
انورالحق يرغل-- ننګرهار
د ديارلسوه نهه اتيا کال د وري پر اوه ويشتمه د جمعې پر مبارکه ورځ د ننګرهار ادبي بهير ( ناب ) ملګرو خپله اونيزه ادبي غونډه د جلال اباد ښار د ميرويس ثابت ښوونيز مرکز په انګړ کې وکړه چې د دريځ چارې يې د اکرام الله اکرام او د ريپوټ ليکنې چارې يې د حامد غورځنګ پر غاړه وې.
ياده غونډه چې ريس يې د هېواد پياوړى ليکوال ژبپوه څېړونکى او درون شخصيت استاد محمداصف صميم اومېلمه يې د هېواد پياوړى شاعر ليکوال او ژورنالېست ښاغلى اجمل اند و د ماسپښين پر دريو بجو د قاري سميع الله مفتون ابوحمزه له خوا د قرانکريم پر څو مبارکو اياتونو پيل او ورپسې حامد غورځنګ د تېرې غونډې ريپوټ واوراوه چې استاد محمد اصف صميم بازمحمد عابد انورالحق يرغل او جلالدين غريبدوست لخوا پرې نظرونه وويل شول .
بيا له ژمنې سره سم فولاد قايل خپل يو غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې د استاد محمد اصف صميم ،اجمل اند، بازمحمد عابد ، بريالي وياړ ،انورالحق يرغل ،ايمل غيور، عارف الله عارف ،عصمت الله شفيق ، اکرام الله اکرام، احمد بختيار ساحل ، نبي الله بسمل او مسعود حقمل له خوا پرې خبرې او کره کتنه وشوه.
ورپسې د شعر شاعر احمد فولاد قايل دريځ ته وبلل شو . قايل له ټولو هغو ملګرو مننه وکړه چې پر شعر يې وغږېدل .
بيا ازاده مشاعره وشوه چې انورالحق يرغل احمد بختيارساحل بلال احمد ساحل حاضرمحمد علميارخوستي بازمحمد عابد شکرالله قلندري عصمت الله شفيق فولاد قايل طائرځلاند سليم صالح سنګرسرار ښايسته ګل راز صاحب الله عابد نبي الله بسمل ايمل غيور خوشال دراني عتيق الله پرهر او اجمل اند په کې شعرونه واورول.
په پاى کې د غونډې ريس استاد محمداصف صميم دريځ ته وبلل شو . استاد په خپلو خبرو کې ننۍ غونډه ښه وارزوله اوهمدارنګه يې د د غونډې ګډونوالو ته د پښتو ژبې د ادب په اړه ښې او غوره لارښوونې وکړې .
همدارنګه د راتلونکې غونډې لپاره شکرالله قلندرې ژمنه وکړه چې خپله يوه ليکنه به کره کتنې ته وړاندې کوي .
غونډه ماښام نږدې ددعايې په کولو سره پاى ته ورسېده
انورالحق يرغل ننګرهار