د مطالعې ځای لري، هغه نېکبخته ده. دا مېرمن نېکبخته د شیخ الله داد لو وه ، چې پلارنیکه یې په اشنغر کې اوسېدل نېکبختې په ۹۵۱ ه ق کال له شیخ قدم سره واده وکړ. مېرمن نېکبخته زاهده پرهېزګاره او عالمه ښځه وه.
نېکبختې په ۹۶۹ ه ق کال ( د ارشاد الفقرا) په نامه یو کتاب لیکلی و، چې درې ټوټې ترې محمد هوتک په پټه خزانه کې اخیستی دي. دیوې ټوټې څو بیته یې دا دي:
په زړه ښاد شې اې مومنه په ظــاهــر په باطن سپینه
ظاهرزهد په اخلاص کـړه پـه زړه ټینګ شـه له یقینه
شکر صبر په هرحال کړه خـود نمای مه شه خود بینه
د مېرمن نېکبختې لاس ته راغلې منظومې ټوټې تبلیغي رنګ لري او نصایح او پندونه یې په دې اثر کې وړاندې کړي دي.
ماخذ:
د پښتو ادبیاتو تاریخ :
(لرغونې او منځنې دورې )