د بیت المقدس غمیزې په اړه د با احساسه محصلينو اعلاميه

د امریکا وروستۍ پرېکړې چې بيت المقدس يې د اسرائیلو د پلازمينې په توګه په رسميت وپېژاند او خپل سفارت هلته ودانوي، یو داسې دښمنانه عمل دی چې هرچاته یې د اسلام او مسلمانانو په ضد د امریکا دښمني په ډاکه کړه او هیڅوک نور ترې سترګې نه شي پټولای.
د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړۍ د ټولو پریکړو او قوانینو په ضد، یرغلګرو یهودانو ته د امریکا لخوا د یوې ښکیلاک شوې مقدسې سیمې وربښل یو ځل بیا په ډاګه کوي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو په ضد هر ډول ظلمونو او ناخوالو کې بنسټیزه برخه لري او ټول یې باید مخنیوي ته لاس په کار شو.
بیت المقدس یا اقصی مسجد د اسلام لومړنۍ قبله، دریم هغه حرم چې ورتلل او پکې لمونځ کولو تر نورو سیمو زیات ثواب لري، د انبیاء کرامو زانګو، او اسمان ته د ختلو څخه مخکې زمونږ د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د براق تړلو، او هلته مونځ کولو تاریخي ځمکه ده. مسلمانانو ۱۴۰۰ کاله ددې پاکې خاورې ساتلو کې بیشماره قربانۍ ورکړې او هیڅ سستي یې نده کړې.
هیڅوک په هیڅ دلیل دا ځمکه اسلام او مسلمانانو څخه نه شي جلا کولی، برابره خبر ده چې دا امریکا وي او اسرائیل او که د کفر ټوله نړۍ. د یهودو له ولکې ددې پاکې خاورې بیرته ازادول په هر مسلمان داسې فرض دی لکه ۵ وخته لمونځ. هر مسلمان د نړۍ هره سیمه کې دنده لري چې د خپل وس سره سم د اقصی مسجد ازادولو کې خپله برخه واخلي. سر او مال ترې ځار کول بهترین عبادت او پدې لار کې مرګ شهادت دی.
لدې کبله با احساسه محصلين خپلو درنو هیوادوالو او د نړۍ له مسلمانانو غواړي چې سره یو موټی شي، او د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس د اسرائيلي او امريکايي نيواکګرو له وحشي پنجو وژغوري.
که مسلمانان راويښ نه شي، نو لرې نه ده، چې امریکايان د مسلمانانو په نورو سپېڅلو ځایونو او مقدساتو هم بريدونه وکړي، او د تر خپلې ولکې لاندې يې راولي، ځکه ډونالډ پرمپ خپلو انتخاباتي کمپاينونو کې وار له مخه ويلي و، که ولسمشر شوم، نو بیت المقدس به د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژنم، او په نړۍ کې به اسلام له منځه یوسم.
څرنګه چې افغانستان هم د امریکې تر ولکې لاندې دی، نو ټولو افغان با احساسه ځوانانو ته په کار دي چې د هیواد په هره څنډه کې د اشغالګرو په وړاندې پاڅون وکړي، د خپل هیواد او بیت المقدس په ننګه د یرغل په ضد هر هغه کوښښ او جهاد وکړي چې وس یې ورته رسیږي، خپل غم، غصه او د کفر ضد دریځ د پراخو لاريونونو په ترسره کولو کافرانو ته څرګند کړي. خپلې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي چې هیواد، او بیت المقدس یې د یرغلګرو یهودانو او صلیبیانو له ولکې نه وي ازاد کړی.
د افغانستان با احساسه محصلين
۱۳۹۶/۹/۱۷ هـ ش
۸/۱۲/۲۰۱۷